لاس رسیدونکی لینک

تحریک انصاف ګوند په اتمه فروۍ ګرد هیواد کې احتجاجونه اعلان کړي
تازه خبر

تحریک انصاف ګوند په اتمه فروۍ ګرد هیواد کې احتجاجونه اعلان کړي

دا مظاهرې په داسې حال کې اعلان شوي چې د یاد ګوند او حکومت ترمنځ خبرې بې نتیجې پاتې شوي، او د پي ټي آي باني مشر عمران خان په دې وروستیو کې د پوځ سرلښکر ته په لېږلي یو لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې پوځ اؤ استخباراتي شبکې دې په سیاست کې مداخله نه کوي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د عامو انتخاباتو د یو کال پوره کېدو په مناسبت سبا د فبرورۍ پر ۸مه "توره ورځ" نمانځي او د ټول هېواد په کچه یې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د لاهور ښار انتظامیې پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د مینارِ پاکستان میدان کې د جلسې اجازه نه ده ورکړې، چې له امله یې د ګوند مشران او پلویان غوسه دي.

دا مظاهرې په داسې حال کې اعلان شوي چې د یاد ګوند او حکومت ترمنځ خبرې بې نتیجې پاتې شوي، او د پي ټي آي باني مشر عمران خان په دې وروستیو کې د پوځ سرلښکر ته په لېږلي یو لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې پوځ اؤ استخباراتي شبکې دې په سیاست کې مداخله نه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې، چېرې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت دی، د صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د ټولنیزو رسنیو له لارې د احتجاج اعلان کړی. نوموړي ویلي:

"د فبرورۍ ۸مه موږ د تورې ورځې په توګه نمانځو، ځکه چې تېر کال همدغه ورځ د عمران خان د رایو غلا کېدو ورځ وه. دا هماغسې یوه پېښه وه لکه څنګه چې په ۱۹۷۱ کال کې شوې وه، چې له امله یې پاکستان تقسیم شو. که دا لړۍ همداسې روانه وي، نو پاکستان ته به نور تاوان هم ورسېږي."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا انتخاباتو کې د شوې درغلۍ په اړه تورونه حکومت او د انتخاباتو کمېسیون رد کړي دي.

د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي"پاکستان کې د سیاسي مشرانو د نیولو او بندي کولو اوږد تاریخ شته، خو هېڅ ګوند داسې بریدونه او تورونه نه دي لګولي لکه څنګه چې پاکستان تحریک انصاف کوي"

خبریال عبدالهادي مایار وي او اې ډيوه ته وایي،د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه ته معلومه ده چې که احتجاجونه وشي، نو تر ټولو زیات ګډون به د خیبر پښتونخوا خلک پکې کوي. له همدې امله، ګوند خپل صوبايي قیادت کې بدلون راوست او د اعلا وزیر پر ځای یې جنید اکبر د صوبې نوی صدر وټاکه، ترڅو جلسو او مظاهرو ته زیاته توجه ورکړل شي.

د عمران خان او پوځ ترمنځ کړکېچ

په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف پلویان احتجاج ته چمتووالی نیسي، پخواني وزیراعظم عمران خان د پوځ سرلښکر ته یو لیک لېږلی، چې پکې یې د پوځ د تګلارو له امله د خلکو او پوځ ترمنځ د زیاتېدونکي واټن ذکر کړی.

خو پوځ ویلي چې دوی ته داسې کوم لیک نه دی رسېدلی.

خبریال عبدالله موومند ډیوه ته وایي، موجوده وخت کې د عمران خان مسلې د حکومت پځای د پوځ سره روانې دي چې یوه پکې د نهم مې پیښه هم ده اؤ عمران خان په دې پوهه دی که چرې دې بیا حکومت جوړول غواړي نو د پوځ په مرسته به یې جوړوي خو په ظاهره داسې ښکاري چې پوځ دې ګوند سره لا نه دی سلا شوی.

د پاکستان پوځ تل په سیاست کې د مداخلې تورونه رد کړي. کله چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ شوی و، هغه مهال هم حزب اختلاف تور لګاوه چې دا حکومت د پوځ په مرسته جوړ شوی. خو د هغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په ښکاره ویلي وو"پوځ پرېکړه کړې چې اوس به په سیاست کې مداخله نه کوي"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG