لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلمان تاثیر په اتم تلین یواځې په ټولنیزو رسنیو ستاېل شوی


anniversary
anniversary

د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د نن نه اته کاله وړاندې هم په دې ورځ د خپل محافظ ممتاز قادري لخوا په اسلام اباد کې په رڼا ورځ وژل شوی وو.

نن د سلمان تاثیر په اتم تلین که څه هم پاکستاني مطبوعاتو د پخوا په شان هغه نه دی یاد کړی، خو په ټولنیزو رسنیو په خاصه توګه په ټوېټر یو شمېر سیاسي مشرانو، مدني فعالینو او عامو خلکو نه یواځې سلمان تاثیر ستاېلی د هغه په اړه يې خپل خیالات هم څرګند کړي.

د پاکستان پیپلز ګوند چیرمین بلاول بهټو زرداري په ټوېټر د پنجاب پخواني ګورنر ته د عقیدت پېرزوېنې وړاندې کړي او د هغه د تلین په موقع يې لیکلی: ٫٫ یو نرتوب وي او یو د سلمان تاثیر په شان نرتوب. د پنجاب سیاست اوس د داسی خلکو په لاس کې دی چې لږه سیاسي پوه لري، نفسیاتي (اعصابي) مسلې لري او ویرېدونکي دي.٬٬ بلاول بهټو وړاندې لیکلي اته کاله وروستو مونږ نور هم په شا تللي یو.

د نوبل جاېزه ګټونکي ملاله یوسفزی پلار ضیا الدین یوسفزۍپه خپل ټوېټ کې د سلمان تاثیر زړورتیا ستاېلې او لیکي ٫٫ هغه یو مضبوط سړی وو چې د کمزورو لپاره ېې خبره کوله. سلمان تاثیر د نرتوب او زړورتیا میراث پرېښودی.٬٬

د پخواني ګورنر لور ساره تاثیر د خپل پلار اتم تلین په ورځ هغه په یو ټوېټ کې څه داسې یاد کړی ٫٫ هغه هر څه لرل، خو د هغو لپاره ولاړ وو چا چې هیڅ نه لرل. هغه د خپل فکر او پاکستان لپاره خپل ژوند د لاسه ورکړی. زه په خپل پلار او د هغه په نرتوب ویاړ کوم.٬٬

د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنټرې شیري رحمان د سلمان تاثیر په اړه په خپل ټویټ کې لیکلي: ٫٫ لکه څنګ چې به هغه ویل، د لرګي نه یم جوړ چې په اسانه وسوځم.٬٬

خبریال رضا احمد رومي د سلمان تاثیر یوه خبره ټوېټ کړی او لیکي” تاسو یو ځل ژوند کوۍ، پکار ده د خپلو اصولو سره او په زړورتیا سره ژوند وکړي. هم دا ټوله خبره ده.٬٬

سلمان تاثیر کال په ٢٠١١م د جنورۍ په څلورمه د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د خپل محافظ ممتاز قادري د لاسه په ډزو وژل شوی وو. د خپل مرګ نه وړاندی سلمان تاثیر په پاکستان کې د توهین رسالت په تور تورنې عیسوي مېرمن اسیه بي بي دفاع کوله.

ممتاز قادري دعوه کړی وه چې سلمان تاثیر ېې د توهین رسالت پرضد جوړ قانون ته د تور قانون ویلو په سر وژلی. ممتاز قادري ته وروسته بیا د پاکستان ستر عدالت د مرګ سزا اورولې وه او په کال ٢٠١٦م د فروری په ۲۹مه نېټه د پنډۍ په اډیاله جېل کې تیزندي کړی شوی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG