لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور کې سوداګر وايي افغانستان ته د تخمونو په برامداتو بندیز به د سبزو په پېداوار منفي تاثیر وکړي
تازه خبر

پېښور کې سوداګر وايي افغانستان ته د تخمونو په برامداتو بندیز به د سبزو په پېداوار منفي تاثیر وکړي


د سبزو د تخمونو د منډۍ سوداګر وايي په راتلونکي شل پنځويشت ورځو کې د افغانستان په يوشمير ولايتونو کې د سبزو د بزغلو د کروندي سيزن شورو کيږي خو په تجارتي لارو د بنديز له امله انديښنه ده چې کرونده ګر د ستنزو سره مخ شي
د سبزو د تخمونو د منډۍ سوداګر وايي په راتلونکي شل پنځويشت ورځو کې د افغانستان په يوشمير ولايتونو کې د سبزو د بزغلو د کروندي سيزن شورو کيږي خو په تجارتي لارو د بنديز له امله انديښنه ده چې کرونده ګر د ستنزو سره مخ شي

په پېښور کې د تازه سبزيانو د تخمونو سوداګر وايي د تېر کال راهیسې ګاونډي هېواد افغانستان ته د تخمونو په لېږلو بنديز لګولی شوی دی چې له کبله يې کاروباريان د تاوان سره مخ دي۔ کاروباريان وايي پېښور د افغانستان دپاره د ټخمونو لويه منډۍ ده که دغه بنديزونه پورته نشو نو انديښنه ده چې د سيزو په پيداور اغيزي پرېباسي.

په پېښور کې ګوړې د منډۍ په څنګ کې د سبزو د تخمونو لوی مارکيټ دی.کاروباریان وايي د افغانستان د سبزو د تخم اتيا فېصده ضرورت د دې مارکيټ نه پورا کيږي۔ سوداګر وايي د وروستي يو کال راهېسي د دواړو هېوادونو لخوا په تخم استولو د بنديز لسببه ي کاروبار غورځېدلی دی.

د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو د تخمونو په تجارت د بنديز په حقله کوم دریځ نه دی څرګند کړی.

deewa
deewa

په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس چارواکي د تخمونو کاروباروان د ډيرو ستنزو سره مخ دي، وايي په دي حقله يې د خېبر پښتونخوا ګورنر او حکومتي چارواکو سره څو وارې ملاقاتونه کړي دي خو دې مسلې ته يې پام نه دی کړی.

د سبزو د تخمونو د منډۍ سوداګر وايي په راتلونکي شل پنځويشت ورځو کې د افغانستان په يوشمير ولايتونو کې د سبزو د بزغلو د کروندي سيزن شورو کيږي خو په تجارتي لارو د بنديز له امله انديښنه ده چې کرونده ګر د ستنزو سره مخ شي۔

د سرحد چېمبر اف کامرس چارواکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کال دوه زره يولسم پوري د دوه اعشاريه شپږ بيلينه امريکاېي ډالرو دوه اړخيزه تجارت و خو په وروستيو يولس کالونو کې دغه تجارت اووه سوا ميلين ډالر ته را پروتی دی.

تاجران وايي څنګه په افغانستان کې د پاکستان د سیمټو، د وسپني، د اوړو او د ځینو نورو شیانو ‎ نورو ملکونو ونيولو دغه شان ليدل شوي د تازه سبزو د تخم د پاکستان مارکيټ ته ايران او د مينځي ايشيا ملکونو لاس غزولي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG