لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجکستان وايي د افغانستان نه ورغلي د جماعت انصارالله نومې ډلې درې وسله وال يې وژلي


د سږ کال د جولای د میاشت په دې تصویر کې یو تاجک عسکر لیدل کېږي چې د بهورک په سیمه کې د افغان تاجکستان سرحد څارنه کوي. تصویر د ای پي خبري ادارې دی
د سږ کال د جولای د میاشت په دې تصویر کې یو تاجک عسکر لیدل کېږي چې د بهورک په سیمه کې د افغان تاجکستان سرحد څارنه کوي. تصویر د ای پي خبري ادارې دی

تاجکستان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د افغانستان نه ورغلي د جماعت انصارالله نومې ترهګرې ډلې درې وسله وال يې وژلي دي. ای اېف پي خبري ادارې وویل په تاجکستان کې سږ کال دا دویمه پېښه ده.

ای اېف پي وویل د تاجکستان حکومتي خبري ادارې خبر ویلي چې درې واړه مبینه ترهګر د اګست د ۲۹ او ۳۰ نېټې ترمنځ شپه کې د کېرون کلي سره نژدې تاجکستان ته داخل شوي وو.

خبر د تاجکستان د جي اېن کی بي نومې امنیتي ادارې له قوله وویل وژل شویو وسله والو د سېپټمبر په نهمه نېټه د تاجکستان د قومي ورځ نه مخکې د ترهګرۍ حمله کول غوښتل.

تاجک چارواکو وویل وسله والو ته د تسلیمېدو حکم ورکړی شوی و خو چې تسلیم نه شول بیا د سېپټمبر په پنځمه نېټه ووژل شوو.

د ای اېف پي په رپورټ کې نه دي وېل شوي چې ایا د افغانستان واکمنو طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي او که نا؟

وژل شوي مبینه وسله وال تاجک شهریان وو او وېل کېږي چې د جماعت انصارالله نومې مسلح ډلې غړي وو. د تنظیم زیاتره غړي تاجک دي چې د اسلامېک مومنټ اف ازبکستان سره هم تړون لري او د افغانستان طالبانو ته نژدې ده.

د اپرېل په میاشت کې هم تاجک امنیتي ادارې ویلي وو چې د افغانستان نه ورغلي دو مبینه ترهګر يې وژلي دي. جي کی اېن بي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په اپرېل کې وژل شوی وسله وال هم د جماعت انصارالله غړي وو.

ای اېف پي وايي تاجکستان د لږې ابادۍ غریب ملک دی او په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په تاجکستان کې بې ثباتي راپورته کېدلی شي. افغانستان د تاجکستان په جنوب کې پروت دی.

ای اېف پي وايي په کال ۱۹۹۱ کې د ازادۍ راهسې تاجکستان د ګڼ شمېر اسلامي وسله والو ډلو سره مخامخ شوی دی او تاجکستان د مرکزي اېشیا د پنېځو ملکونو څخه یوازنی ملک دی چې د افغان طالبانو په اړه يې سخت دریځ اختیار کړی دی او د طالبانو د افغان مخالفینو کوربتوب هم کوي.

د رپورټ ترمخه تاجکستان د افغانستان سره په ۱۳۰۰ کلومېټره سرحد حفاظتي اقدامات سخت کړي دي او د افغانستان په ۴۰ مېلین ابادۍ کې څلورمه برخه خلک په نسل تاجک دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG