لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی: امریکایان په کال کې تر دولسو پورې کتابونه لولي


San Francisco, Bay Area, Book Festival
San Francisco, Bay Area, Book Festival

د پيو ريسرچ سېنټر نومې څېړنې ادارې د سروی ترمخه امريکايان په کال کې اوسطاً د لسو نه تر ۱۲ پورې کتابونه لولي خو د څېړنې یوې بلې ادارې ګېلېپ سروی موندلي چې په امریکا کې د کال ۲۰۱۶ نه تر د ۲۰۲۱ پورې د کتابونو د لوستونکو په شمېره کې کمی ليدل کېږي

کتاب لوستلو ته د امریکایانو پام ګرځولو په غرض لیکوالان او د کتابونو چاپ کوونکي د پوهنتونونو او د مختلفو تنظیمونو په مرستي د کتابونو مېلې کوي.

دغه شان یوه غونډه د کېلېفورنیا په سان فرانسسکو ښار د بي ايريا بک فيسټيول په عنوان جوړه شوي وه چې ليکوالانو پکې د خپلو لوستونکو سره ولېدل مخامخ او د هغوی د سوالونو ځوابونه یې هم ورکړل.

کيتهرين سيګرسن د یوې رسالې مديره او چاپ کوونکي ده، وايي دغه شان غونډې د ليکوالو او لوستونکو لپاره مهمي وي چېرته چې يو خوا ليکوالان او کتابونه چاپ کوونکي د خپلو کتابونو او رسالو لوستونکو سره اړيکي مضبوطوي نو بلخوا ليک لوست سره علاقه لرونکي خلکو ته هم موقع په لاس ورشي چي خپل کار د چاپ کولو لپاره مرستي تر لاسه کړي.

نوموړي زياتوي چي کرونا د وبا له امله تيرو دوو کالو کې د کتابونو چپايي زيان رسېدلی خو د خپلو لوستوونکو سره یې اړيکې د انټرنيټ له لاري برقرار ساتلي."خو خلکو سره مخامخ خبري کول او د هغي خوشالي محسوسولو کښې چي کوم خوند وي هغه د کمپيوټر له لاري ممکن نه وي."

په ټيکنالوجۍ کي د ترقۍ وروسته ځوان نسل زياتره د انټرنيټ له لاري کتابونه يعني اي بکس لوستل خوښوي خو اوس هم ډیر خلک کتاب د کاغذ په پاڼه لوستل خوښوي.

د ماشومانو لپاره د قيصو د کتاب لیکوال کرسټن ايسپينوزا وايي چي د هغه لپاره کتاب لوستلو سره سره د کتاب احساس او د کاغذ د پاڼو خوشبو ډير اهميت لري.

د کتابونو دي نړيواله ميله کي د نړي د بيلا بيلو هيوادونو او د امريکي د مختلفو رياستونو څخه په سلګونو ليکوال او په زرګونو لوستونکي د دوه ورځو لپاره ګډون کوي.

يوه کتاب لوستونکي ليسلي نيون چي د اوکلينډ ښار نه دي ميلي ته راغلي، وايي"زه فکر کوم داسي ميلي په ټولنه ډير مثبته اغيزه لري۔ دلته خلکو ته ګنړ شمير قيصي او د نورو خلکو د نقطه نظر اوريدو ښۀ موقع تر لاسه کيږي."

په دي کتابي ميله کې هر يو تن د خپلي خوښي کتابونو په لټون کي وي۔ د کتابونو يو سټال کې د سان فرانسسکو اوسيدونکي شان براکه ځان لپاره "وينټيج پيپربيک" یعني هغه پخواني کتابونه چي نور نه چاپ کيږي اخستو له راغلی و. شان براکه وايي د هغه لپاره دا ميله په دي ګټه وره ده چي دلته اکثره هغه پخواني کتابونه چي تاريخي او کلتوري اهميت لري په اسانه تر لاسه کيږي۔ هغه خپل لټون ته "د تريژر هنټ" يعني د خزاني لټون نوم ورکوي.

دا ميله د لويو تر څنګ د ماشومانو لپاره هم اهميت لري۔ دلته که يو اړخ ته د ماشومانو لپاره د کتابونو لوستلو او د کتابونو په سټالونو د مختلفو فعاليتونو ځانګړي بندوبست شوي وي بل اړخ ته يو شمير بنسټونه ماشومان ښه ليکوال جوړيدو لپاره ويړيا تربيه ورکوي.

رابن فلوريز د رايټر کوچ کنيکشن په نوم يوي اداري سره کار کوي چي د مډل او د هايي سکول ماشومانو ته د مضمون او قيصې ليکلو تربيت ورکوي، وايي "مونږ د طالبعلمانو ښه ليکوال جوړيدو کې او د هغوي تنقيدي فکر رابرسيره کولو کې مرسته کوو۔ غواړو چي يو داسي با صلاحيته نسل تيار کو چي خپل فکر او نظريه خلکو ته په وضاحت سره وړاندي کولي شي."

نوموړي زياتوي چې د کتابونو داسي مېلې نوري هم زياتول پکار دي چي خلکو ته په ټولنه کي د علم و ادب په ميدان کي روان پرمختګونو په اړه معلومات او پوهه ورکړي.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG