د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي په کندز ولایت کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د یو بېنک سره نږدې ځانمرګي حمله کوونکي د ځان پورې تړلې چاوېدونکي مواد خلاص کړل او په نتیجه کې يې پينځه کسان ووژل شوو او ځېني نور زخمیان شول.
د مقامي پولیس ترجمان جمعه دین خاکسار د ټېلې فون دلارې وي او ای ته وویل چاودنه په داسې مهال وشوه چې خلک د کابل بانک بهر د خپلو تنخاګانو اخیستلو په انتظار ولاړ وو.
خاکسار وویل په وژل شویو او زخمیانو کې طالبان او ملکي خلک شامل دي.
په کابل کې د طالبانو داخله وزارت وویل په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره په ابتدايي معلومات بنیاد لري او وروسته به نور معلومات شریکوی.
په کندز ولایت کې ګڼ شمېر سرچینو په چاودنه کې د زیاتې مرګ ژوبلې خبره کړې ده.
په سمدستي ډول چا د حملې ذمه واري نه ده منلې خو شک په داعش خراسان ډلې کېږي چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته يې د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.
په کندز کې د حملې نه مخکې د ترهګرۍ ضد د ملګرو ملتونو چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته وویل داعش خراسان ډله د سیمې او د نړۍ امنیت دپاره لوی خطر دی.
داعش خراسان طالب مشران، عالمان او په کندز او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د شیعه ټولنې خلاف حملې کړي دي.
تېره میاشت د داعش خراسان حمله کوونکو د کندز په ګاونډي ولایت تخار کې د چینايي کمپنۍ یو چارواکې ووژلو.
د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې داعش خراسان د کډوالو دپاره د طالبانو وزیر خلیل الرحمان حقاني باندې د حملې ذمه واري ومنله. حقاني د ځینو نورو ملګرو ترڅنګ په وزارت کې ووژل شو چې په داسې ډول حمله کې وژل شوی د طالبانو لوړ رتبه چارواکی و.
طالب چارواکی دا خبره ردوي چې داعش وسله وال په افغانستان کې فعالیت لري، وايي طالب ځواکونو د ډلې خلاف عملیات کړي او اوس نه په افغانستان کې او نه د هېواد نه بهر خطرا راولاړولی شي.
Forum