لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د ضم شویو ضلعو اوسېدونکي: چې حکومت خپل لوظونه نه وي پوره کړي د ټيکسونو مخالفت به کوو


د خېبر پښتونخوا د حکومت د ماليي ادارې کېپرا ويلي چې د کال 2023 نومبر څخه د پخوانۍ فاټا او پاټا يعنۍ قبايلي سيمو او ملاکنډ ډوېژن کې د ټېکس څخه د استشنا وخت ختم شوې او په دغو سیمو کې حکومت بايد ټېکس اخېستل شروع کړي
د خېبر پښتونخوا د حکومت د ماليي ادارې کېپرا ويلي چې د کال 2023 نومبر څخه د پخوانۍ فاټا او پاټا يعنۍ قبايلي سيمو او ملاکنډ ډوېژن کې د ټېکس څخه د استشنا وخت ختم شوې او په دغو سیمو کې حکومت بايد ټېکس اخېستل شروع کړي

په خېبر پښتونخوا کې د ضم شويو قبايلي ضلعو اوسېدونکو د صوبايي حکومت د دې پريکړې مخالفت کړی چې دوی ته د ټېکس په مد کې د ورکړل شوي استثنا معياد پوره شوی او اوس دوی ټېکس ورکوي. ځايي خلک وايي چې ترڅو چې حکومت دوی سره د سیمې د ترقۍ دپاره خپل لوظونه نه وي پوره کړي ټيکس ورکولو ته نه دي تيار.

د خېبر پښتونخوا د حکومت د ماليي ادارې کېپرا ويلي چې د کال 2023 نومبر څخه د پخوانۍ فاټا او پاټا يعنۍ قبايلي سيمو او ملاکنډ ډوېژن کې د ټېکس څخه د استشنا وخت ختم شوې او په دغو سیمو کې حکومت بايد ټېکس اخېستل شروع کړي۔

د باجوړ ضلعې اوسېدونکي وايي د پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو په وخت چې حکومت د دوی سره کومې ژمنې کړي وې هغه تر اوسه نه دي پوره شوي چې له وجې يې دوی ټيکس ورکولو ته تيار نه دي.

ميا صاحب الرحمان د باجوړ د تاجران د اتحاديي نایب مشر دی، وايي حکومت وسره د مالي مرستو او د ترقیاتي کارونو لوظونه کړي وو چې د هغه په قول نه دي پوره شوي.

میا صاحب الرحمان وویل " مونږه د هر قسم ټېکس مخالف يو ځکه چې مونږه سره کومې وعدې شوې وې مونږه به قبايلي علاقو ته اين ايف سي ايوارډ ورکوو، مونږه به دې ته 10 اربه روپۍ سالانه ورکوو، 30 زره پوليس به برتي کوو او تعليمي ايمرجنسي به نافذ کوو خو مونږه سره هغه وعدې بلکل نه دي پوره شوي."

له دې وړاندې د خېبر پښتونخوا قبايلي سيمو او ملاکنډ ډويژن کې څه قسما ټېکس نه اخيستل کېدو ځکه چې د 25م ايني ترميم وروسته پخوانۍ فاټا او ملاکنډ ډويژن ته د ټېکس جمع ادا کولو نه استثنا ترلاسه وه۔

قبايلي ځوانان وايي چې د پخوانۍ فاټا ولس ته هغه سهولتونه نه دي ورکړل شوي د کومو نه چې د صوبې د نورو سيمو خلک استفاده کوي، وايي په داسې حال کې څنګه د ترهګرۍ متاثره شوی قبايلي ولس ټېکسونه جمع کړي؟

احسان الله د باجوړ د سالارزو اوسېدونکی وايي " د تعليم، صحت او نور چې کوم د ژوند ضرورتونه دي هغه که تاسو وګورۍ هغه خلکو ته ډېر ورکړل شوي دي به نسبت زمونږه، دلته اوس هم زمونږه په پوره ضعله کې يونيورسټي نشته دی زمونږه د صحت حوالې سره په ميلونو ميلونو لرې هسپتالونه دي او د هغې نه علاوه د ژوند چې نور کوم ضروريات دي هغه نشته د هغې وجې نه مونږه د بندوستي علاقو نه وروسته پاتې يو."

د باجوړ ځايي خلک وايي چې په سيمه کې اوس هم د ناامنۍ او هدفي وژنو له وجې د تاجرانو ترڅنګ د بېله بېلو طبقو خلک ژوند اغېزمن دی، دوی وايي ترکومه چې په سيمه کې امن نه وي حکومت خپلې ژمنې نه وي پوره کړي نو ټېکس نشي منلی.

څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا اپېکس کمېټۍ غونډې د اين سي پي يا نان کسټم پېډ ګاډو د مسلې وفاقي حکومت سره د راوچتولو پرېکړه کړې۔ په دغه موقع کمېټۍ ته ويلي شوي چې په تېروڅلورو مياشتو کې د 100،000 اين سي پي ګاډو پروفائلنګ شوی دی۔ د اين سي پي ګاډو ګرځولو اجازه په يوازې په قبايلي سيمو او ملاکنډ ډويژن کې ورکړل شوې ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG