لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک لبیک د مشر، خادم حسین رضوي ټویټر اکاونټ بند شو


د خادم حسین رضوي پر ټویټر اکاونټ، په انگریزي او اردو ژبو پیغامونه خپریږي
د خادم حسین رضوي پر ټویټر اکاونټ، په انگریزي او اردو ژبو پیغامونه خپریږي

د تحریک لبیک پاکستان د مشر، خادم حسین رضوي ټویټر اکاونټ چې له شپیتو زرو څخه زیات فالووران یې درلودل، معطل کړای شوی دی.

مخکې تر دې د پاکستان وفاقي وزیرې شیرین مزاري ویلي و چې د ټويټر انتظامیې د خادم حسین اکاونټ د تړلو خواست رد کړی دی.

د مذهبي توندروه ډلې تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي په ټويټر باندې تصدیق شوې پاڼه یا اوکاونټ درلود.

پر دغې پاڼې خادم حسین خپله پژندګلو د یو ستر اسلامي سکالر شیخ الحدیث او د علامه په توګه کړی و.

د پاکستان یوه څیړونکې عایشه صدیقي د بشري حقونو لپاره مرکزي وزیرې شیرین مزارې نه په ټويټر پوښتلي: تاسو د ټويټر او فیسبوک چارواکو ته خواست ولې نه کوئ چې د خادم حسین رضوي اکاونټ وتړي. څنګه یو تن ریاست او د هغې ادارو ته ګواښ کولی شي.

په دې لړ کې د وفاقي وزیرې شیرین مزاري اولنی ځواب وو: «زه پخپله حیرانه یم چې تر اوسه داسې ولې ونه شو؟ د جمعې په ورځ زما په مخکې د پي ټي اې (پاکستان ټیلي کمیونکشن اتهارټي) چارواکو ته دغه زمه وارې ورکړی شوې وه.»

لږ ساعت وروسته بیا یو بل ټویټ کې وفاقي وزیرې شیرین مزاري ولیکل چې د اطلاعاتو وزیر سره یې تماس ونیولو او هغه ته ویلی شوي چې ټویټر زمونږ خواست رد کړی دی.

د خادم حسین رضوي د ټویټر پاڼه له ٦٠ زرو نه زیات خلک فالو کوله یا خوښه کړې یې وه، چې پرې په اردو او انګریزې ژبې کې پیغامونه خپریدل.

همدا نن (څلورم نومبر)، مخکې له دې چې ټویټر پاڼه یې بنده شي، خادم حسین رضوي پر خپل اکاونټ داسې لیکنه خپره کړه: «مونږ ته د پاکستان قابض او طرفدارې ميډیا د کوریج هیڅ حاجت نشته، مونږ خپل پیغام د د جماعتونو او مدارسو په لار خپروو، کوم چې په هره کوڅه وجود لري او تر قیامته پورې پر هغو باندې هیڅ قسم سنسرشپ یا بندیز نشي لګیدلې او نه د چا اثر لاندې راتلی شي.»

د کال ٢٠١٧م مئي میاشت کې د پاکستان انګریزې اخبار ډان خپل یو تحقیقاتي رپورټ کې لیکلې وو چې د پاکستان ٦۴ تندروه ډلې چې د حکومت لخوا پرې بندیز لګول شوی، په هغوی کې ۴١ ډلی په سوشل میډیا باندې فعالیتونه لري او په ازادۍ سره په سلګونو پاڼو، ګروپونو او د شخصي اوکاونټونو په لار خپل پیغامونه خپروي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG