د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې- خالي په ورځ د ملک د اعلی سفارتکار په توګه خپل اول رسمي سفر پیلوي او له پلان سره سم به د فرورۍ له لومړۍ تر شپږمې د پاناما، ایل سلواډور، کوسټاریکا، ګویټې مالا او ډومینیکن ریپبلک دوره کوي.
ټاکل شوې چې روبیو به د خپل سفر په مهال د پاناما له صدر هوزې راول مولینو، د سلواډور له صدر نایب بوکیل، د کوسټاریکا له صړر روډریګو شاوېز، د ګویټې مالا له صدر برنارډو اریوالو او د ډومینیکن ریپبلک له صدر لویس ابیناډر سره وویني.
د لاتینې امریکې لپاره د امریکې ځانګړی استازی موریسیو کلېور کارون وایي، دا په تېرو 100 کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکې د بهرنیو چارو کوم وزیر خپل اول بهرنی رسمي سفر لاتینې امریکې ته کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټېمي بروس د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل، له اعلی چارواکو او تجارتي مشرانو سره د سیکرټري روبیو لیدل او خبرې به د امریکې د بنیادي او ګډو ګټو په اړه سیمه ییزې همکارۍ ته وده ورکړي.
بروس وایي د دې سفر مقصد "د غیرقانوني او په لویه کچه د کډوالۍ مخه نیول، د نړیوالو مجرمانه تنظیمونو او د نشه یي توکو د قاچاقبرو د لعنت خلاف مبارزه، د چین مخنیوی او زموږ په نیمه کره کې د سوکالۍ زیاتولو لپاره د اقتصادي ملګرتیاوو ژورول" دي.
چارواکي او کارپوهان وايي دا سفر په سیمه کې د چین د زیاتېدونکي اثر د مخنیوي لپاره دی، ځکه چې امریکا د پاناما کینال شاوخوا د چین موجودګي د خپل ملک امنیت ته یو خطر ګڼي.
صدر ډانلډ ټرمپ د پاناما کینال یا نهر کنټرول بیرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او واشنګټن د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د نوي حکومت له پیل سره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
ټرمپ په ټینګار سره ویلي، چین پاناما نهر کنټرولوي، چې د ایټلانټیک او آرام سمندر سره نښلوونکې مهمه تجارتي لاره ده، خو خپله پاناما هېواد دا دعوه رد کړې او ټینګار یې کړی چې د نهر چارې په بې طرفۍ سره د ټول سمندري ټرېفیک لپاره تر سره کوي.
مارکو روبیو د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبرداری ورکړ چې که شخړه پېښه شي نو چین کولای شي د پاناما نهر ته رسایي په ممکنه توګه بنده کړي. روبیو له سیریوس ایکس ایم رېډیو سره په مرکه کې وویل:
"که د شخړې په صورت کې د چین حکومت دوی [پاناما] ته ووایي چې د پاناما نهر بند کړي، دوی به یې بندوي او په حقیقت کې زه هیڅ شک نه لرم چې دوی د دې کار لپاره څه بیړنی پلان لري. دا یو مخامخ ګواښ دی".
د پاناما صدر هوزې راول مولینو په پاناما ښار کې له مارکو روبیو سره د خپل کینال یا نهر د کنټرول په اړه هر ډول بحث رد کړ. هغه د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل:
"زه د کینال په اړه خبرې اترې نه شم کولای او په دې اړه ډېر لږ د مذاراتو عمل پیلوم. په دې باندې مهر لګېدلی دی، نهر په پاناما پورې اړه لري."
د امریکې ځانګړي استازي کلېور کارون د جمعې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د پاناما نهر په سیمه [کینا زون] کې د چینایي کمپنیو د "زیاتېدونکې غلې موجودګۍ" په اړه خبرداری ورکړ، چې وایي له بندرونو تر مواصلاتي اډاڼو پورې غزېدلی دی.
کارون دا نه یواځې د امریکې د ملي امنیت لپاره خطر وباله بلکې د پاناما او ټولې لوېدیځې نیمې کرې لپاره یې هم یوه سنګینه اندیښنه وګڼله.
ځینې څېړونکي خبرداری ورکوي چې چین د خپل اثر پراخولو لپاره په غربي نیمه کره کې اقتصادي او غیراقتصادي دواړه حربې یا کړنلارې کاروي، چې وایي له دې سره د ملي امنیت اندېښنې پیدا کېږي.
د سټرېټیجیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د امریکې د پروګرام مشر ریان برګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د یو آنلاین بحث په وخت وویل:
"تاسو به فکر کوئ چې کېدای شي چین مو په هېواد کې یواځې ډېره پانګونه کوي، خو ډېر ژر به تاسو اړ شئ یا وهڅول شئ چې [د چین] په بیلټ او روډ منصوبه باندې لاسلیک وکړئ".
چین د بیلټ او روډ یا بي آر ای لویه منصوبه په 2013م کال کې د صدر شي جینپینګ په مشرۍ پیل کړې، چې مقصد یې د مځکې او سمندر له لارو د نړۍ ډېری براعظمونه سره نښلول دي.
امریکا خبرداری ورکړی چې "بي آر ای د چین د هغه مِشن برخه ده چې د خپلو ګټو لپاره د نړیوالو قوانینو په بنیت تجارتي نظام ګډوډ او کمزوری کړي."
Forum