لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران کې توندلاريتوب: "د تهران پاليسۍ د سيمې دپاره مسله ده"


د ایران خبري ادارې (ایرنا) دعوه کړې، د ايران پوليسو د وړوکي اختر په ورځ د ترهګرۍ پلان شنډ کړی او د نړيوالې ترهګرې ډلې داعش جنګيالي یې نيولي ‏دي.‏

د ایرنا ترمخه، پوليسو دغه عمليات د ایران په کرج ښار کې کړي او د ايران سرکاري خبري ادارې (پرېس ټي وي) هم دغه خبر ورکړی دی.‏

پرېس ټي وي د پوليس وياند جنرل سعيد المنتظرمهدي له قوله ويلي، په البروز صوبه کې پوليسو د داعش درې غړي نيولي، دوی د اختر په ورځ د ‏ځانمرګو بريدونو پلان جوړولو.‏

‏ايران د داعشيانو د نيولو دعوه په داسې وخت کې کړې چې د روانې مياشتې په سر کې د ایران د سېستان صوبې په چابهار، راسک او سرباز کې په امنیتي ‏ځواکونو حملې شوې وې.‏

په ايران کې په مطبوعاتو د بنديز له امله د دغو حملو په اړه په ازاد توګه خبرونه مخې ته نه وو راغلي خو په سرکاري بيان کې د اوښتو تاوانونو محدود ‏بيانونه خپاره شوي او ويل شوي وو د بريدونو زمه واري په ايران کې موجودې سني وسله والې ډلې (جېش العدل) منلې وې.‏

د روان کال په لومړو کې د ايران په کرمان ښار کې د پاسداران انقلاب ځواک د مشر قاسم سلېماني په ياد کې راجوړه سرکاري غونډه کې په ځانمرګو ‏بريدونو کې د ‏‎90‎‏ نه زيات کسان وژل شوي او ‏‎250‎‏ پورې نور ژوبل شوي وو.‏

ياده پېښه د ايران په وروستي تاريخ کې تر ټولو غټه پېښه وه، د دغه حملې زمه واري داعش منلې وه.‏

ايران کې د ترهګرۍ پېښې ولې؟

د نیولاينز انسټيټيوټ سينير ډايريکټر، څيړونکی او ليکوال کامران بخاري د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا حالات د نزدې نه ګوري، وايي په شام کې د ‏داعش ته د ماتې ورکولو وروسته د داعش جنګيالي د افغانستان او پاکستان سيمو ته منتقل شوي دي.‏

کامران بخاري په نړیواله کچه د ایران د کردار په اړه په وروستیو کې يو څيړنيزه مقاله ليکلې ده. د جيو پوليټيکل فيوچر دپاره ليکلې "جهادي عناصر په ‏امریکا، روس او ايران کې د کړکېچ نه ګټه اوچتوي" د سرخط لاندې ليک کې نوموړي ویلي، "دا منل پکار دي چې داعش خراسان نه يواځې د ايران او روس ‏په جغرافيايي سياست، بلکې د کورنيو سياسي حالاتو نه هم ګټه اوچتول غواړي".‏

هغه ويلي، په اوکراين کې جګړې او د هغې په نتيجه کې بنديزونه د روس رياست کمزوری کوي، بل اړخ ته په ايران کې د نوي واک د انتقال په وخت د ‏سياسي او د وړاندې نه موجود اقتصادي ګډوډي له امله هم حالات سخت خراب دي، داعش د دې نه د ګټې اوچتولو هڅه کوي.‏

ځينې څيړونکي وايي ايران ته يواځې د داعش نه خطره نه ده پېښه، نورې وسله والې ډلې هم په سيمه کې فعاله دي او ايران ته ترې مسله جوړه ده.‏

په نړيواله کچه په وسله والو فعاليتونو نظر لرونکي ياد څيړنکار او د مېلېټنټ واير شریک مشر لوکاس وېبر مني، چې ايران ته د يو شمېر وسله والو لخوا ‏سختې خطرې ورپېښې دي.‏

د نوموړي په وينا، "د داعش خراسان نه علاوه جېش العدل هم د تهران دپاره يو چېلنج جوړيږي، په څرګنده دا ډله د ايران په امنیتي او استخباراتي وسایلو ‏د اضافي فشار اچولو دپاره خپل عمليات ګړندي کوي هغه هم په داسې وخت کې چې تهران د اسرايل د کارروايانو مخه نیسي".‏

د جېمز ټاون فاونډېشن لوکاس وېبر دا هم وايي، چې د ايران فرقه ييزه پاليسيو پراختیا هم د داعش او جېش العدل په څېر خطرې هم سېوا کوي.‏

په وروستيو کې د ايران په اکثريتي سني صوبه سېستان کې بلوچستان کې جېش العدل د ساحلي ښار چابهار په ګډون په درېو مختلفو سيمو کې په ‏امنیتي ځايونو کاميابې حملې کړې او ايران ته یې د غټ تاوان اړولو دعوه کړې وه.‏

د ايران خبري ادارې (تسنيم) ویلي په دغو حملو کې ‏‎11‎‏ ايراني امنیتي عسکر وژل شوي وو.‏

په دسمبر ‏‎2023‎م کې هم جېش العدل راسک ښار په نخښه کړی وو.‏

او چابهار د بندر له امله ارزښت لري او دا وخت پرې د نړیوالو قوتونو نظر دی، په ځانګړي ډول چين او هند په چابهار کې دلچسپي لري او په دغه لړ کې د ‏دغو هيوادونو ترمنځ د لوړې کچې غونډې هم شوي دي.‏

خو ځينې نړیوال کارپوهان وايي، د ايران لخوا د منځني ختيځ په شخړو کې د پټو جګړو کردار هم د ايران دپاره مشکلات سېوا کړي دي.‏

ايا پراکسيز يا پټې جګړې د ايران دپاره ستونزې سېوا کوي؟

د پاکستان او افغانستان د جنګیالو پوره شمېره د زېنبون او فاطيمون بريګيډ په نوم په منځني ختيځ کې د ايران لخوا جنګيږي، لوکاس وېبر وايي، چې ‏دغه تنظميونه په شام او عراق کې د داعش خلاف جنګيږي.‏

وي او اې سره په خبرو کې يې ویلي، په منځني ختيځ کې د ايران فعاليتونو او لاسوهنې د داعش په څېر ډلو خفګان سېوا کړی او خپله یې دغه ډولو ته د ‏ځوابي کارروايانو جواز په لاس ورکړی دی.‏

هغه ویلي، نه يواځې په منځني ختيځ بلکې د داعش خراسان په ايران کې په دغو ډول حملو يواځې د ايران سره دښمني کوي بلکې د تهران او کابل د اړيکو ‏خرابولو سبب هم جوړيږي.‏

د ايران په سېستان کې اړی ګړی ولې سېوا کيږي؟

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره په پوله پرته د ایران سېستان بلوچستان صوبه کې اکثريت د بلوڅو سنيانو دی. دلته وروستی اړی ګړی هغه وخت پيل ‏شو چې په ستمبر ‏‎2022‎م کې د سرکاري اهلکارو په تشدد يوه جينکۍ وژل شوې وه.‏

له دغې پېښې وروسته په ايران کې اړی ګړی پيل شوی، او په دغه وخت کې د سېستان بلوچستان په مرکز زاهدان کې دا خبر مخې ته راغلی وو چې په ‏چابهار کې پوليسو يوې سني جينۍ سره زياتی کړی او د هغې وروسته په ‏‎30‎م ستمبر غټې مظاهرې شوې او د قابو کولو دپاره یې سختي هم شوې وه.‏

هيومن رايټس واچ نومې ادارې د دسمبر ‏‎2022‎م په خپل رپورټ کې ویلي وو، په دغو مظاهرو کې ‏‎12‎‏ ملکي وګړي وژل شوي او د بشري حقونو بلوڅ ډلو ‏پکې د زياتو وژنو دعوه کړې وه. په ځايي کچه یاده ورځ د (خونړۍ جمعې) په نوم ياديږي.‏

اسلام اباد کې مېشت د سياسي چارو کار پوه عدنان عامر د پاکستان او ايران په پوله دواړو خواو ته د بلوڅ په مسلو نړیوالو جريدو ته ليکل کوي. وايي په ‏سني بلوڅ سيمه کې دغه ډول زور زياتی ځوانان وسله والو فعاليتونو ته ټېل باسي.‏

د هغه په وینا، "په ايران کې مېشت بلوڅ اباديانو کې په غېر متناسبه ډول د زياتو تېزنديانو شرحه په پراخه کچه د زور زياتي د بېلګې په توګه وړاندې کول ‏کيږي. په سېستان بلوچستان کې بلوڅ نسلي لږکۍ پرله پسې د ناانصافيانو سره مخ ده، او دا پرله پسې ظلم دوی د ايران پرضد وسله والو فعاليتونو سره يو ‏ځای کوي".‏

وي او اې سره په خبرو کې نوموړي ویلي، ايران په دغو معاملو پوی دی خو ښکاري ايران یې په نتيجو پروا نه لري، دغه علت دی چې مختلفې وسله والې ‏ډلې د دې نه ګټه اوچتوي او ځوانان پکې شامليږي.‏

د ايران په راسک ښار کې د وروستيو حملو وروسته ایران په پاکستان کې حمله کړې وه، تهران ویلي وو پاکستان کې یې د جېش العدل اهداف په نخښه ‏کړي وو، پاکستان نه يواځې دغه دعوې رد کړې بلکې په ځواب کې یې په ايران کې حملې هم کړې وې.‏

د يادو پېښو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې زر په ځای شوې او اوس د دغو اړيکو سېوا کولو دپاره د اپرېل په مياشت کې د ايران صدر ابراهيم ‏رييسي د پاکستان سفر کوي، د پاکستان او ايران د ګېس پايپ لاين په منصوبه به هم خبرې کوي.‏

خو د دې ټولو هڅو باوجود په منځني ختيځ کې د ايران د پاليسيو له امله د ايران دپاره مشکلات سېوا کيږي. پوهان وايي د ايران کورنۍ او نړيوالې ‏پاليسيانې خپلې د ايران دپاره د مسلو سبب جوړيږي.‏

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو ژباړل شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG