لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېحام خان: ٫٫د پاکستان نه لاړم، هلته څوک ريښتیا نشي ويلی٬٬


Reham khan
Reham khan

د پاکستان تحریک انصاف مشرعمران خان پخوانۍ ښځه رېحامخان چې یوه پیژندلې مدني فعاله هم ده وایي: ٫٫ له ګواښونو وروسته مې پاکستان پریښود.٬٬

رېحامخان د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره خبرو کې ویلي په پاکستان کې نامعلومه خلکو په ټیلي فون ګواښونه ورته کول او اوس ورته په پاکستان کې نور ژوند ګران شوی وو.

رېحاموایي ٫٫په پاکستان کې څوک ريښتیا خبره نشي کولې، ځکه د دغه هیواد پریښودلو ته مجبوره شوې یم٬٬. د هغې په خبره ٫٫د ګواښونو دلاسه یې ماشومې لور سکول هم پریښودی وو.٬٬

رېحامخان ته دا ګواښونه په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تیره اوونۍ رېحامخان د هندوستان یو ټي وي سره مرکه کې په عمران خان سختې نیوکې کړې وې او زیاته کړې يې وه ٫٫ هغه تن څنګه صادق او امین کیدلې شي څوک چې د خپل واده په اړه په ډاګه دروغ وايي.٬٬

په دغه مرکه کې رېحام خان وړاندې ویلي، عمران خان سره یې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کی واده کړی وو خو عمران خان دغه واده دوې میاشتې پټ ساتلې وو او وايي داسې ښکاري چې نوموړي دریم واده هم کړې دی، خو حال نه وايي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان پخوانۍ ښځې رېحامخان د خپل ژوند په اړه یې یو کتاب هم لیکلې او ډیر زر به یې چاپ کړي. د رېحام خان تر مخه ٫٫ په دغه کتاب کی يې په بیلا بیلو موضوعاتو څرګندونې کړي او ډيرو پوښتنو ته يې ځواب هم ویلی دی.٬٬

د هندوستان په ټي وي د مرکې وروسته د پاکستان یو شخصي ټیلي ويژن تر دوو ورځو پورې دغه خبر په ښکاره ټکو کې نشر کړی چې وروستو بیا په سوشل میډیا په رېحامخان سختې نیوکې پېل شوي.

داسې معلومیږي چې د عمران خان ملاتړ کوونکو د رېحامهغه تصویر په سوشل میډیا خپور کړی، چې د لوپټې رنګ یې د هند د بیرغ غوندې وو. او دا لا نه ده معلومه چې دغه تصویر اصلي دی او کنه؟ خودغه عکس په سوشل میډیا ډیر زیات خپور شوی.

یاده دې وي چې له عمران خان سره د واده وروستو په سوشل میډیاد رېحامخان داسې عکسونه او ويډیوګانې هم خپرې شوې وې، چې پکې رېحامخان ګډا کوله او غربي جامې یې اغوستې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG