لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي پولیسو د خاشقجي د مړي لټون نور غځولی


ترکي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي پولیسو د بې درکه سعودي خبریال جمال خاشقجي د مړي لټون کار د سرښار سره نژدې بلغراد نومې ځنگل او د ښار نه ٩٠ کلومیټره لرې یلووا ښار کې ته غځولی.

د ترکي چارواکو وېنا ده کېدې شي د خاشقجي مړې په ځنگل یا پټو کې ښخ کړی شوی وي.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې سعودي قونصلېټ ته ورغلې وو خو بیا بهر نه دی راوتې.

ترک حکومت پلوه اخبار ییني صفاک کې هغه څه چاپ شوې وو چې د اخبار ترمخهد غږونو (اډیو) جزییات پکې وو، داسې وېل کیږي په سعودي قونصلګرۍ کې د خاشقجي نه د پلټنو په وخت لومړی د لاس گوتې او بیا ترې سر پرې کړی شوی او بیا ېې وجود ټوټې ټوټې کړې شوی.

د امریکا ای بي سي نیوز د ترکي یو حکومتي چارواکي د خلې تېر زیارت ویلې وو د خاشقجي د وژنې اوازونه لرونکې اډیو رېکارډنگ د امریکا خارجه سیکریټري ماېک پامپیو ته د روانۍ په پېل کې اورول شوي وو.

خو د ترکي چارواکو دا رپورټ رد کړي دي چې دوي د خاشقجي د وژنې اډیو ریکارډنگ امریکايي چارواکو سره شریک کړی دی.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پامپیو هم خبریالانو سره د خبرو په وخت دغه رپورټ رد کړې او ویلي ېي دي ٫٫ ما نه کومه اډیو اورېدلې او نه مې کومه ویډیو کتلې ده.٬٬

د ترکي حکومتي خبري اېجنسۍ اناډولو ترمخه د ترکي د بهرنو چارو وزیر ویلي دغه ثبوتونه به د ټولې نړۍ سره شریکوي.

د راېټرز خبري اېجنسۍ ترمخه د ترکي یو بل حکومت پلوه اخبار صباح د سعودي امنیتي چارواکي مهر عبدالعزیز مطرب پېژندلې او په خپل رپورټ کې ېې ویلي مطرب د سعودي نه د خاشقجي د وژنې لپاره استنبول ته تللي ١٥ کسیزه ډلې مشر وو.

اخبار ویلي مهر عبدالعزیز مطرب روان کال د سعودی شهزاده محمد بن سلمان د خارجي هېوادونو د سفرونو په وخت د هغه سره وو او د دې یو شمېر عکسونه ېې هم وړاندې کړي. اخبار ویلي د سعودي قونصلګرۍ بهر لگېدلې د ثارنې کېمرو کې د خاشقجي راتلو نه ٣ ساعته وړاندې مطرب قونصلېټ ته داخلیږي او وروسته بیا هم هغه ورځ د سفارت بهر په نظر راځي او بیا هم هغه ماښام د ترکي نه واپس تلو په وخت په هوايي ډگر لیدل شوی.

جمال خاشقجي په امریکا کې د خود ساخته جلا وطنۍ ژوند تېرولو او د امریکا وتلې ورځپانړې واشنگټن پوسټ لپاره ېې لیکل هم کول. نوموړي به په خپلو لیکنو کې ده په سعودي شهزاده محمد بن سلمان او د یمن په جګړه کې د سعودي ککړتیا په سر په سعودي عرب سخت ټکونه کول.

سعودي چارواکو د خاشقجي په بې درکې کې لاس لرلو څخه انکار کړی او ویلي ېي دي سفارت ته د راتلو لږ وخت وروستو هغه بیرته تللې وو.

د زیارت په ورځ چې کله د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ نه خبریالانو پوښتنه وکړه چې ایا خاشقجي وژل شوې نو د نوموړي ځواب وو: ٫٫ وو داسې ښکاري او دا ډېره د خفگان خبره ده.٬٬ امریکايي صدر لوظ کړی که چرې سعودي عرب جمال خاشقجي وژلې وي نو د د دغې به ډېرې سختې نتیجې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG