لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي ټاکنو نتیجې شېبه په شېبه: ټرمپ 246 او هېریس 210 رایې ګټلې دي


د امریکې په ډېرو ایالتونو کې صدارتي ټاکنې ختمې شوې او په ځینو کې لا هم د رایو ورکولو مرکزونه پرانیستي او نتیجې مخې راروانې دي.

د رپوټونو له مخې تر اوسه د راغلیو نتیجو له مخې ریپبلکن نوماند ډانلډ ټرمپ په 25 ایالتونو کې بریالی شوی او 246 ووټونه یې ګټلي دي او ډیموکرېټ نومانده کامله هېریس په 17 ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي کې کامیابه شوې ده او210 رایې یې ګټلې دي.

ټرمپ تر اوسه د انډیانا، کېنټکي، فورېډا، میسیسپي، اوکلاهوما، ټینیسي، ساوت کېرولاینا، الاباما، ویسټ ویرجینیا، ارکنساس، اوهایو، ټیکسس، لوزیانا، ساوت ډیکوټا، نارت ډیکوټا، نبراسکا، وایومینګ، میزوري، ایووا، مانټینا، یوټا، کېنسس، ایډاهو، نارت کېرولاينا او جارجيا ایالتونو کې ټولې الیکټرل رایې ګټلې دي.

ډیموکرېټ نوماندې کاملا هېریس تر اوسه په ویرمانټ روډ ایلېنډ، مېسچوسټس، کنیکټیکټ، نیوجرسي، ډلاوېر، ایلینوی، مېریلېنډ، نیویارک، کولراډو، مېن، کېلیفورنیا، واشنګټن ایالت او ډسټرکټ آف کولمبیا، اورېګن، نيو مېکسيکو، ورجينيا او هوايي کې رایې ګټلې دي.

ټرمپ چې په کومو ایالتونو کې څومره الیکټرل ووټونه ګټلي په هغوی کې د انډیانا 11، کېنټکي 8، فورېډا 30، میسیسپي 6، اوکلاهوما 7، ټینیسي 11، ساوت کېرولاینا 9، الاباما 9، ویسټ ویرجینیا 4، ارکنساس 6، اوهایو 17، ټیکسس 40، لوزیانا 8، ساوت ډیکوټا 3، نارت ډیکوټا 3، نبراسکا 3، وایومینګ 3 او میزوري 10، ایووا 6، کېنسس 6، نارت کېرولاينا 16، جارجيا کې 16، مانټینا 4 او یوټا 6 او ایډاهو کې 6 ووټونه شامل دي.

کاملا هېریس چې تر اوسه په کومو ایالتونو کې الیکټرل ووټونه ګټلي دي په هغوی کې اورېګن 8، د ویرمانټ 3، روډ ایلېنډ 4، مېسچوسټس 11، کنیکټیکټ 7، نیوجرسي 14، ډلاوېر 3، ایلینوی 19، مېریلېنډ 10، نیویارک 28، کولراډو 10، مېن یو، کېلیفورنیا 54، واشنګټن 12، د سر ښار واشنګټن ډي سي درې، نيو مېکسيکو 5، ورجينيا 13 او هوايي 5 ووټونه شامل دي.

د امریکې صدر د خلکو په عامو رایو نه بلکې د انتخابي یا الیکټرل کالج له لارې ټاکل کیږي، په هر ایالت کې د الیکټرل رایو شمېر د ابادۍ په بنیاد دی، ځکه نو لوی ایالتونه د ټولې امریکې د ووټونو د نتیجو په اړه پرېکړه کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري.

د صدارتي ټاکنو د ګټلو لپاره هر امیدوار د انتخابي یا الیکټرل کالج له ټولو 538 رایو څخه 270 رایو ته اړتیا لري.

نور حال شېبه په شېبه...

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


په پېښور یونېورسټۍ کې مرکه نومې پلېټ فارم پرانیستل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 3:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG