لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ جاپاني وزیراعظم ته وویل هغه غواړي له جاپان سره د امریکې تجارتي خساره کمه کړي
تازه خبر

ټرمپ جاپاني وزیراعظم ته وویل هغه غواړي له جاپان سره د امریکې تجارتي خساره کمه کړي


صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ جاپاني وزیراعظم شیګېرو ایشیبا ته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه او په خپل اولني مخامخ ملاقات کې یې هغه ته وویل چې هغه غواړي له جاپان سره د امریکې تجارتي خساره را کمه کړي.

صدر ټرمپ زیاته کړه هغه په جاپان باندې د ګمرکي محصولاتو یا تعرفو لګولو امکان نه ردوي، خو وایي باور لري چې دا مسئله له سخت سزا ورکوونکي اقدام پرته هم حل کېدی شي. امریکا له جاپان سره د 68 ارب ډالرو تجارتي خساره لري.

ټرمپ د جمعې په ماسپښین له وزیراعظم ایشیبا سره د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د غونډې په پیل کې وویل، "زما په نظر دا به د جاپان لپاره ډېره اسانه وي، موږ ډېرې ښې اړیکې لرو. زه فکر نه کوم چې موږ دې کومه ستونځه ولرو. دوی هم انصاف غواړي."

ټرمپ اعلان وکړ چې د جاپان «نیپون سټیل» کمپنۍ به په پیټسبرګ کې د امریکې د سټیل د 14.1 ارب ډالرو بولۍ پرېږدي او وایي د امریکایي سټیل "د اخیستلو پر ځای به پکې سرمایه کاري" کوي.

صدر ټرمپ وویل هغه به په هغو خبرو کې "منځګړتوب او روغه" وکړي چې دواړه کمپنۍ یې د سرمایه کارۍ په اړه کوي. د امریکا ولسمشر په خبري غونډه کې په غلطۍ سره د جاپان «نیپون سټیل» کمپنۍ د دې هېواد د موټرجوړوونکې کمپنۍ «نیسان» په نوم یاده کړه.

مخکیني صدر جو بایډن د جنورۍ په پیل کې د صدارت له پرېښوولو مخکې د ملي امنیت اندېښنو ته په اشارې سره د جاپان له خوا په 14.9 ارب ډالرو د امریکې د سټیل کمپنۍ د اخیستلو مخه نیولې وه.

ټرمپ په دسمبر کې ویلي وو هغه "د دې پوره مخالفت دی چې یوه بهرنۍ کمپني د امریکایي سټیل هغه کمپنۍ واخلي چې یو وخت لویه او زوروره کمپنۍ وه". ټرمپ د جمعې په ورځ بیا دا خبره تکرار کړه او خبریالانو ته یې وویل، د دې کلک مخالفت دی چې جاپاني کمپنۍ یو ایس سټیل کمپنۍ واخلي.

ټرمپ پر ټوکیو فشار واچاوه له واشنګټن سره دې د 68.5 ارب ډالرو تجارت سرپلس یا اضافي ارزښت بند کړي، خو خوشبیني یې څرګنده کړه چې دا کار به زر وشي، ځکه چې وزیراعظم ایشیبا په امریکا کې یو ټریلین ډالرو ته د جاپانۍ پانګونې د رسولو او د امریکې د مایع قدرتي ګېس ایتنول او امونیا د اخیستلو ژمنه وکړه.

د امریکې د تجارتي وزارت د معلوماتو له مخې، جاپان په 2023م کال کې په امریکا کې له 783.3 ارب ډالرو سره د بهرنۍ مخامخ پانګونې تر ټولو په لوی او لومړي مقام وو او ورپسې کېنېډا او جرمني دي.

صدر ټرمپ خبري غونډې ته دا هم وویل چې جاپانیانو په الاسکا کې د 44 ارب ډالرو په ارزښت ډالرو ګېس پایپ لاین کې دلچسپي ښکاره کړې خو یوه جاپاني چارواکي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، دوی لا هم د منصوبې د عملي کېدو په اړه شکمن دي.

صدر ټرمپ د تجارتي خسارې د کمولو لپاره په داسې وخت کې فشار زیات کړی دی چې د خپلو امریکایي مصنوعاتو د ودې په هڅه کې یې په ملګرو او دښمنو هېوادونو دواړو باندې نوي ګمرکي محصولات لګولي دي.

د جاپان وزیراعظم ایشیبا وویل هغه پوهیږي چې د ټرمپ هدف د دوه اړخیزې ګټې تجارتي پالیسي ده، خو دا یادونه یې هم وکړه چې جاپاني کمپنیو په تېرو پینځو کلونو کې په امریکا کې د مجموعي بهرنۍ مخامخ سرمایه کارۍ په برخه کې لومړی ځای نیولی دی. هغه وویل جاپان په امریکا کې د ډېرې پانګونې په لټه کې دی.

امریکایي او جاپاني مشرانو د شمالي کوریا په اړه د خپلو ګډو امنیتي اندېښنو په اړه هم بحث وکړ او ټرمپ وویل چې هغه به د هغه هیواد له مشر کیم جانګ اون سره د اړیکو د بیا جوړولو لپاره کار وکړي.

شیګېرو ایشیبا د تېر کال په اکتوبر کې د جاپان وزیراعظم شو او هغه دویم نړیوال مشر دی چې د ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ په لومړۍ میاشت کې یې سپینې ماڼۍ ته سفر کړی. په دې اونۍ کې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتانیاهو لومړی بهرنی مشر وو چې له ټرمپ سره یې ولیدل.

یادونه:- د رپوټ‌ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG