لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجرانو د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د ټرانسپورټ د نوي تګلارې هرکلی کړی


په تورخم پوله د پاک افغان ټرانسپورټ مشر حاجې عظيم الله وي او ای ډيوه ته وويل نوي پالېسې د ستايني وړ ده
په تورخم پوله د پاک افغان ټرانسپورټ مشر حاجې عظيم الله وي او ای ډيوه ته وويل نوي پالېسې د ستايني وړ ده

تجارت او سرمایه کارۍ دپاره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مشیرعبدالرزاق داؤد ويلي د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تجارتي تګ راتګ لپاره نوي تګلاره جوړه شوي ده چې ترمخه به یې د دواړو هيوادونو سفارتخاني ټرانسپورټرانو ته په اسانه د سفر اجازت نامې ورکوي.

تاجرانو او ټرانسپورټرانو د نوي تګلارې هرکلی کړی او ويلي يي دي چې دې سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارت کې چې ټرانسپورټرانو کوم محدويتونه لرل هغه به ختم شي.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي د دواړو هيوادونو ترمېنځ تجارت په مد کې ډيرې تيکنيکي ستونزو شتون درلود چې يوه ستونزه پکې د ټرانسپورټ هم وه.

کابل کې د پاک افغان شريک چيمبر سيکرټرې جنرل نقيب الله صاپی وايي د ټرانسپورټ نظام په اړه نوي موافقه د ستاينې وړ ده او ورسره به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي ګاډو تګ راتګ اسان شي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي صاپي وويل اوس به د دواړو هيوادنو تجارتي ګاډي چې چېرته غواړي بغير د څه خنډ د يو ځای نه بل ځای ته تګ کولی شي، د دوی لپاره مخکني محدويتونه به ختم شي، د ګاډو کرای به کمې شي او په تجارتي لارو به ګڼه ګوڼه کمه شي. ‘‘دا پروسه چې شروع شې نو ټرکونه به ورسره رجسټرډ شې له دې ګټه دا ده چې د دواړو خواو ټرانسپورټ به ترقې وکې بله دا چې ده وخت ضايع به ختم شې د کراياګانو کميدل به شروع شي او دې سره نورې اسانې به هم ټرانسپورټ کې راشې۔ افغان موټري به اوکړې شې چې کراچې ته لاړې شې کراچې نه مال راپورته کړي او پاکستاني ګاډي به اوکړې شې چې حيراتان ته لاړ شې او مال را وچت کړي۔‘‘

نقيب الله صاپې وايي د ‘‘ټي اي ډي‘‘ يعنې د عارضي داخلې اسنادو په نامه نوې ټراسپورټ نظام لاندي به اوس سفارت خانې کوم سند ورکوې په هغې کې به د ګاډې، ورسره د ډرايور او کلينډر ټول معلومات راجع وي او بله دا چې تجارتي ګاډو لپاره چې د کلينډر په ساتلو کوم بنديز وو هغه هم ختم کړی شوی دی۔

عبدالرزاق داؤد د ټوېټر د لارې خپل يو پيغام کې ويلې دي د تجارتې ګاډو دپاره به نوي پاليسې د مارچ د يوېشتمې نيټې نه عملي شي.

هغه وویل چې دا يو تاريخې ګام دی چې ورسره به د پاکستان تجارتي اړيکې د افغانستان او مېنځني اسيا نه هم په وړاندې لاړ شي.

په تورخم پوله د پاک افغان ټرانسپورټ مشر حاجې عظيم الله وي او ای ډيوه ته وويل نوي پالېسې د ستايني وړ ده

هغه وویل اوس به دوی کولی شي چې د افغانستان هرې سيمې ته په اسانه تجارتي مالونه یوسي.

هغه زیاته کړه چې وړاندې یې دا ډول اجازت نه لرلو او د پرمټ یا اجازت نامې پخواني نظام کې په ټرانسپورټرانو دپاره سخت شرطونه اېښودل شوي وو۔

‘‘موږ ټول ټرانسپوټران به ورسره ډير خوشحاله شې ټراسپورټ به يو پلو روان شې د ګاډو د تشيدو او ډکيدو لانجو نه به دمه شو په بونډرو به هم به په صحيح طريقه ځو او په قانوني طريقه چې ټرانسپورټ روان شې د ملک دپاره هم فايده او ټرانسپوټرانو دپاره هم۔‘‘

د افغانستان سوداګر وايي وړاندې به د افغانستان مال وړونکې ګاډو ته به د تورخم د لارې صرف د پيښور پورې تلو اجازه وه او د خرلاچې او غلام خان د لارې به بلکل اجازه نه ورکول کېده چې پاکستان ته داخل شې خو پاکستانې ګاډي به د مينځي اسيا پوري تلل او له دې کشالې له امله د افغانستان پخواني صدر اشرف غنې امر کړی و چې د پاکستان ګاډي دې د جلال اباد، کندهار او خوست پورې محدود کړي شي خو اوس تاجران وايي د نوي پاليسې سره به د ټرانسپورټ ستونزي لمنځه لاړې شي.


  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG