لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا شیراني د اسرایلو د تسلیمولو بیان په خپله خوښه که د اسلام اباد په وېنا ورکړی؟


د پاکستان د مرکزي لیکې د یو منل شوي مذهبي او سیاسي مشر مولانا محمد خان شیراني دا بیان چې پاکستان له د اسرایلو سره تعلقات جوړول پکار دي، څیړونکي نه خو لاشعوري ګڼي او نه د چا سره د سیاسي رقابت نتیحه. څیړونکي وايي:

"دا بیان د پلان برخه ده"

وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط د انګرېزۍ ژبې د اخبار دي نیوز یو لیکوال وویل ښکاري مولانا به دا بیان د اسلام اباد په وینا ورکړی وي, د هغه په آند:

“شاید پاکستاني مشران د اولس غبرګون ازمایل غواړي”

څیړونکي ګمان کوي دمولانا شیراني دا بیان د یروشلم او اسلام اباد تر منځه د سفارتي اړیکو په اړه روانې ګنګوسې په یقین بدلوي.

که څه هم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د دسمبر په اتلسمه نیټه یو ځل بیا وویل پاکستان د اسرایل په حقله په خپل دې دربځ ولاړ دی چې ددې مسلې حل دوه ریاستي فارمولا ده خو په پاکستان کې د تیرو څو میاشتو راهسې دا ګنګوسې روانې دي د عرب هیوادونو د اسرایلو سره د سفارتي اړیکو جوړولو ورستو پاکستان هم په دې حقله خپله تګ لاره بدلول غواړي.

وي او ډیوه د مولانا شیراني په بیان د پاکستان د درې وتلو څیړونکو سره رابطه وکړه، درې واړه څیړونکي په دې شرط خبرو ته تیار شو چې د هغويي نومونه دې پټ وساتل شي. د هغويي په خیال په دې حقله اولسي سوچ د مذهبي جذباتو نه ډک دی او هغويي د خطر سره مخ کیدلی شي.

په تاریخ کې وړمبی ځل دی چې د پاکستان د لوړې کچې کوم مذهبي مشر نه یواځې دا وايي داسرایل منل یو نړیوال سیاسي ضرورت دی بلکې د اسلام د مقدسه کتاب قران د یو ایت په رڼا کې یې روا هم ګڼي.

څو ورځې د مخه په یو پرېس کانفرنس کې مولانا شیراني وویل:

“دا اسرایل تسلیمول یوه بین الاقوامي مسله ده. زه ددغې په حق کې یم چې اسرایل تسلیم شي"

هغه ددې دعوې د پاره د قران د سوره مایده د هغه ایت حواله هم ورکړه چې وايي:

"ای زما د قام خلکو! دې مقدسه زمکې ته ورداخل شئ چې الله ستاسو په نوم لیکلې ده، او په شا کېږۍ مه، چې بیا زیان او نه مومئ"

وي او ډیوه هڅه وکړه چې د مولانا شیراني سره د هغه ددې بیان د نور وضاحت په هکله یوه مرکه وکړي خو د هغه دوه مرستیالانو شهزاد او سمیع الله وویل مولانا په کلي کې دی او هلته رابطه نه کیږي.

د مولانا یو مرستیال شهزاد ډیوه ته په واټس اپ دا پیغام هم ورکړو چې که دويي ته سوالونه ورکړی شي نو د مولانا لیکل شوي ځوابونه به راولېږي. ډیوه شهزاد ته د مرکې د دوه ممکنه سوالونو خلاصه وویله خو هغه بیا ځواب ور نه کړو.

مولانا شیراني د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او حکومت ته په مذهبي چارو کې د سلا ورکولو سترې ادارې اسلامي نظریاتي کونسل مشر هم پاتې شوی دی.

د یو شخصي ټیلي وژن د اوونیز خپرونې کوربه او کالم لیکونکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل په پاکستان کې حکومتي مشرانو مذهب تل د خپلو ګټو لپاره کارولی دی.

په کال 2001 کې چې کله امریکا په افغانستان د حملې اعلان وکړو نو زیاترو مذهبي مشرانو ددې سخت مخالفت او په افغانستان کې د امریکه په ضد د جهاد دعوې کولې.

په دې حقله د پاکستان د عالمانو اتحاد جوړ شوی ؤ، ددې اتحاد یوې احتجاجي جلسې ته د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو چې د امریکه سمندري بیړۍ به د عربو په سمندر کې غرقوي.

خو په 2002 کې د هغه وخت د پوځي امر جنرل مشرف د واکمنۍ په موده کې هم د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د مذهبي ګوندونو اتحاد, متحده مجلس عمل جوړ شو چې د مولانا د ګوند جمعیت علما اسلام په ګډون پکې د هیواد د سر پینځه مذهبي ګوندونه شامل وو. دويي په انتخاباتو کې په ټول پاکستان کې ګڼ شمیر څوکۍ وګټلې او په خیبر پښتونخوا صوبه کې یې حکومت جوړ کړو.

هم دغه وخت دامریکا په مشرۍ کې د ناټو ځواکونه افغانستان ته د طالبانو او القاعده په ضد د جګړې لپاره لېږل شوي وو . ددې ځواکونو د رسد لارې د پاکستان تورخم او چمن وې.

ددې دواړو لارو به وسله او خوراکي توکي او نور شیان افغانستان ته ناټو ځواکونو له لېږل کیدل کوم چې به هغويي د القاعده او طالب وسله والو په ضد په جګړه کې کارول خو د عربو په سمندر کې د امریکه د سمندري بیړۍ غرقولو دعوا کونکو په حکومت کې به د ناټو قافلې تل محفوظه تیریدلې.

څیړونکي وايي د اسرایلو سره د پاکستان د تعلقاتو موضوع اولس ته تل د مذهبي جذباتو په اینه کې ځلول شوې ده. او که پاکستان وغواړي نو د اسرایلو د منلو په لړ کې هم د مذهبي مشرانو نه کار اخستی شي.

څیړونکي ګمان کوي که چري حکومت دا فیصله وکړي چې د اسرایل سره تعلقات جوړول پکار دي نو د اولس فکر به هم د مذهبي مشرانو په زریعه بدلول کېږي.

او څنګ چې دويي د حکومت تر لاسه کولو ورستو د امریکا مخالفت بند کړی ؤ، هم داسې به د اسرایل سره د سفارتي اړیکو جوړولو مخالفت بند کړي.

دپاکستان په رنګه اولسي مخالفت په سعودي کې هم شته دی, څیړونکي فکر کوي هلته هم مذهبي مشران کولی شي د اولس رای بدل کړي.

اېسوسي اېټېډپرېس وايي په اګست کې چې کله متحده عرب اماراتو اسرایل سره د تعلقاتو اعلان وکړو نو په سعودي عرب کې په ټوېټر د دغه ګام مخالفت کېدلو.

که څه هم سعودي عرب دا خبره کړې ده چې ترڅو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ امن نه وي شوی اسرایل به نه تسلیموي خو د روان کال د سپټمبر په میاشت کې اېسوسي اېټېډپرېس یو خبر ورکړی ؤ د سعودي عرب حکومتي مطبوعات او ځینې عالمان داسې اشارې ورکوي چې د اسرایل په اړه د سعودي عرب په دریځ کې بدلون شروع شوی دی.

ای پي هم په خپل دغه رپورټ کې وړاندې لیکلي وو چې د سپټمبر په 23 مه سعودي عرب عالمانو ته وېلي وو چې په خپلو خطبو کې دې د امن او یوالي په ساتلو کې د حاکم د حکم د منلو په اهمیت خبرې وکړي.

رپورټ وايي دغه میاشت د خانه کعبې امام شیخ عبدالرحمان السدېس په خپله خطبه کې په نړیوالو چارو کې د مکالمې په اهمیت او غیرو مسلمانانو سره د رحمدیلۍ په اهمیت خبرې وکړې.

ای پي وايي د السدېس په تقریر په سوشل میډیا تاوده بحثونه راوپارېدل او د ډېرو خلکو دا خیال و چې اسرایل سره د سعودي عرب د تعلق دپاره لاره هوارول کېږي.

د اسرایلو سره د اسلامي هیوادونو د تعلقاتو د پروسې په شا امریکا د ابراهام منصوبې لاندې کار کوي.

د سپټمبر د پيځلسمې نیټې نه تر د دسمبر د لسمې په لنډه موده کې متحده عرب امارت، بحرین، سوډان او مراکش اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو معاهدې کړي دي.

د امریکا په دې منصوبه کې به پاکستان هم شامل شي؟ د څیړونکو په ګمان ددې امکان ډېر دی. د دي نیوز اخبار خبریال وي او ډیوه ته وویل تیر کال په واشنګټن کې وزیراعظم عمران خان خپل یو سلاکار زلفي بخاري د صدر ټرمپ د منځني ختیز لپاره ځانګړي استازي جیرډ کوشنر سره معارفي کړی ؤ.

د هغه په خیال سرچینو ورته ویلي زلفي بخاري د هغې ورستو د کوشنر سره څو ځله خبرې شوي دي. امریکايي مصبوعات وايي په منځني ختیز کې د سفارتي بدلون په راوستو کې د جیرډ کوشنر کردار مرکزي دی.

تیره میاشت د اسرایل مطبوعاتو داسې خبرونه چاپ کړي وو چې ګنې د وزیراعظم ېو سلاکار د نومبر په میاشت کې د برتانیې په په خپل پاسپورټ د اسرایل سفر کړی چې یو مقصد یې د عرب هېوادنو سره د پاکستان په موجوده کړکېچنو تعلقاتو کې بهتري راوستل وو اؤ بل د اسرایل استخباراتي ادارې موساد ته د پاکستان د پوځ مشر یو پېغام رسول وو.

پاکستان دغه خبرونه دروغ بللي. د وزیراعظم سلاکار زلفی بخاري په یو بیان کې وویل چې د هند اؤ اسرایل په لمسه میډېا اؤ پاکستان کې اپوزیشن د دويي خلاف منفي پروپېګینډا کړې ده.

څیړونکي دا هم فکر کوي که چري سعودي عربستان د اسرایلو سره سفارتي اړیکي ټینګوي نو پاکستان کې به بیا د مولانا شیراني په رنګه اوازونه نور هم اوچتیږي.

دڅیړونکو په اند عرب هیوادونه د پاکستان زیاترو مذهبي ګوندونو ته چندې ورکوي هم دا علت دی چې د مولانا شیراني په دې بیان نه خو کوم سیاست دان او نه کوم مذهبي مشر بیان ورکړی او نه ورباندې د پاکستان اخبارونو او چینلو بحثونه کړي دي.

څیړونکي د اسرایل په هکله د پاکستان په دریځ کې د بدلیدونکي پړاؤ یوه حواله دا هم ورکوي چې د تیرې څه مودې راهسې د پاکستان په سرکاري ریډیو او ټي وي چینل د فلسطین په هکله خبرونه نه لیدل کیږي.

د پاکستان سرکاري نشریاتو پخوا تل په خپلو خبرونو کې د فلسطین په هکله داسې خبرونه شاملول چې ګنې هلته په مظلومو مسلمانانو اسرایلي پوځیان ډېر ظلمونه کوي.

په اسلام اباد کې مېشت د نړیوالو رسنیو سره کار کونکي یو خبریال ډیوه ته وویل د هیواد سرکاري ادارو نه د فلسطین په هکله خبرونه بلکل غېب شوي دي.

یو څیړونکي ډیوه ته وویل چې د پاکستان د ډېرو مسلمانانو ارمان دی په یروشلم کې د خپلې وړومبۍ قبلې بیت المقدس زیارت ته لاړ شي، خو د پاکستان په پا سپورټ لیکل شوي دي:

“یہ پاسپورٹ سواۓ اسرائیل کے دنیا کے تمام ممالک کےلۓ کارآمد ہے”

ایا په داسې کې د پاکستاني مسلمانانو د بیت المقدس د زیارت ارمان او د مولانا محمد خان شیراني د اسرایلو د تسلیمولو ارزو به رښتیا شي؟ هم دغه څیړونکی وايي دا کار به د سړې سینې زغم غواړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG