لاس رسیدونکی لینک

 
د روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ته د ټرمپ نوماند د وېکسینونو په اړه د خپلو زړو خبرو دفاع وکړه
تازه خبر

د روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ته د ټرمپ نوماند د وېکسینونو په اړه د خپلو زړو خبرو دفاع وکړه


د امریکې د روغتیا چارو لپاره د صدر ټرمپ نومول شوی اعلی چارواکی رابرټ ایف کېنیډي جونېر د کوویډ-19 وېکسین او د روغتیا سیسټم په اړه د هغه د نظر له کبله د سېنټ په کمټۍ کې له سختو پوښتنو سره مخ شو. کېدای شي د امریکې د یوې مشهورې سیاسي کورنۍ د غړي کینیډي منظوري په سختۍ ورکړل شي.

د امریکې د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ نومول شوي رابرټ ایف کینیډي جونېر د چارشنبې- شورو په ورځ سنېټرانو ته وویل، امریکا له ډېرو روغتیایي چېلنجونو سره مخ ده چې تازه کتنې ته اړتیا لري.

کینیډي جونېر وویل، "ما اکثر وختونه په ناآراموونکو پوښتنو سره اوسنی ولاړ حالت ګډوډ کړی دی. ښه، زه به په دې باندې بخښنه ونه غواړم. موږ په دې هیواد کې لویې روغتیایي ستونځې لرو چې باید په ایماندارۍ یې حل کړو."

د چاپېریال ساتنې پخواني وکیل، د روغتیايي چارو فعال او لیکوال کېنیډي په سېنټ کې له دې کبله د ریپبلکن غړو قوي ملاتړ تر لاسه کړ، چې هغه د 1.7 ټریلین ډالرو په ارزښت سرکاري ادارې مشرۍ ته نومول شوی او دا اداره د امریکې د نیمې ابادۍ روغتیایي چارې کنټرولوي.

د سېنټ د مالي کمېټې مشر مایک کرېپو کېنیډي ته وویل، "تاسو د یو اواز په توګه د امریکایانو د اغېز لرونکي اتحاد استازیتوب کوئ چې زموږ د ملک د خلکو روغتیا او ښه والي ته زیات عزم لري."

خو کېنیډي د وېکسینونو، د زیږون د حقونو او ایډز په اړه د خپلو مخکینیو څرګندونو په اړه له مهمو اندېښنو سره مخ دی.

د سېنټ ډیموکرېټ غړي سنېټر رون وایډن وویل، "ښاغلي کینیډي کنسپایرېسي تیورۍ یا دسیسې، تېرایستونکي او غولوونکي خلک منلي دي، په ځانګړې توګه کله چې د وېکسینونو د خوندیتوب او اغېزمنتیا خبره راځي. هغه دا د خپل ژوند کار ګرځولی چې شکونه پیدا کړي او میندې پلرونه خپلو ماشومانو ته له ژوند ژغورونکو وېکسینونو ورکولو منع کړي".

کینیډي وویل، له پوډکاسټ مرکې د ده ځینې ډېرې لانجمنې څرګندونې له سیاق او تناظره بهر اخیستل شوې دي.

کېنیډي وویل، "ما وویل، داسې وېکسینونه نه شته چې خوندي او مؤثر وي او زه به د هر چا په دا خبره وکړم، د وېکسینو په ګډون هره دوایي داسې ده چې ځینې خلک ورسره حساسیت لري. هغه په دې ځای کې زما په خبرو کې لاسوهنه کړې ده. ما د نېشنل ټي وي په ګډون څو ځله د دې خبرې سپیناوی کړی دی."

کینیډي ژمنه وکړه که دده منظوري ورکړل شي د ماشومانو د وېکسینونو ملاتړ به وکړي، خو سنېټران د کورونا د وېکسین په ګډون د ځینو روغتیايي مسئلو په اړه د هغه پر څرګندونو اندېښمن دي.

د سېنټ ډیموکرېټ غړي سنېټر مایکل بېنټ د کورونا ناروغۍ په اړه د کېنیډي مخکینیو خبرو ته په اشارې سره وویل:

"ایا تاسو وویل کوویډ-۱۹ په جینیاتي توګه یوه جوړه شوې بایو وسله وه چې تور او سپین خلک په نخښه کوي، خو اشکینازي یهودان او چینایان یې وژغورل؟"

خو د روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ته نوماند رابرټ ایف کینیډي جونېر خپل سپیناوی داسې وکړ، "ما دا نه دي ویلي چې دوی په قصدي ډول په نخښه شوي وو. ما تش د صحت د ملي انسټیټیوټ شوې په مالي مرسته او د NIH د خپرې کړې ارزونې حواله ورکړې وه".

خو د کال 2020م له رپوټه د هغه تر لاسه کړې نتیجې طبي ساینسپوهانو رد کړې دي.

له کینیډي دا هم وپوښتل شول چې د اېډز د مخنیوي د بریالي پروګرام پیفار په ګډون د هغو بنیادي روغتیايي پروګرامونو د اغېزمنېدو په اړه څه نظر لري چې صدر ټرمپ ورباندې بهرنۍ مرستې بندې کړې دي.

د سېنټ ریپبلکن غړي سنېټر جان کارنین کېنیډي ته وویل وویل، "زه غواړم پوه شم چې ایا تاسو د پیفار پروګرام د مقصدونو او هدفونونو ملاتړ کوئ؟ او ایا تاسو به له ما او زما له همکارانو سره کار وکړئ او موږ دا ډاډ تر لاسه کړو چې دا پروګرام به دوام لري او هغو خلکو ته به د ژوند ژغورونکي ویروس ضد دارو درمل چمتو کوي چې ورته ډېره اړتیا لري؟"

کینیډي جونېر یې پوښتنې ته مثبت جواب ووایه، "زه د پیفار پروګرام بشپړه ملاتړ کوم او زه به په ډېرې خوشالۍ له تاسو سره د دې پروګرام د پیاوړتیا لپاره کار وکړم."

د سېنټ د مالي چارو کمېټه به په نیزدې ورځو کې د کینیډي د نوماندۍ په اړه خپله رایه ورکړي.

یادونه:- دا د وي او اې د خبریالې کېترین جیپسن د وېډیو رپوټ‌ ژباړه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG