لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: وزیراعظم عمران خان د هېواد د بشري حقونو ادارې د مفلوج کولو کوښښ کوي


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وايي پدې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه د بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې دي چې هغه یې ذمه وار هم موجوده حکومت بولي
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وايي پدې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه د بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې دي چې هغه یې ذمه وار هم موجوده حکومت بولي

په پاکستان کې د پارلېمنټ غړو او قانون پوهانو د پاکستان د وزير اعظم عمران خان په حکومت تور پورې کړی چې هغه په هېواد کې د جبر، تشدد او د بشري حقونو مخ په زیاتېدونکو پېښو پرضد د احتساب د مخنیوي لپاره د هېواد د بشري حقونو د څار خپلواکه ادارې د مفلوج کولو هڅې کوي.

خو د بشري حقونو مرکزي وزيره شيرين مزاري دا تورونه ردوي چې ګني حکومت د بشري حقونو د سرغړونو د ازاده پلټنو په لاره کې خنډان جوړوي.

د تېر ګل، دوشنبې، په ورځ اسلام اباد هاى کورټ مرکزي حکومت ته د بشري حقونو د قامي کمېشن د مشر او غړو د ټاکنې امر کړی و او په حکومت یې دا تور هم لګولې چې هغه د نوي کمېش د مشر او غړو ټاکنه قصداً د تېرو دوو کلونو راهیسې ودرولې ده او په دې کې لا خنډان جوړوي

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې عدالت کې د اورونې په مهال دا څرګندونه هم شوې چې د بشري حقونو د مرکزى وزارت د ناسمه سمرې د بشري حقونو د قامي کمېشن چیر پرسن او غړو د نه ټاکنې علت ګرځېدلی دی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د کمېټۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وايي پدې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه د بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې دي چې هغه یې ذمه وار هم موجوده حکومت بولي.

محسن داوړ وايي حکومت هر هغه اداره چې په يو او بل شکل کې په بشري حقونو کار کوي لکه د بشري حقونو قامي کمېشن چې دې غېر فعال کړي او یا یې په لار کې خنډان جوړ کړي. او ددې ادارې د مفلوج کولو بنيادي ذمه وار هم مرکزي حکومت دی.

د بشري حقونو قامي کمېشن نسبتاً ېوه نوي اداره ده او ددې په ځانګړي اختياراتو کې د بشري حقونو د سرغړونو ازادې پلټنې کول او د بشري حقونو په چارو او قانون سازۍ کې حکومت ته مشورې ورکول شامل دي.

که څه هم دا کمېش کال 2012 کې جوړ شوی و خو د ده په صحيح ډول کار کولو کې درې کلونو لږېدلې دي. کال 2019 می په مياشت کې ددې کمېش موده ختمه شوې ده خو د نوي کمېشن مشر او غړي د تېرو دوو کلونو راهیسې نه دي ټاکل شوي.

د بشري حقونو مرکزي وزيره شيرين مزاري دا تورونه ردوي چې ګني حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په پلټنو کې خنډان راپورته کوي او وايي د کمېش مشر تر اوسه ځکه نه دی مقرر شوې چې په پارلېمنټ کې د مخالف سياسي ګوندونو مشر شهباز شريف ددې سمري نه لاسلیک کوي

ښکاره دې وي چې د مخالف ګوندونو مشر دا وخت په جېل کې دې.

شيرين مزاري مطبوعاتو ته وېلي چې وزیر اعظم عمران خان تېر کال دسمبر کې د مخالف ډلو مشر ته د خپلو ترجيحاتو نوملړ لېږلی و خو هغه تر اوسه پورې حکومت ته د کمېشن د مشرۍ لپاره نامزد کړې نامې نه لېږلې.

د بشري حقونو د قامي کمېشن پخوانی او لومړی مشر علي نواز چوهان ډيوه سره خبرو کې وايي چې کمېشن په تېرو څلورو کلونو کې 35 رپورټونه شايع کړي او هم دغه راپورونو د وزير اعظم عمران خان حکومت خفه کړې څوک چې پرله پسې د هېواد دننه د جبر، تشدد او بشري حقونو د سرغړونو ترديد کوي.

هغه واي تېر حکومتونو هم کمېشن کار ته نه پرېښودو خو دا اوسنۍ حکومت هم نه غواړي چې دا کمېشن جوړ شي او پکار ده چې وزیر اعظم عمران خان ددې نوټس واخلي او ددې ښې ادارې د تباه کولو ذمه وار هم د بشري حقونو مرکزي وزارت دی.

قانون پوهان وايي د عمر د بندېز حد هم د بشري حقونو د قامي کمېشن د غړو او مشر په ټاکلو کې د تاخير حربه ده، حکومت ته معلومه وه چې دا قانون به په عدالت کې چېلنج کېږي او د ټاکنې عمل به د ځنډ لامل ګرځي.

وتلې قانون پوه او سپريم کورټ بار اېسو سي اېشن صدر لطيف افريدى ډيوه ته وايي د بشري حقونو د قامي کمېشن د مشر لپاره تر څو چې په قانون کې د عمر حد مقرر نه شي نو دهغې د عمر حد نشته چې که د هر څو کالو وي او دا هڅې بهانې دي.

پاکستان د بشري حقونو او تشدد په ضد يو شمېر نړیوالې لوظنامې لاسلیک کړې دي او د بشري حقونو دا قامي کمېشن ددغه لوظنامو د سرغړونو څارنه هم کوي.

تړلي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG