لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: تر هغې په کراره نه کښېنو چې ترهګري مو په بشپړ ډول ختمه کړې نه وي


د ترهګرۍ د خونړۍ څپې سره د مخ پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې حکومت یې ترهګرۍ د ناسور ختمولو پوخ عزم لري اؤ تر څو چې یې دا ختمه کړې نه وي په کراره به نه کښیني.

د جمعې په ورځ لاهور کې د امنیت په موضوع راجوړې شوې یوې غونډې ته خپله وینا کې شهباز شریف ویلي چې د پاکستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د نوغي ویستلو اراده یې پیاوړې ده .

هغه ویلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان امنیتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي اؤ په دې جنګ کې تر اوسه د پاکستان 80 زره خلک وژل شوي اؤ اقتصاد ته یې د دریوؤ اربو ډالرو زیان اوښتی دی.

د شهباز شریف وینا وه چې کال 2018م کې موږ د ترهګرۍ ناسور په بشپړ ډول ختم کړی ؤ خو له بده مرغه دې ناسور اوس یو ځل بیا سر راپورته کړی دی "خو حکومت اؤ د پاکستان پوځونه د ترهګرۍ ختمولو په لړ کې کلکه ولوله لري"

په دې وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په هدف کولی شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوؤ د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده اؤ ددې عملیاتو لپاره حکومت 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.

‎څېړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله‌ پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه یوازې د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي.

په رپورټ کې ويل شوي تېره میاشت ګرد هیواد کې 127 وسله وال هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې پکې شوي، 71 کسان پکې وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه راز په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 ترهګریزې حملې شوې او 36 کسان پکې وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG