لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې د سېڼټ کېمټي به د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس د عهدې د امیدوارې نه پوښتنې کوي
تازه خبر

د امریکې د سېڼټ کېمټي به د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس د عهدې د امیدوارې نه پوښتنې کوي


توقعو کېږي چې ګېبرډ نه به په کال ۲۰۱۷ کې شام ته د هغې د سفر او د شام د پخواني صدر بشارالاسد سره د هغې د ملاقات په اړه هم سوالونه وپوښتل ش
توقعو کېږي چې ګېبرډ نه به په کال ۲۰۱۷ کې شام ته د هغې د سفر او د شام د پخواني صدر بشارالاسد سره د هغې د ملاقات په اړه هم سوالونه وپوښتل ش

د امریکې د سېنېټ د استخباراتی چارو کمېټې به د کانګرس د پخوانۍ غړې ټولسي ګېبرډ نه پوښتنې کوي چې ټرمپ د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس د عهدې دپاره نامزد کړې ده.

توقعو کېږي چې ګېبرډ نه به په کال ۲۰۱۷ کې شام ته د هغې د سفر او د شام د پخواني صدر بشارالاسد سره د هغې د ملاقات په اړه هم سوالونه وپوښتل شي.

شام ته د تګ په وخت ګېبرډ د کانګرس غړې وه د هغه مخالفینو وېل چې د خانه جنګۍ په مهال د هغې شام ته دوره د بشارالاسد حکومت ته قانونیت ورکوي.

ګېبرډ پخوانۍ عسکره ده او په ۲۰۲۰ کې په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمنده وه. یوکرېن سره د مرستې په سر به هغې د مخکني صدر جوبایډن په تګلاره تنقید کولو او پوښتنه به يې کوله چې د کورنیو مسلو د حل کولو په ځای حکومت یوکرېن ته ولې امداد لېږي.

په کال ۲۰۲۲ کې چې روس په یوکرېن یرغل شروع کړو نو ګېبرډ وویل دا جنګ او دا مشکلات په اسانۍ ختمېدلی شول که چېرې د بایډن حکومت او نېټو د امنیت په اړه د روس جایز تشویش منلی وی.

د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس د چوکۍ دپاره د ګېبرډ نامزدګي د اعلانولو په وخت ټرمپ وویل هغه به د امریکایانو د اییني حقونو دفاع کوي او د طاقت دلارې به امن او ثبات قایموي.

که چېرې سېنېټ د هغې د تقررۍ منظوري ورکړي نو ګېبرډ به د امریکې د ۱۸ استخباراتي ادارو مشره وګمارل شي.

د ټرمپ ريپبلېکن پارټي په سېنېټ کې د ۴۷ په مقابل د ۵۳ غړو اکثریت لري.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG