د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آي) مشر بېرسټر ګوهرخان د هېواد لپاره د دانشمندانه پرېکړو کولو مشوره ورکړې او ویلي یې دي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان د هېواد د ګټو لپاره مذاکرات کول غواړي.
پي ټي آی د فبرورۍ پر 8مه عامو انتخاباتو کې د شوؤ درغلیو پر ضد په صوابۍ کې جلسه اؤ د هیواد بیلابیلو برخو کې احتجاجونه کړي اؤ د عمران خان د خوشي کولو تر څنګ یې انتخاباتو کې د درغلۍ د لګول شوؤ تورونو د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د صوابۍ جلسه کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور، د ګوند پارلیماني غړي (ایم پي ایز، ایم این ایز، او سینیټران) او نور مشران شامل وو.
د صوابۍ جلسې ته د وینا پر مهال، د پي ټي آی چیرمین بېرسټر ګوهر خان وویل چې یو کال وړاندې خلک په همدې ورځ د ووټ لپاره راوتلي وو او یو کال وروسته بیا هم په هماغه جوش سره راغونډ شوي دي.
نوموړي په هېواد کې د سیاسي ثبات اړتیا یاده کړه او ویې ویل چې که د ووټونو شمېرنه سمه ترسره شي، نو جمهوریت به لا پیاوړی شي.
بېرسټر ګوهر د هېواد او ولس لپاره د حل لارې په موندلو ټینګار وکړ او د هوښیارانه پرېکړو کولو مشوره یې ورکړه.
بل لوري ته، د صوابۍ جلسې ته د وینا پر مهال د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور پر حکومت تور ولګاوه چې هڅه کوي د پي ټي آی او پوځ ترمنځ فاصله رامنځته کړي.
همداراز، پي ټي آی د فبرورۍ پر 8مه د عامو انتخاباتو د مبینه درغلیو پر ضد په ټول هېواد کې "توره ورځ" کړې ده، چې د دې لړۍ په ترڅ کې د کراچۍ په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو کې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه ترسره شول.
په همدې مناسبت، د ملتان په احتجاج کې د دفعه 144د سرغړونې له امله دخالي په ورځ د پي ټي آي درې مشران او ګڼ شمېر فعالان نیول شوي دي.
په ملتان کې د احتجاج پر مهال د تحریک انصاف ګوند یوه مشره مهربانو قریشي، د سینئر سیاستوال جاوید هاشمي زوم زاهد بهار هاشمي او یو شمېر نور فعالان پولیسو ونیول، خو د شپې ناوخته مهربانو قریشي او ټول نیول شوي کسان بېرته خوشي کړل شول.
پي ټي آي اتمه فروري د تورې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځلې چې د یاد ګوند او حکومت ترمنځ خبرې بې نتیجې ختمې شوي، او د پي ټي آي باني مشر عمران خان په دې وروستیو کې د پوځ سرلښکر ته دوه لیکونه لیږلي اؤ له هغه یې غوښتنه کړې چې پوځ اؤ استخباراتي شبکې دې په سیاست کې مداخله نه کوي.
خبریال عبدالله مومند ډیوه ته وایي، موجوده وخت کې د عمران خان مسلې د حکومت پځای د پوځ سره روانې دي چې یوه پکې د نهم مې پیښه هم ده اؤ عمران خان په دې پوهه دی که چرې دې بیا حکومت جوړول غواړي نو د پوځ په مرسته به یې جوړوي خو په ظاهره داسې ښکاري چې پوځ دې ګوند سره لا نه دی سلا شوی.
د پاکستان پوځ تل په سیاست کې د مداخلې تورونه رد کړي. کله چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ شوی و، هغه مهال هم حزب اختلاف تور لګاوه چې دا حکومت د پوځ په مرسته جوړ شوی. خو د هغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په ښکاره ویلي وو"پوځ پرېکړه کړې چې اوس به په سیاست کې مداخله نه کوي"
څېړونکې حليمه خالد وایي،عمران خان پر پوځ نیوکې کوي، خو دا هېروي چې پخوا پوځ ورسره ډېره مرسته کړې ده.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د پاکستان تحریک انصاف احتجاج او "توره ورځ" لمانځل د جمهوریت د بحالۍ لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو او د نړیوالو رسنیو پام ځان ته د ګرځولو لپاره دي.
Forum