لاس رسیدونکی لینک

 
سعودي عرب او فلسطینیانو په غزه د امریکې د ملکیت په اړه د ټرمپ د خبرې مخالفت کړی
تازه خبر

سعودي عرب او فلسطینیانو په غزه د امریکې د ملکیت په اړه د ټرمپ د خبرې مخالفت کړی


د نهې، سه شنبې، په ماښام په وایټ هاوس کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په شریکه خبرې کانفرنس ته وېنا کې ټرمپ وویل امریکا به د غزه تړانګه واخلې او د سيمې به بیا ابادولو به کار وکړي
د نهې، سه شنبې، په ماښام په وایټ هاوس کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په شریکه خبرې کانفرنس ته وېنا کې ټرمپ وویل امریکا به د غزه تړانګه واخلې او د سيمې به بیا ابادولو به کار وکړي

سعودي عرب او فلسطینیانو د صدر ډانلډ ټرمپ د دې خبرې مخالفت کړی چې امریکا دې د غزه تړانګه خپل ملکیت کې واخلي او د ملګرو ملتونو یو لور رتبه چارواکې د ټرمپ په خبره د حېرانیتا اظهار کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ماښام په وایټ هاوس کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په شریکه خبرې کانفرنس ته وېنا کې ټرمپ وویل امریکا به د غزه تړانګه واخلې او د سيمې به بیا ابادولو به کار وکړي.

سعودي عرب د ټرمپ د بیان مخالفت وکړو او ويې ویل فلسطینیان دپاره د جدا ریاست د موضوع نه بغېر اسرایل سره سفارتي تعلقات نه شي قایمولی.

د سعودي عرب خارجه وزارت په یو بیان کې وویل سعودي عرب به د فلسطینیانو په قانوني حقونو د تجاوز مخالفت کوي که دا د اسرایل د ابادیو د پالېسۍ دلارې وي، که د فلسطینیانو په ځمکو د قبضو دلارې وي او که فلسطینیان د خپل وطن نه د بې ځایه کولو دلارې وي.

ټرمپ وویل غواړي چې په غزه کې نوي انداز ابادي وکړي. هغه وویل هرچا سره يې چې په دې اړه خبرې کړي دي دا خبره يې خوښه شوې چې امریکا دې د دغې ځمکې ملکیت واخلي، ترقي دې ورکړي او په زرګونو روزګارونه پېدا کړي. هغه وویل دا "عاليشان" ځمکه ده چې په "عالیشانه" علاقه کې پرته ده.

نېټن یاهو وویل هغه دا خبره یقیني کول غواړي چې حماس بیا د اسرایل دپاره خطر جوړ نه شي خو ټرمپ دا خبره اوچتې سطحې ته پورته کوي.

د ټرمپ د تجویز په اړه اسرایلي وزیراعظم وویل دا به تاریخ بدل کړي او په دې تصور کار کول به بغېر د څه ګټې نه وي.

ټرمپ په دې اړه تفصیلات شریک نه کړل چې هغه څه اراده لري چې په غزه به قبضه څنګه ترلاس کوي خو د امریکايي ځواکونو د لېږلو امکان يې رد نه کړو.

هغه وویل که ضروري وه نو "مونږ دا کولی شوو،" امریکا به د ځمکه دغه تګړه واخلي او ورته ترقي ورکول غواړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلېپو ګرېنډي ای اېف پي خبري ادارې سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ مرکه کې د ټرمپ د خبرو په اړه وویل دا د حېرانتیا خبره ده خو کتنه به کوي چې دا څه معنا لري.

د جرمني خارجه وزیرې اېنلینتا بېیربېک وویل د غزه تړانګه د فلسطینیانو ملکیت دی. بېیربېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د غزه ملکي ابادي باید چې و نه ويستل شي او په غزه باید چې قبضه او یا بیا اباده نه کړی شي.

د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس هم د ټرمپ تجویز رد کړو، ويې ويل د فلسطینیانو په قانوني حقونو مذاکرات نه شي کېدلی او په غزه قبضه به د نړیوال قانون سنګینه خلاف ورزي وي.

دا وړمبی ځل نه دی چې ټرمپ ویلي فلسطینیان دې د غزه څخه وویستل شي. هغه په وروستیو ورځو کې هغه ویلي مصر او اردن دې نورو فلسطینانو ته ځای ورکړي. دواړو ملکونو د ټرمپ خبره رد کړې ده.

د غزه اوسېدونکو هم د ټرمپ د تجویز مخالفت کړی دی.

ټرمپ وویل په غزه د امریکې ملکیت به په منځني ختیځ کې ثبات پېدا کړي. هغه دا فېصله په غېر سنجیده ډول نه ده شوې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف بي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG