لاس رسیدونکی لینک

 
صدر ټرمپ په یوکرېن کې د جنګ ختمولو دپاره سفارتي کوښښونه شروع کړل
تازه خبر

صدر ټرمپ په یوکرېن کې د جنګ ختمولو دپاره سفارتي کوښښونه شروع کړل


ټرمپ وویل خپل پېش رو جوبایډن ته يې ویلي وو پکار ده چې یوکرېن سره مالي امداد د قرض په شکل کې ورکړي او یا د امریکايي مالي امداد په ضمانت کې د یوکرېن تېل او ګېس وغواړي
ټرمپ وویل خپل پېش رو جوبایډن ته يې ویلي وو پکار ده چې یوکرېن سره مالي امداد د قرض په شکل کې ورکړي او یا د امریکايي مالي امداد په ضمانت کې د یوکرېن تېل او ګېس وغواړي

په یوکرېن کې د جنګ د ختمولو دپاره د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ سفارتي کوښښونه کړل او یوه داسې تګ لاره يې وړاندې کړه چې حکومت به يې په مشروط ډول یوکرېن امداد جاري ساتي.

په وایټ هاوس کې د شورو، چهارشبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو اترو کې ټرمپ وویل د یوکرېن ملاتړ کوي خو د امریکې د مالي امداد د تحفظ ضمانت هم غواړي. هغه دا خبره د دې پوښتنې په جواب کې وکړه چې د کال ۲۰۲۲ راهسې د روس او د یوکرېن د جنګ په اړه يې دریځ څه دی؟

ټرمپ وویل خپل پېش رو جوبایډن ته يې ویلي وو پکار ده چې یوکرېن سره مالي امداد د قرض په شکل کې ورکړي او یا د امریکايي مالي امداد په ضمانت کې د یوکرېن تېل او ګېس وغواړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس ته په یو رپورټ کې وویل شوو چې د کال ۲۰۲۲ راهسې د امریکې قانون سازانو یوکرېن سره د پوځي او غېر پوځي امداد دپاره د ۱۸۳ بېلین ډآلرو مرستې منظورې کړي دي.

د یوکرېن په اړه سفارتي کوښښونه د نهې، سه شنبې، د ورځ نه شروع شوو چې روس امریکايي شهري مارک فوګل د قېد نه ازاد کړو او ټرمپ يې په وایټ هاوس کې هرکلی وکړو. د چارواکو په قول د فوګل ازادي د امریکې او د روس ترمنځ د قېدیانو د تبادلې برخه ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غرمې نه مخکې صدر ټرمپ اعلان وکړو چې د روس صدر ولادمیرپوټن سره یې په ټېلې فون خبرې وکړې او دواړه منتفق شوو چې د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره دې په یوکرېن کې جنګ د ختمولو دپاره مذاکرات شروع کړی شي.

د دې وروسته ټرمپ نایب صدر جی ډي وېنس او د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو د جرمني میونخ ښار ته ولېږل چې د جمعې په ورځ زېلېنسکي سره ملاقات وکړي.

د دې وروسته ټرمپ د وایټ هاوس په اوول افس نومې خپل دفتر کې خبریالانو سره په خبرو اترو کې په نږدې وختونو کې په سعودي عرب کې پوټن سره د ملاقات امکان څرګند کړو. ټرمپ چې خبریالانو سره خبرې کولې نو په واشنګټن کې واوره شوې وه او په اسمان خړې وریزې خورې وې.

د دې نه مخکې د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لېوېټ په سوشل ميډیا د ټرمپ یو بیان ولوستلو چې په کې ویل شوي وو چې پوټن سره يې خبرې اترې ښې وې.

په میونخ کې زېلېنسکي سره د وېنس او د روبیو د ملاقات په اړه ټرمپ امید څرګندو کړو چې دغه خبرې اترې به مثبتې وي.

زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې ټرمپ سره يې خبرې اترې وشوې. د زېلېنکسي دفتر په دې اړه یو وډیو پېغام نشر کړو چې زېلېنسکي په کې وویل ټرمپ سره یې اوږدې خبرې اترې وکړې.

زېلېنسکي وویل د سفارتي، عسکري او اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ يې په مختلفو نقاطو بحث وکړو او ټرمپ هغه د پوټن د خبرو نه خبر کړو. زېلېنسکي وویل امریکا د نورو همکارانو ترڅنګ په روس د امن دپاره دباو اچولی شي.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزیر پيټ هېګست د یوکرېن دا مطالبه رد کړه چې هېواد ته دې د نېټو رکنیت ورکړی شي. هغه وویل امریکا ګمان نه کوي چې په نېټو کې د یوکرېن غړیتوب د شخړې پرامنه حل راوېستلی شي.

د هېګست د بیان په اړه چې ټرمپ نه پوښتنه وشوه نو ويې ويل په نېټو کې د یوکرېن شمولیت عملي ګام نه دی.

وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکا به روسي شهري الېکزېنډر ونېک ازادوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روسي حکومت ترجمان دمتري پېسکوف فوګل ازادي د روس او امریکې ترمنځ د پراخه مفاهمت برخه وبلله او ويې ويل د فوګل سنېدل په واشنګټن کې د یوکرېن د بحران اهم ګام ګڼل کېږي. هغه وویل دا ډول مذاکرات د ماسکو او واشنګټن د اعتماد جوړوي او اوس مهال د دوه اړخیزه اعتماد کچه تر ټولو لاندې کچې ته رسېدلې ده.

وآیټ هاوس دا اعلان هم وکړو چې د روس اتحادي ملک درې قېدیان ازاد کړي دي چې په کې د رېډیو فري یورپ/رېډیو لېپرتي د بېلاروس څانګې خبریال هم شامل دی. دا رېډیود امریکې په مالي مرسته چلېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG