لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نومیالی پښتون لیکوال عمر ګل عسکر مړ شو 


په دې تصویر کې عمرګل عسکر لیدل کېږي چې په کوټه کې د خوشحال خان خټک د څلورسومې کلیزې دستورې ته وېنا کوي
په دې تصویر کې عمرګل عسکر لیدل کېږي چې په کوټه کې د خوشحال خان خټک د څلورسومې کلیزې دستورې ته وېنا کوي

نومیالی پښتون شاعر او ادیب عمر ګل عسکرد څلور اویا کلونو په عمر کې نن په کوټه ښار کې مړ شو. هغه په کال 1948 زېږېدلی و.

ښاغلي عسکر په پښتو ژبه کې اووه کتابونه لیکلي وو. په دې کتابونو کې دوه (په دایره کې کاینات) او ( د خاورین وجود احساس) د شاعرۍ وو. دوه د (د ڼېڅي یوه څېړنه) او (نړیوال تصوف) تحقیق وو د دې نه علاوه د سیمینار په نوم کتاب یې تالیف، اسلامي فقهه ژباړه او د خپلو یادونو یو کتاب یې د خاطرې او نظرونو په نوم مرتب کړی ؤ.

هغه د اردو ژبې په اخبار جنګ کې د ادبي محفل په نوم یو اوونیز کالم هم لیکلو، د ریډیو د مشهور پروګرام (ملک جان او اختر جان) لیکوال وو. د ادبي تنظیم ملګري لیکوال غړی او مشر هم ؤ. او د سوونو ادبي پروکرامونو متظم او کوربه پاتې شوی.

د ښاغلي عسکر په مړینه د پښتو ژبې لیکوانو، پوهانو او سیاسي مشرانو خواشینۍ مړي دي.

د بلوچستان صوبې اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په یو بیان کې د ښاغلي عسکر د پښتو ادب لپاره خدمات په درنو ټکو کې ستایلي دي.

عمر ګل عسکر
عمر ګل عسکر

په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د ژبو د څانګې مشر یا ډین او وتلی لیکوال نصیب الله سیماب وي او ای ډیوه ته د عسکر د ادبي خدماتو په اړه وویل "عمر ګل عسکر د سويلي پښتونخوا د ادب هغه ستورى و چا چې نه تش پښتو ته ليک کړى دى بلکې ليکوال يې هم ورکړي دي، ده د ډيرو ليکوالانو لار ښونه کړې ده، د پښتو ادب سنګر يې د يو عسکر غوندي په هره حواله پاللى ٶ."

د پښتو ژبې نومیالي افسانه نګار فاروق سرور په خپله فېس بک پاڼه لیکلي دي “عسکر صېب د پښتو ژبې زما ستر لارښود، میلمه پال، د مینې کور او لوی لیکوال ؤ.”

په پېښور اکیډمۍ کې استاد ډاکټر شیر زمان سیماب وي او ا ډیوه ته په یو لیکلي غبرګون کې وویل “ ارواښاد عمر ګل عسکر صېب د پښتو ژبې او ادب دپاره داسې نۀ هېرېدونکي درانۀ خدمات لري ـ چې د ژبې او ادب مینه وال به ورنه تل استفاده کوي.”

د مشال ریډیو د خبریال ایوب ترین تر مخه د عسکر په پسماندګانو کې د هغه مېر من، دوه لوڼه او درې زامن شامل دي.

ایوب ترین په خپل رپورټ کې لیکي چې عسکر د سږي کینسر ناروغي لرله.

عسکر د کال 1948 د اګست په میاشت کې په ژوب کې زېږېدلی و.

د عسکر مړی نن په اتم دسمبر د کوټې په کینټ هدیدره کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG