لاس رسیدونکی لینک

 
د طالبانو حکومت: له ازبکستانه امریکې ته منتقل شوي هېلیکاپټر باید بیرته افغانستان ته ورکړل شي
تازه خبر

د طالبانو حکومت: له ازبکستانه امریکې ته منتقل شوي هېلیکاپټر باید بیرته افغانستان ته ورکړل شي


د طالبانو د دفاع وزارت وایي د افغانستان د پخواني حکومت د بلېک هاک هغه هېلیکوپټر باید بیرته افغانستان ته وسپارل شي چې ویل کیږي له ازبکستانه امریکې ته منتقل شوې دي ځکه چې وایي‌ دا د افغانستان ملکیت دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، هغو رپوټونو اندېښمن کړي‌ دي چې د افغانستان د تېر حکومت د نسکورېدو په وخت له افغانستانه اوزبکستان ته تللې اووه هېلیکاپټر اوس امریکا ته منتقل شوې دي.

وزارت پر خپل ایکس په یو بیان کې ویلي، څنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي باید بیرته افغانستان ته ور منتقل کړی شي. په بیان کې ویل شوي:

"دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته داسې کول د منلو نه دي، ځکه د افغانستان خلک حق لري د خپل حق دفاع وکړي او پوښتنه وکړي او همسایه هیوادونه باید هم د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي".

په تاشقند کې د امریکې د سفارتخانې یوې سرچینې د جمعې په ورځ اې اېف پي خبري ادارې ته تصدیق کړی وو چې اووه هېلیکاپټر امریکې ته ورکړی شوي دي. په دې اړه وړومبی خبر د وي او اې ازبک څانګې خپور کړی وو.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې "له امریکا څخه هم غواړو چې بېرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالېدو په لاره کې خنډونه نه واچوي بلکې بیرته یې افغانانو ته وسپاري".


امریکايي چارواکو په رسمي توګه له اوزبکستانه امریکا ته د دغو هېلیکاپټرو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي، خو يو اعلی امريکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د دغو هېلیکاپټرو سپارل تایيد کړي او ویلي یې دي:

"هو، امريکا له ازبکستانه اووه UH-60 [بلېک هاک هېلیکاپټر] ایستلي دي"، خو په اړه یې نور تفصیل څرګند نه کړ.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په دې وروستیو کې مخکیني صدر جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د اربونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې او آلات یې هلته پریښودل.

ټرمپ وویل، "موږ خپل ټول پوځ بیا جوړ کړ او بیا هغوی [د بایډن ادارې] طالبانو ته په اربونو ډالر ورکړل. هغوی زموږ پوځي وسایل، یوه لویه برخه یې زموږ دښمن ته ورکړه".

صدر ټرمپ زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا هغوی ته زیاتې پیسې ورکړې. د ټرمپ په وینا که طالبان پیسې غواړي، باید پاتې پوځي وسایل بیرته امریکا ته ورکړي.

د 2021 کال د اګست په 15 د تېر افغان حکومت له ړنګېدو او کابل ته د طالبانو د وسلوالو له ننوتلو څو ساعته وړاندې یو شمېر افغان پیالټانو له هېواده د ځینو پخوانیو چارواکو او د خپلو خپلوانو د ایستلو لپاره د هېلیکاپټرو په ګډون شاوخوا 60 بېلابېلې پوځي الوتکې اوزبکستان او تاجکستان ته منتقل کړې وې. دغه هېلیکاپټر او الوتکې امریکا د افغانستان جمهوري حکومت ته ورکړې وې.

د منځنۍ اېشیا دغو دوو هیوادونو ته د افغانستان د پخواني پوځ ددغو منتقل شویو الوتکو او هېلیکاپټرو کره شمېر نه دی څرګند کړی، خو له دې وړاندې د امریکې د پوځ یو ویاند راب لوډویک ویلي وو چې 46 الوتکې په اوزبکستان کې او 18 په تاجکستان کې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG