لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو په پېښه د ایپکس کمېټې غونډه نن په پېښور کې کیږي


ټاکل شوې ده د بنو په پېښه د خېبر پښتونخوا د حکومت له لوري د رابلل شوې ایپکس کمیټې غونډه نن (زیارت ـ پنجشنبه) په پېښور کې کیږي چې پکې به د حکومتي اؤ امنیتي چارواکو تر څنګ د بنو نه پینځه کسیزه ډله هم برخه اخلي.

د ډان نیوز له مخې د وزیراعلا په امر رابلل شوې د ایپکس کمیټې دې غونډې ته به شپاړس بیلابیلې غوښتنې مخې ته اېښودل کیږي.

په غونډه کې به د بنو څخه صوبایي وزیر پښتون یار خان، د عوامي نیشنل ګوند باز محمد خان، د جماعت اسلامي پروفیسر محمد ابراهیم، د صوبایي اسمبلۍ غړی ملک عدنان وزیر، اؤ د بنو چیمبر اف کامرس نایب صدر ناصر بنګښ هم ګډون کوي.

ډان وايي د بنو دا پینځه کسیزه ډله به ایپکس کمیټې ته ۱۶ غوښتنې وړاندې کوي چې هغې کې عزمِ استحکام عملیاتو سره مخالفت، د ښو اؤ بدو طالبانو د مرکزونو ختمول، د شپې په وخت پولیسو ته د ګزمو اجازت ورکول، د پوځ پر ځای په سیمه کې سي ټي ډي ته د کارروایو کولو اختیار ورکول شامل دي.

صوبایي حکومت دا غونډه وروسته له هغې رابللې چې په نولسم جولایي بنو کې د امن لاریون په برخه والو ډزو کې یو تن وژل شوی اؤ ۲۳ نور ژوبل کړی شوي وو.

پي ټي ایم اؤ مدني فعالانو ددې ډزو پړه په پوځ ور اړولې خو د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف بیا ویلي چې ډزې په امن لاریون کې شاملو وسله والو کړې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ددغه پېښې د پلټنو لپاره د وړاندې نه د کمیشن جوړولو اعلان هم کړی دی.

ددغه پېښې په ضد اؤ په بنو ښار کې امن دپاره احتجاجي پرلت روان دی اؤ د پرلت مشرانو اعلان کړی چې استازي به یې د ایپکس کمیټې غونډه کې برخه اخلي خو د هغې تر څنګ به د تیرو شپږو ورځو راهسې روان خپل احتجاجي پرلت هم دوامداره ساتي .

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر پښتون يار خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي، د ده په ګډون د پرلت د کمېټۍ پينځه غړي د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې ګډون کوي.

هغه ویلي "د وزيراعلا په خصوصي دعوت د اېپکس کمېټۍ غونډې ته بلل شوي، په غونډه کې به د بنو پرلت په 16 غوښتنو خبرې کيږي".

هغه زياته کړه، "وزيراعلا د وړاندې نه د پرلت غوښتنې منلي او هغه پرې د اېپکس کمېټۍ غونډه رابللې او د جمعې په ورځ به بيا وزيراعلا په خپله پرلت ته راځي."

پښتون يار خان دا هم وويل، د بنو د پرلت په غوښتنو، او هلته د امنیت دپاره پورته کړل شوي ګامونه به د صوبې په نورو برخو کې هم عملي کولی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG