لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T20‎‏ نړيوال کپ: پاکستان اييرلېنډ ته ماتې ورکړه او د نړيوال کپ سفر یې پای ته ورسېد


T20 Cricket WCup Ireland Pakistan
T20 Cricket WCup Ireland Pakistan

د ‏T20‎‏ نړيوال کپ ‏‎2024‎م په روانو مقابلو کې پاکستان د اييرلېنډ لوبډلې ته په درېو وکټو ماتې ورکړې او ورسره یې د نړيوال کپ سفر هم پای ته رسېدلی ‏دی.‏

پاکستان له دې وړاندې درې لوبې کړې، د کېنېډا نه یې ګټلې، د امریکا او هند یې ماتې خوړلې وې.‏

د پاکستان او اييرلېنډ ترمنځ لوبې پچه/ ټاس پاکستان ګټلی او اييرلېنډ ته یې لومړی بېټنګ ورکړی وو.‏
د اييرلېنډ لوبډلې په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎106‎‏ رنزونه جوړ کړي وو. د اييرلېنډ دوه لوبغاړي په صفر، يو په يو رنز او دوه په دوه، ‏دوه رنزونو اوټ شوي وو.‏

د پاکستان شاهین اپريدي او عماد وسيم درې، درې، محمد عامر دوه او حارث روف يو وکټ اخستی دی.‏
په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف د ‏‎19‎م اوور په اخري بال پوره کړی او په درې وکټو یې مقابله ګټلې ده.‏

پاکستاني لوبغاړو کې کپتان بابر اعظم زيات په ‏‎34‎‏ بالونو ‏‎32‎‏ رنزونه جوړ کړي، درې لوبغاړي يې محمد رضوان، صايم ايوب، او عباس اپريدي په 17، ‏‎17‎‏ ‏رنزونو اوټ شوي دي.‏

په شپږم جون پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې د امريکې نه په سُپر اوور کې ماتې خوړلې وه.‏

په نهم جون پاکستان خپله دويمه لوبه کې د هند سره مخامخ شوی او هند ورته په شپږو رنزونو ماتې ورکړې وه.‏
په ‏‎11‎م جون پاکستان په دريمه مقابله کې کېنېډا ته په اووه وکټو ماتې ورکړې وه.‏

په ګروپ اې کې شاملو لوبډلو کې هند درې لوبې کړي، درې واړه یې ګټلي، امريکې په څلورو لوبو کې په يوه کې ماتې خوړلې، کېنېډا په څلورو کې په ‏دوو کې ماتې خوړلې، او اييرلېنډ په څلورو کې درې بايللي دي.‏

بل اړخ ته په ګروپ سي کې شاملو لوبډلو کې د افغانستان لوبډلې درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي په ګروپ کې د شپږو پواينټونو سره په سر کې دی.‏

د افغانستان د ګروپ وروستۍ لوبه سبا په ‏‎18‎م جون د ويسټ انډيز سره ده او د وړاندې نه د سُپر‎ 8‎‏ پړاو ته رسېدلی دی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG