لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماینونو د پوهې نړیواله ورځ: د پښتونخوا قبایلي سیمو کې د مځکنیو ماینونو خطر لا نه دی ختم


نن د اپرېل څلورمه په نړۍ کې د ماينونو په اړه د پوهې نړيواله ورځ لمانځې کېږي. د افغانستان تر څنګ د پاکستان د پښتونخوا په قبايلي سيمو کې په وروستیو کلونو کې په سلګونو خلک د ښخ شويو ماينونو او نورو چاودېدونکو بارودي موادو د لاسه اغېزمن شوي او خلکو ته یې مالي او ځاني زيانونه رسولي دي.

د باجوړ ضلعې 32 کلن عیسی خان شاوخوا 25 کاله وړاندې سکول ته د تللو په وخت د ښخ شوي بم دلاسه يوه پښه بایللې وه. دی وايي د دغې پېښې وروسته يې ژوند سخت او له ستونزو ډک دی:

"فرق خو دا دی چې ما سره کوم کسان په کلاس کې وو په هغوی کې څوک استاذان دي، څوک ډاکټران دي، مانه تعليم هم دغه شان پاتې شو، سکول او کالج لرې وو، په باران کې مونږه خپل ژوند نشو کولی، کاروبار او روزګار نه شو کولی".

په پخوانۍ قبايلي سيمه کې د ترهګرۍ او پوځي عملياتو وروسته په سلګونو شمېره کې ځايي خلک د ښخ شويو او نورو بارودي موادو د چاودېدو د لاسه د معذورۍ ښکار شوي دي.

په 2021 کال کې پېښور هايکورټ ته ويل شوي وو چې يواځې په جنوبي وزيرستان کې په تېرو څو کلونو کې د ښخ شويو بمونو د لاسه 178 نه زياتې چاودنې شوي دي چې په نتيجه کې ترې شاوخوا 800 کسان مړه او 327 پورې په جسماني توګه معذوره شوي دي.

د خېبر باړې سيمې اسد خان هم له هغو ځوانانو څخه يو دی چې د مارټر ګولۍ د چاودېدو له امله يې 13 کاله وړاندې دواړه پښې بايللې دي، هغه د نهم ټولګي زده کوونکی دی او وايي ډېر په مشکله يې خپل تعليم جاري ساتلی دی:

"دلته باړه کې حالات خراب وو جنګونه به وو او په دغې کې زمونږه په کلي مارټر ګولۍ غورځېدلې وې نو هغه چې وچاودل شوې دواړه پښې یې را غوڅې کړې، هغې نه پس هم علاج وشو خو کار يې و نه کړو ځکه چې يو ځل غوڅې شي بيا کار نه کوي، اول زه جوړ نه وم د هغې له وجې مې دوه درې کاله ضايع شوي خو بيا مې داخله واخېسته او سکول ته ځم خو چې کله باران وي نو بيا مې چوټي وي".

د قبايلي سيمو لپاره د ریډ کریسنټ یا سرې مياشتې دفتر چارواکي وايي د ای سي آر سي په مرسته په باجوړ، مومند، خېبر او کورمه ضلع کې متاثره شويو کسانو ته مالي مرستې او عام ولس ته د چاودېدونکو توکو نه د ځانونو خوندي کولو پوهه ورکول کېږي.

د قبايلي سيمو لپاره د سرې مياشتې دفتر چارواکی محمد رياض وایي، "کومې غلې يا ښخ شوې ګولۍ چې نه وي چاودل شوي د هغې نه ولس خبرول دي، په دې کې مونږه ټولنو ته ځو او ولس خبروو، په دې کې دا شامل دي چې دې شيانو ته ورنيزدې کېدل نه دي پکار، کور ته نه دي وړل پکار او د دې نه زمونږ ماشومان او زنانه لرې ساتل دي".

د بارودي موادو نه متاثره شوي تنان وايي په قبايلي علاقو کې اوس هم ښخ شوي بمونه شته. دوی وايي د خلکو د خوندېتوب په خاطر بايد يادې سيمې ترې صفا کړل شي او کوم خلک چې متاثره شوي دي هغوی سره مرستې وکړل شي.

د ښخ شوي ماين چاودنې متاثره کړی تن عیسی خان وایي، "چې کوم تعليم يافته تنان دي هغوی ته نوکرۍ ورکړي او چې کوم مصنوعي اعضا دي دا مونږه د پاره ويړيا شي، د پاکستان چې کومې علاقې دي چې چرته ماينونه دي هغه علاقې دې صفا کړې شي چې زمونږه په شان نور ځوانان، ماشومان او خوائندې مغزوزره نه شي".

د عام ولس ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم په غوښتنو کې هم يوه مهمه غوښتنه دا هم ده چې قبايلي سيمې دې په سمدستي ډول د ښخ شويو ماينونو څخه پاکې کړل شي.

په وروستيو کې حکومتي او پوځي چارواکو ويلي وو چې په ځانګري ډول د خېبرپښتونخوا په وزيرستان کې د ماينونو پاکولو باندې کار روان دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG