لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف: د وزیراعظم عمران خان په حکومت کې په مطبوعاتو د پوځ اثر زیات شوی


د خبریالانو نړیوال تنظیمونه پاکستان د صحافیانو او مطبوعاتو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شماري
د خبریالانو نړیوال تنظیمونه پاکستان د صحافیانو او مطبوعاتو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شماري

د می د میاشت دریمه نېټه "ورلډ پرېس فریډم ډی" یا د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځ په توګه لمانځل کېږي او د دې ورځ په مناسبت د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چودهري وویل حکومت "ازاد او ذمه وار" صحافت ته وده ورکول غواړي.

د خبریالانو نړیوال تنظیمونه پاکستان د صحافیانو او مطبوعاتو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شماري.

رپورټرز وداوټ بارډز، اراېس اېف، د خبریالانو د تحفظ دپاره په نړیواله کچه کار کوي وايي د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.

د عمران خان دریځ

خپله عمران خان دا دریځ څرګند کړی چي په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري او پوځ په مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ پاکستان د ار اېس اېف د ۱۸۰ ملکونو په فهرست په ۱۴۵ مه درجه ولاړ دی.

اراېس اېف وايي په ۲۰۲۰ کې څلور خبریالان په پاکستان کې د خپلې دندې په لړ کې وژل شوي او د صحافیانو دپاره په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کار کول په خصوصي توګهځکه هم ګران دي چې خبریالان د امنیتي ځواکونو او د مسلح باغي ډلو ترمنځ اېسارېږي.

ملګري ملتونه وايی د ورلډ پرېس فریډم ډی مقصد دا هم دی چې په نړیواله کچه حکومتونو ته دا یادونه وکړي شي چې د مطبوعاتو د ازادۍ احترام دې وکړي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او ثقافت اداره یونېسکو وویل د مطبوعاتو د ادازۍ ورځ د هغو خبریالانو په یاد کې هم لمانځل کېږي چې د خبر په تکل کې یې ژوندونه تللي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او مواصلاتو وزیر فواد چودهدري په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ هغو خبریالانو ته پېرزونې وړاندې کوي چې د خپل فرض ادا کولو په لړ کې یې ژوندونه ورکړي دي.

"سایبرهرېسمنټ"

ار اېس اېف په پاکستاني مطبوعاتو نه یوازې د قدغنونو او سېنسرشپ ذکر کړی دی بلکې اداره وايي اوس د "سایبر هرېېسمنټ" یا د انټرنېټ او د سوشل میډیا د لارې د ناقدینو د ویرولو یو نوی رجحان شروع شوی چې پکې مېرمنې خبریالانې په خصوصي توګه حکومت پلوه او پوځ پلوه عناصرو په هدف کړي دي.

د ټولنیز رسنیو په ریاستي ادارو تنقید له وجې چې د تشدد خبر وړمبي ځل کال ۲-۱۷ هغه وخت مخې ته راغلې وو کله چې پآکستان نه پنځه بلاګرز، سلمان حیدر، وقاص ګورایا، احمد نصیر،عاصم سعید اؤ ثمر عباس بې درکه کړې شوې وو.

دې پنځو واړو بلاګرانو به د ریاستي ادرو په تګ لارو په خصوصي توګه په بلوچصتان صوبه کې په پوځي عملیاتو د تنقید سره د بې درکه تنانو په مسله هم په تولنیز رسنیو خبرې کولې.

وقاص ګورایا، سلمان حېدر او عاصم سعید
وقاص ګورایا، سلمان حېدر او عاصم سعید

بلاګران بې درکه وو

د شلو ورځو پورې د بې درکه پاتې کیدو ورستو دا تنان رها شوې وو اؤ رپوټونو ترمخه اوس ټول د پاکستان نه باهر ژوند کوي، په دې ېو وقاص ګوارېا په پوځ د خپل اغوا تور لګولې وو او وئیلې وو چې پوځ ورباندې تشدد هم ګړې وو خو د هغه وخت د پوځ ویاند دغه تورونه رد کړې وو.

دې پېښې پس څو واري په پاکستان کښې د هغه صحافیانو اؤ د بشري حقونو فعالینو باندې د تشدد پېښې رپورټ شوې دي چه به چې د تولنیز رسنیو د لارې په ریاستي تګلارو تنقید کولو.

کال ۲۰۲۰ کښې په کراچې ښار کښې د الیکټرانکي جرمونو مخنیوي قانون ترمخه په ېو صحافي بلال فاروٍقي پرضد په دې مقدمه درج کړې شوې وه چې دوي په ټويتر داسې مواد شریک کړې وو په کوم کښې په پوځ تنقید شوې وو.

کومو صحافیانو چې په تولنیز رسنیو په ریاستي ادرو تنقید کړې دې د هغوي پرضد نه ېواځې مقدمې درج شوې دي خو ورباندې هم د ټولنیز رسنیو له ذریعې د هیواد سره د غدارې، د بغاوت اؤ حتې چې د مذهب د سپکاوي تورونه هم لګول شوې دي.

په سوشل میډیا فعال د ابصارعالم حال

په نژدې ورځو کې په اسلام آباد کې د پېمرا پخوانی مشر او پخوانی صحافي ابصار عالم په حمله کې زخمي شوی و.

د دې پیښې نه وړاندې ابصار عالم د کالعدم تحریک لبیک د تشدد نه ډکو مظاهرو په لړ کې د پوځ په کردار په ټوېټر تنقید کړی و.

ابصار عالم
ابصار عالم

اسد طور هم هغه صحافیانو کې شامل دی چې پرضد یې د الیکټرانکي جرمونو مخنیوي قانون دلاندې مقدمه جوړه شوي ده.

اسد طور وایي چې په پاکستان کې د دغه قانون جوړولو مقصد هم دا و چې هغه آزاد آوازونه خاموشه کړی شي چې د ریاست په غلطو تګلارو تنقید کوي.

هغه وویل د یو خبریال پرضد د مقدمې درج کولو مطلب نورو ته پیغام ورکول وي چې بیا دې څوک د تنقید جرات ونکړي.

د صحافتي تنظیمونو دریځ

د صحافیانو مرکزي تنظیم ستر سېکټر ناصر زیدې وايي چې پاکستان کښې د ډیر وخت نه په مطبوعاتو اؤ الیکټرانک میډیا بندیزونه روان دي خو د میډیا په آزادې آخري برید سوشل میډیا د پاره قانون سازي وه، د سخت احتجاج نه پس حکومت خو دې نه په شا شو خو یره ده چې زر به پاکستان کې د تولنیزرسنیو پحقله داسې قانون سازي وشي چې د بنیادي بشري حقونو پرضد به وي.

پاکستان حکومت دغه خبره کوي چې پاکستان کې میډیا مکمل آزاده ده خو تیرو څو کالو نه د خبریالانو د پاره خطرناک ګرځول شوې هېوادنو په نوملړ کې اوس هم پاکستان په پنځمه درجه دی.

په پاکستان کې دننه د فريډم نېټ ورک په نوم غېر دولتي اداره چې په ملک کې د مطبوعاتو څارنه کوي په خپل تازه رپورټ کې يې ویلي چې په تير کال کې په ملک کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای پلازمينه اسلام اباد وو

خو د اسلام اباد نه بهر په لرې پرتو سیمو کې هم خبریالان د عدم تحفظ خبره کوي.

د اسلام اباد نه لرې سیمو کې د خبریالانو حال

د خېبر پښتونخوا د نویو ضلعو خبریالان وايي مشکلات یې سېوا شوي دي
د خېبر پښتونخوا د نویو ضلعو خبریالان وايي مشکلات یې سېوا شوي دي

په باجوړ کې د (جیو ټي وي) خبريال حسبان الله وايي قبايلي ضلعې چې په صوبه کې ورګډې شوي د جرنلسټانو دپاره په حالاتو کې ډېر فرق نه دی راغلی بلکې وايي د دوی ستونزې نورې سېوا شوي، کمې شوي نه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل وړاندې به ورته يواځې د وسله والو لخوا نېغې دړکې ورکړی کېدې او اوس يې سياسي ګودونه هم ځوري

فاروق مسيد چې د جنوبي وزيرستان نه د (اج ټي وي) خبريال دی وايي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو فعاليتونه سېوا شوي، که څه هم دا وخت دوی ته نېغ په نېغه دړکې نه ورکوي خو که حالات په دې ډول روان وي دړکې ورکول به هم پېل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی اوس يو څه کولی شي چې په علاقه کې کورېج وکړي خو ډېر جرنلېسټان بيا ويريږي چې هلته پاتې نه شي.

ار اېس اېف وايي د تېرې یوې لسیزې راهسې په پاکستان کې د خبریالانو په ضد جرمونو کې ککړ د سزا سره نه مخامخ کیږي.




  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

تړلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG