لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف د‌ پلاوي په مشرۍ سعودي ته رسیدلی، د آي ایم ایف د مشرې اؤ نورو نړیوالو مشرانو سره به لیدنې کوي


File Photo
File Photo

د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه پخپل دوه ورځني سفر د سعودي عرب پلازمینې ریاض ته رسیدلی دی.

پاکستاني رسنیو احتمال ښودلی چې پخپل دې سفر کې به شهباز شریف د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان اؤ نورو نړیوالو مشرانو تر څنګ د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د مشرې کرسټالینه جارجیوا سره هم لیدنه وکړي.

زیات امکان دادی چې د آي ایم ایف د مشرې سره لېدنه کې به وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان د پور په نوي پروګرام خبرې اترې وکړي.

د سعودي پلازمینه ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم دوه ورځنۍ غونډه نن د یکشنبې د ورځې نه پیل کیږي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پېل کړې دي.

هغه ویلي وؤ چې آي ایم ایف سره د پور د روان پروګرام د تړون په اساس هیله ده چې پاکستان ته به د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط د روانې میاشتې تر پائ منظور کړل شي اؤ ددې ترڅنګ پاکستان د اربونو ډلرو د اوږدې مودې د پور په یو نوي پروګرام خبرې پېل کړې دي.

نوموړي ویلي وؤ د پور موجوده پروګرام به اپریل کې پائ ته ورسیږي اؤ مئ کې بیا آي ایم اف سره د قرض د یو نوي تړون امید شته.

وزیراعظم شهباز شریف سره سعودي ته په تللې ډله کې خارجه وزیر اسحاق ډار،د خزانې وزیر محمد اورنګزیب، د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ اؤ نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

پاکستاني رسنۍ وایي وزیراعظم شهباز شریف به په ریاض کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره سره لیدنه کې پاکستان کې د سعودي د سرمایه کارۍ په اړه خیالات تبادله کړي اؤ هم به ورسره د اسلام اباد ته د هغه په متوقع سفر وغږیږي.

د اپریل د میاشتې په نیمایي کې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان دوه ورځنۍ دوره کړې وه خو په دې سفر کې د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د غونډو باوجود کوم تړون یا معاهده نه وه ترسره شوې.

د عامو انتخاباتو نه وړاندې په نګران حکومت کې وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په ستمبر کې وایس اف امريکه سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د سعودي عرب نه د ٢٥ اربه ډالرو سرمايه کارۍ غواړي چې پرې موافقه شوې ده.

په سعودي کې د پاکستان پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي، پاکستان او سعودي تاريخي، د ورورولۍ او ستراتيژيکي اړيکې لري اؤ د دې دواوړو هیوادوادونو دوه اړخیزې اړیکې د دفاع څخه بهر په اقتصادي، ډیپلوماتیکو او ګډو پروژو کې د همکارۍ پراخولو فرصتونه لري.

هشام بن صدیق وي او اې ته په دې وروستیو کې ویلي، سعودي ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر نه سمدستي وروسته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته راتګ سنجیدګي ښیي چې دواړه هیوادونه خپلې اړیکې د روایتي کچې نه هرې څانګې ته غځولی شي.

د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې د هیواد د اقتصاد ښه کول او د اقتصادي مشکلاتو لرې کول یې د لومړیتوبونو څخه دي.

دې هدف ته د رسیدو لپاره، پاکستان یو ځل بیا د سعودي مشرتابه ته سترګې نیولې دي چې په هیواد کې د معدنیاتو او کرنې په ګډون د پانګونې پروژو بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG