لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باټېنگړو، کدوانو، تورو، ټېنډو، بېنډو او کریلو نرخونه د بارانونو په وجه وختل


په پاکستان او په خصوصي توگه په خېبر پښتونخوا کې د تېرو څو ورځو د درنو بارانو په وجه د صوبې په ځینو برخو کې د سبزو فصل ته نصقان رسېدلی دی او دوکانداران وايي په بازار کې د سبزو بېعې زیاتې شوې دي.

دوکاندار اصف خان وايي د خېبر پښتونخوا د مېداني سیمو سبزۍ کمې شوي دي او د نور صوبو نه د راوړل شوو سبزو نرخونه د کرایو په وجه زیاتې شوې دي.

کرونده گر وايی د سبزو پټي بارانونو خټه کړې دي فصل نشي راټولولی
کرونده گر وايی د سبزو پټي بارانونو خټه کړې دي فصل نشي راټولولی

اصف خان د وي او ای ډیوه خبریال ملک وقاص خان ته وویل چې د بارانونو له امله کروندگر پټو ته نه ځي او وطنۍ سبزي لکه ټماټر گران شوې دي. "ټماټر اوس نن سبا ٨٠ روپۍ کېلو دي، الوگان ٣٠ روپۍ کېلو دي، ټنېډې هم ٨٠ روپۍ کېلو دي، باټنگړ ۴٠ روپۍ کېلو دي، کدو ٦٠ روپۍ کېلو دی، تورۍ ٨٠ روپۍ کېلو دي، کرېلې په ٣٠ روپۍ کېلو دي بېنډۍ ٦٠ روپۍ کېلو دي."

محمد امین د سبزۍ کرونده گر دی، وي او ای ډیوه ته یې وویل بارانونو په وجه د سبزۍ په فصل بېمارۍ لگېدلې دي او پټې خټه شوې دي کارکونکي فصل نشي راټولولی. "پټي خټه دي ورکوزیدی نشوو."

د سبزو ترڅنگ د جوارو فصل هم بارانونو نقصاني کړی دی
د سبزو ترڅنگ د جوارو فصل هم بارانونو نقصاني کړی دی

کرونده گر زیارت گل وايي د تورو بوټی گل وکړي خو بیا سخه شي او تورۍ ونه نیسي. "په خټه کې توری د سره هډو کیږي نا. ته توری په اوبو کې کښېده سحر گوره سخه به وي. دغه دی پالک دی دا ډکي هم دغه شان ولاړ دي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG