د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب د تېر کال په اکتوبر کې په خیبر کې د سترې قومي جرګې په ملاتړ له امریکې وروسته په جرمني کې هم جرګه وشوه چې پکې د تحریک مشر منظور پښتین وویل، د خپلو خویندو لوڼو د تعلیم د حق لپاره باید ټول افغان ملت یوه ورځ وټاکي او راووځي.
د جنورۍ په درېیمه د جرمني په کولن ښار کې په یوه ورځنۍ جرګه کې د لسګونو سړیو په ګډون ښځو هم ګډون کړی وو او دوی په پښتونخوا او افغانستان کې خلکو ته پر ور پېښو ستونځو او د هغو پر حل خبرې وکړې.
پښتین جرګې ته په ټیلیفون خبرې وکړې او ویې ویل، د خیبر جرګې کمېټۍ په پرېکړو کې لومړۍ پرېکړه دا وه چې د هماغې اکتوبر میاشتې پر 21مه به د جرګې د پرېکړو په ملاتړ کې په پښتون وطن کې خلک را وځي خو وایي، "له پي ټي ایم نه علاوه نه یو ګوند را ووتلو نه یو بل څوک را و ووت".
منظور پښتین وویل د پښتنو په لروبر وطن کې لا هم "ډېرې لویې ستونځې" شته، ده د طالبانو د حکومت له نوم اخیستو په پرته وویل، چې کمزوری کابل د کوز او بر افغان ملت لپاره د کمزورۍ سبب ګرځي او وایي بیا "دښمن په دې سره خپلې منصوبې" ډېرې اسانه پر مخ وړلای شي:
"پکار دا دی ټول افغان ملت غوښتنه وکړي چې په کابل کې دې یوه داسې جرګه وکړي چې په هغه کې د ټول افغان ملت مشران موجود وي".
«لویه جرګه» د افغانستان یوه تاریخي کلتوري اداره ګڼل کېږي چې له پېړیو راهیسې وخت په وخت د ملک د لویو ستونځو د حل، تر جمهوریت مخکې د باچا د ټاکلو او د اساسي قانون یا آیین د منظورۍ لپاره جوړې شوې دي خو د طالبانو په واکمنۍ کې کومه لویه جرګه نه ده شوې.
منظور پښتین په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو د حکومت څه باندې درې کلن بندیز ته په اشارې وویل، د پي ټي ایم دا پرله پسې جرګې باید یوه ورځ وټاکي او ټول افغان ملت په ټوله نړۍ کې د خپلو خویندو د تعلیم د حق لپاره را ووځي:
"موږ په دې دور کې هم د خپلو خویندو لوڼو د علم د پوهې خبره یو ځای نه اورو، باید په دې باندې موږ ډېر واضح او کلېر شو، د دنیا قامونه په دې اروپا کې اباد دي دوی د یو چا دپاره یا د سیاسي فعالیت دپاره په دومره لوی شمېر کې را وځي ایا موږ د خپلو خویندو لوڼو د تعلیم د حق دپاره په دومره تعداد ولې نه راووتلو".
پښتین وویل، د نړۍ دېرش ملکونه تر یو کروړ کمه ابادي لري خو وایي د یوې اندازې له مخې د پښتونخوا یونیم کروړ پښتانه یواځې په نورو ملکونو کې مسافر دي، ځکه چې وایي په خپل وطن کې یې کاروبار، تجارت او تعلیم نه شته:
"په ډیورنډ کرښه باندې تګ راتګ، تجارت او دواړه غاړو ته خلک یو لوی مصیبت ته مخامخ دي، یو خوا خو د هغې خوا پښتون تجارت بند شو بل خوا د دغې خوا پښتون له لویې ګرانۍ سره مخ شو چې بیا د غربت د لاسه مسافرۍ او سوالونو ته سیخېږي".
د جرمني جرګې ته د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅ هم د ویډیو لینک په وسیله خبرې وکړې او ویې ویل پښتانه، بلوڅان او سیندیان په تېرو څه باندې اویا کلونو کې په پاکستان کې له جبر سره مخ دي خو وایي د دوی د ستونځو د حل چې کومه هیله پیدا شوې ده هغه د دغو قومونو د پرامنه مبارزې تحریکونه دي.
ماهرنګ بلوڅ د پي ټي ایم د مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ د مخکیني غړي علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، ځکه چې وایي هغه په "جعلي مقدمو" کې بندي دی:
"دا یواځې پوځ نه دی چې زموږ نسل کُشي کوي، بلکې ټولې ستنې یې زموږ په نسل کُشۍ کې لاس لري، که یې د پارلمان خبره وکړو هغه د بلوڅانو او پښتنو د نسل کُشۍ لپاره باقاعده قانون سازي کوي".
د پاکستان پوځ او حکومت له د ماهرنګ بلوڅ تازه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د پي ټي ایم او بي وای سي د مشرانو دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او دغه دواړه تحریکونه یې د ریاستي ادارو خلاف د خلکو په پارولو تورن کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر په 22مه هم د امریکې په کېلیفورنیا کې د خیبر جرګې په ملاتړ یوه ورځنۍ جرګه کړې وه. د پي ټي ایم د یورپ منتظم مالک بازي د کولن جرګې ته وویل، له جرمني وروسته د یورپ په نورو هېوادونو، د امریکې په ټېکسس، په کېنېډا او اسټرېلیا کې هم د جرګو پلان لري.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم له تېرو څو میاشتو راهیسې د بلوچستان په پښتني سیمو کې د جرګو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه یې په سیوۍ، لورالای، ږوب او پښین سیمو کې درې ورځنۍ جرګې کړې دي. د ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي تر څو چې پښتانه ګډه صوبه ونه لري دغه جرګې به د پښتنو لپاره د پارلمان کار کوي.
Forum