لاس رسیدونکی لینک

 
د ټرمپ حکومت د یو اېس ای ايي ډي د بندولو په لړ کې د ادارې په سلګونو کارکوونکي د برطرف کولو اراده لري
تازه خبر

د ټرمپ حکومت د یو اېس ای ايي ډي د بندولو په لړ کې د ادارې په سلګونو کارکوونکي د برطرف کولو اراده لري


د فېبرورۍ د میاشت د ۵ نېټې په دې تصویر کې په واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي د تړل کېدو خلاف د مظاهرې منظر لیدل کېږي
د فېبرورۍ د میاشت د ۵ نېټې په دې تصویر کې په واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي د تړل کېدو خلاف د مظاهرې منظر لیدل کېږي

د صدر ډآنلډ ټرمپ حکومت تجویز پېش کړې چې د سمندر پورې ترقۍ دپاره د حکومتي ادارې یواېس ايي ډي د بندولو په لړ کې به په نړیواله کچه د ادارې په منصوبو کارکوونکي زیاتره عمله برطرف کړی شي او د زرګونو کارکوونکو په ځای به تر ۳۰۰ نه زیاته عمله پاتې شي.

د ټرمپ حکومت دغه تجویز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کړی. حکومت وايي اخراجات د کمولو او د پېسو د ضایع کېدلو د مخنیوي په لړ کې يواېس ايي ډي د بندولو اراده لري.

هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې د وفاقي حکومت د کارکوونکو اتحادیو یو اعلا وفاقي عدالت ته يو اېس ايي ډي د تړل کېدو خلاف خواست وکړو او دلیل يې وړاندې کړو چې ټرمپ د یوې داسې حکومتي محکمې د بندولو اختیار نه لري چې د کانګرس د قانون دلاندې جوړه کړی شوې ده.

د یو اېس ايي ډي دوو موجوده او یو پخواني چارواکي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل حکومت د محکمې د کارمندانو د برطرفۍ په باره کې خپل تجویز د ادارې باقي پاتې مامورینو سره شریک کړل. د تجویر ترمخه د یواېس ايي ډي د ۸۰۰۰ کارمندانو څخه به د ۳۰۰ نه هم کم کارکوونکي پاتې شي.

د دې نه علاوه په هغو هېوادونو کې چې یو اېس ايي ډي په کې په مختلفو منصوبو کار کوي په کې تر ۵۰۰۰ پورې کارکوونکو لري. د بهرنیو کارکوونکو څخه په نامعلومه شمېره کې او د ادارې باقې پاتې تر ۳۰۰ پورې عمله به د ژوند بچ کولو په هغو منصوبو کار کوي چې د ټرمپ حکومت يې په موجوده وخت کې جاري ساتل غواړي.

د ټرمپ حکومت د یو اېس ايي ډي سمندر پورې امریکايي عملې ته د جمعې د ورځ څخه د ستنېدو امر کړی دی.

د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو د لاطیني امریکايي هېواد السېوډور د دورې په مهال د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په تاریخه کچې یواېس ايي اډی کانګرس او وایټ هاوس ته جوابداره اداره نه ده پاتې شوې. هغه وویل پکار ده چې یواېس ايي ډ سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت نه هدایات اخلي.

په ډومېنېکن ريپبلېک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېنا کې روبیو وویل امریکا به د خپلو قومي مفاداتو سره سم بهرنی امداد دوامداره ساتي.

ټرمپ او د هغه مشیر ایلان مسک چې د ډپارټمنټ او ګومنټ اېفیشېنسي یا د حکومت فعالیت د ښه کولو د محکمې مشري کوي یواېس ای ايي ډي په هدف کړی چې له امله يې د وفاقي حکومت کارکوونکو او د ادارې پروګرامونه د کړکېچ سره مخامخ کړي دي.

په شلمه جنورۍ د صدارت سوګند پورته کولو وروسته، ټرمپ حکومت د يواېس ای ايي ډي فنډونه منجمد کړي دي، د ادارې غېرملکي منصوبې ودرېدلي دي او کارکوونکي يې په انتظامي رخصت کورونو ته لېږل شوي دي. ټرمپ او مسک یواېس ای ايي ډي د ختمولو او د ادارې ځینې پروګرامونه سټېټ ډپارټمنټ ته د سپارلو خبره کړې ده.

د ډېموکرېټېک پارټۍ د کانګرس غړو او ځینو نورو خلکو د یواېس ای ايي ډي په اړه د حکومت اقدامات غېرقانوني بللی، وايي دا د کانګرس منظوري نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG