لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې نایب صدر د کنزروېټیو یا د زاړه پاله سیاسي مشرانو غونډې پرانېسته وکړه
تازه خبر

د امریکې نایب صدر د کنزروېټیو یا د زاړه پاله سیاسي مشرانو غونډې پرانېسته وکړه


په زاړه پاله سیاستي مېدان کې د سي پي ای سي غونډو د ټرمپ په بره تګ کې مرسته کړې ده او د صدارت په مخکنۍ دوره کې هغه هر کال د تنظیم غونډې ته تقریرونه کړي دي
په زاړه پاله سیاستي مېدان کې د سي پي ای سي غونډو د ټرمپ په بره تګ کې مرسته کړې ده او د صدارت په مخکنۍ دوره کې هغه هر کال د تنظیم غونډې ته تقریرونه کړي دي

د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ په شمول د ارجېنټینا، برطانيي، پولېنډ او د اټلي کنزروېټیو یا زاړه پاله سیاسي مشران به د واشنګټن سره نږدې د زاړه پاله سیاسي مشرانو درې ورځنۍ غونډې ته تقریرونه کوي.

د امریکې نایب صدر جی ډي وېنس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کنزروېټیو پولېټيکل اېکشن کانفرنس سي پي ای سي نومې د غونډې پرانیسته وکړه.

د غونډې په مختلفو نشستونو کې به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرېپټو کرنسۍ په شمول په مختلفو موضوعاتو بحثونه کېږي او په منځني ختیځ کې د امن په موضوع یوه ناسته کې به د حماس په ولکه کې د اسرایلي یرغمالانو خپلوان هم شرکت کوي.

په زاړه پاله سیاستي مېدان کې د سي پي ای سي غونډو د ټرمپ په بره تګ کې مرسته کړې ده او د صدارت په مخکنۍ دوره کې هغه هر کال د تنظیم غونډې ته تقریرونه کړي دي.

deewa
deewa

تېرکال د سي پي ای سي غونډې ته تقریر کې ټرمپ لوظ کړی و چې که چېرې هغه د نومبر صدارتي انتخاب وګټي نو د هغه په قول د دروغجنو، دهوکه بازانو، درغلي کوونکو او سېنسرشپ کوونکو د هغو خلکو دپاره به د فېصلې ورځ وي چې زمونږ حکومت يې نیولی دی.

د کانفرنس داېنجنډې ترمخه، د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپیکر مایک جانسن، د برطانيي پخوانۍ وزیراعظمه لېز ټرس او د هنګري د وزیراعظم وېکټر اوبان سیاسي مشیر بالبز اوربان هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ غونډې ته تقریرونه کوي.

د جمعې په ورځ به د کېري لي هم د غونډې ته خطاب کوي. ټرمپ لي د وي او ای د مشرۍ دپاره نامزد کړې ده.

د کانفرنس ته په نورو خطاب کوونکو کې د اټلي وزیراعظمه جورجیا مېلوني، د سلوېنیا وزیراعظم رابرټ فیکو او د ارجېنټینا صدر هاوېیر ميلي شامل دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG