لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سويډن چینايي خبریاله قومي سلامتیا د خطر په الزام ملک بدر کړې


په دې تصویر کې د سویډن د پارلېمنټ وداني لیدل کېږي.
په دې تصویر کې د سویډن د پارلېمنټ وداني لیدل کېږي.

سویډین یوه چینايي خبریاله د هېواد قومي سلامتیا ته د خطر په الزام ملک بدر کړې ده. دا خبر د سويډن مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړو.

د سويډن اېس وي ټي نومې نشریاتي ادارې د ۵۷ کلنې خبریالې نوم نه دی څرګندی کړی خو ويې وېل چې هغه امینتي چارواکو تېر کال د اکتوبر په میاشت کې نیولې وه او د سويډن حکومت تېره هفته د ملکه وويستله. په هغې پابندي لګول شوې چې بېرته سویډن ته نشي تللی.

چینايي خبریاله ۲۰ کاله مخکې سویډن ته تللی وه. هغې په سویډن کې د رهایش اجازت نامه لرله، واده يې د سویډن یو سړي سره کړی و او بچي يې هم دي.

اېس وي ټي وویل خبریالې په سويډن کې د چین د سفارتخانې او داسې کسانو سره رابطې وي چې تړون يې د چین
حکومت سره و.

د خبریالې وکیلې لېیوټرېم کېډریو اېس وي ټي ته وویل موکله يې نه ګڼي چې د سويډن امنیت ته هغې دلاسه څه خطر موجود و.

وکيلې وویل په دې معامله زیات څه نه شي وېلی ځکه چې ډیرې خبرې په رازدارۍ کې پټې دي او دا د قومي سلامتیا خبره هم ده.

د سویډن په ګاونډي ملک ناروی کې اېن پي کی نومې نشریاتې ادارې وویل چینايي خبریالې د ناروی، ډېنمارک، فېن لېنډ او ايس لېنډ نه هم خبرنګاري کړې ده.

د سټاک هوم او د بيجينګ تعلقات د تېرو څو کلونو راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي.

په ۲۰۲۰ کې په مشرقي چین کې یو عدالت په چين کې زېږېدلي د سويډن شهري ګوي مېن هاي ته ۱۰ کاله سزا په دې جرم ورکړه چې داسې کتابونه خرڅول چې په کې د چین په واکمن کميونېسټ پارټۍ تنقید شوی و.
چین د ګويي د ازادۍ دپاره د سویډن غوښتنې رد کړي دي.

په ۲۰۱۸ کې د سویډن یو عدالت یو تن ته چین دپاره د جاسوسۍ په الزام ۲۲ میاشتې د قېد سزا اورولې وه. د تبت اوسېدونکی دورجي ګیانستان په سويډن کې پناه اخیستې وه. هغه د تبت پلوه رېډیو دپاره کار کولو او په استخباراتي هلوځلو کې د ککړتیا الزام پې لګول شوی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG