لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د ويغرمسلمانانو سره روان تشدد ته د کېنیډا لخوا په قتل عام ويلو مبارزين خوشبين دي

د بشري حقونو مبارزين وايي نړيواله ټولنه به اوس د چينايي چارواکو سره د ويغر د مسلمانانو پر ضد د روان تشدد په سر احتساب کوي او د کنېډا وروسته به د نړۍ يو شمېر نور ملکونه هم د دغې تشدد په سر د چين پر ضد ګامونه اخلي.

د کېنیډا د پارلیمان د نړيوالو بشري حقونو کمېټۍ تېره هفته په سينکيانک صوبه کې د ويغر مسلمانانو سره د چين لخوا روان تشدد د قتل عام برابر بللې.

د دغې کمېتۍ مشر پيټر فونسيکا وي او ای ته ويلي د کېنیډا اکثره ګوندونو په يو غږ د دغې قرارداد منظوري ورکړې او د چين تشدد يې د ويغر قتل عام بللې، د کمېټۍ رپورټ د منظورۍ لپاره خارجه وزارت ته استول شوی.

څيړونکي وايي دغه رپورټ به د آخيرۍ منظورۍ د پاره د وزيراعظم جسټن ټروډو کابېنې ته وړاندې کېږي.

دغې کمېټۍ د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه ويلي په سینکيانک صوبه کې د نزدې ۲۰ لاکه کسانو ويغر او ترک مسلمانانو بندي کول، د هغوي رياستي څارنه کول، په زور د هغوي نه مشقت اخستل د هغوي د ثقافت د ختمولو يوه شعوري هڅه ده.

دغې کمېټۍ په خپلو څرګندونو کې ويلي په کال ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰م کې چې د چين کميونسټ پارټۍ د ويغر د مسلمانانو سره کوم زور زياتی کړی هغه د ملګرو ملتونو د قتل عام برابر دی.

د ملګرو ملتونو د قتل عام کنونشن د يو قام يا ټولنې، نسلي يا مذهبي ډلې پوره يا نيمې بربادۍ عمل ته قتل عام وايي.

د امريکې په کنکورډيا يونيورستۍ کې د قتل عام او بشري حقونو د څانګې ډاېرېکټر کاېل مېتيو وايي دا لومړی ځل دی چې د يو ملک په قامي اسمبلۍ کې د ويغر مسلمانانو سره د چين زور زياتي او تشدد ته د قتل عام نوم ورکړی شوی.

"دا به د حکومت په انتظامېي هم دباؤ واچوي چې د دغې فېصلې سره سم قانوني ګامونه واخلي."

کمېټۍ د کېنیډا په حکومت غږ کړی د ويغر مسلمانانو سره د تشدد په سر دې د چين غندنه اوکړي او د ويغر مسلمانانو پر ضد په بشري سرغړونو کې ککړ چينايي چارواکو باندې دې بنديزونه اولګول شي.

د کنېډا د پارلېمنټ د بشري حقونو کمېتۍ د حکومت نه غوښتنه کړې د ويغر په اړه معلوماتو د پاره دې نړيوالې ټولنې ته د سينکيانک سيمې د سفر اجازت ترلاسه کولو دپاره هم هلې ځلې وکړي، چې نړۍ د ويغر د مسلمانانو سره د چين په تشدد خبره شي.

د چين خارجه وزارت د کنېډا د بشري حقونو د کمټۍ څرګندونې بې بنياده بللي ، د خارجه وزارت وياند ژاؤ لي ژيان په کنېډا غږ کړی د سينکيانک سره تړلو کشالو راپورته کولو په بهانه دې د چين په کورنيو چارو کې د لاس وهنې نه قلار شي.

په چين تور دی چې د کال ۲۰۱۷ راهسې په سينکيانک سيمه کې يې په لکونو ويغر او ترک مسلمانان په حراستي مرکزونو کې اچولي او ورسره تشدد کوي، خو چين دغه تورونه ردوي او وايي دوي د ويغر مسلمانانو د تربيت او زدکړو د پاره دغه کېمپونه جوړ کړي دي.

د کنېډا د بشري حقونو کمېټۍ په کال ۲۰۱۸م کې په برما کې د روهينګيا مسلمانانو سره د پوځ‌ لخوا روان تشدد هم قتل عام بللې وو، او دا به کتلی شي چې د کنېډا حکومت د کمېټۍ په سپارښتنو څومره او کله عمل کوي خو د خارجه وزارت يو وزير فرانسس فېلپ وي او ای ته په يو بيان کې ويلي د دوي حکومت د قتل عام د تورونو پر ضد په سختۍ سره ګامونه اخلي.

See all News Updates of the Day

د تېراه راجګل د کډوالو مشران وایي خپلو سیمو ته د ستنېدو په شرط یې احتجاج ختم کړی

د خېبرپښتونخوا حکومت د اکتوبر په ۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي وو په روانه اونۍ کې به د خېبرتيراه راجګل نه د بې کوره شوؤ خلکو د نوم لیکنې يا رجسټرېشن عمل پېل کېږي.
د خېبرپښتونخوا حکومت د اکتوبر په ۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي وو په روانه اونۍ کې به د خېبرتيراه راجګل نه د بې کوره شوؤ خلکو د نوم لیکنې يا رجسټرېشن عمل پېل کېږي.

د خېبر د تيراه د راجګل سیمې کډوالو مشري کوونکي د جرګې غړي وايي احتجاجي پرلت يې د خېبرپښتونخوا حکومت په وينا په دې شرط ختم کړی چې ځينې کډوالو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

د خېبر د تيراه راجګل سیمې د کډوالو او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ له خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې روان احتجاجي پرلت د خېبر بګياړۍ پوستې سره دوه ورځې وړاندې ختم کړل شوی دی.

د دغه پرلت له امله پاک۔افغان تجارتي لاره د هرډول سوداګرۍ د پاره تړل شوې وه او ټرانسپورټران له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د خېبرپښتونخوا حکومت د اکتوبر په ۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي وو په روانه اونۍ کې به د خېبرتيراه راجګل نه د بې کوره شوؤ خلکو د نوم لیکنې يا رجسټرېشن عمل پېل کېږي.

د کوکي خيل قبيلې مشر ملک نصیر احمد وي او ای ډیوه ته وایي په مذاکراتو کې یې وزیراعلا له اختیار ورکړی ؤ اؤ هغه ته یې یوازې یو شرط اېښودی ؤ چې هغه ورسره وزیراعلا منلی دی.

د ملک نصیر احمد په وینا "مونږ وزيراعلا له اختيار ورکړو او يو شرط مو په کې کېښودو او نور داسې شرطونه په کې نه وو او د يو کلي خلکو ستنېدو اعلان يې اول نه وکړو مونږ په کې يو شرط کېښودو چې زمونږ دلته ۲۵ يا ۳۰ کسيزه د مشرانو کميټي ده نو مونږ سره ډپټي کمشنر او پارليماني غړي ولېږه چې هغوي هلته قام ته دغه خبره وکړي او خلکو ته اطمینان وشي نو دا خبره (وزيراعلا) راسره ومنله او ويې ويل چې دا خبره به زه سرته رسوم."

په خېبر بګياړۍ پوسته کې د تيراه راجګل کډوالو له خوا د تېرو ۵۶ ورځو راهسې احتجاجي پرلت دوام لرلو او پرلتوالو غوښتنه کوله چې خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه دې ورکړل شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي دي چې د تيرا راجګل ۲۲۰۰ کورنۍ به تورچپر سيمې ته ستنېږي او پاتې ۴،۵۰۰ کورنۍ به د ژمې تېرېدو وروسته لېږل کېږي.

بلخوا د لارې خلاصېدو په اړه ډرايوران وايي د ملاګورو۔شلمان لاره د مال وړونکو ګاډو د پاره د کړاؤنو او ستونزو ډکه وه.

ډرايور رحمان ګل ډيوه سره خبرو کې وایي،مخکې چې دا لاره د بګياړۍ پوستې سره بنده وه نو په مشکله سره به په ملاګورو۔شلمان لاره باندې يوه پېره کېدای شوه او په دې لاره باندې اسانۍ سره دوه او درې پېرې په مياشت کې کېږي.

"دا خو اوس ډېره اساني شوله او اوس مې ماسپښین لمونځ دلته وکړو او د مازيګرهغه به تورخم ته ورسوم او په هغه لاره باندې درې څلور ورځو کې هم نه شو رسېدلی او هغه لاره باندې خلکو ډېر تاوانونه وکړل او غله به ډېر راوتل د ګاډي ټایرونه به ډېر خرابېدل او کرايه دواړو لارو باندې يو شان ده هیڅ توپير په کې نه و خو نور په کې مشکلات ډېر وو"

د مرکزي حکومت له خوا د ناقانونه ګرځول شوي پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظورپشين د اکتوبر په ۱۳مه د پښتون قامي جرګې په اعلاميه کې ويلي وؤ په پښتونخوا کې د تېرې شوې جګړې له امله 57,10,928 کسان کډوال شوي وو او په هغو کې 23,0000 اوس هم کډوال دي.

د خېبرپښتونخوا د افتونو د نظم ادارې پي ډي ايم اې چارواکي وايي ياده اداره هغو کډوالو سره هم د ستنېدو په وخت مرسته کوي د کومو چې نوم لیکنه يا رجسټریشن نه دی شوی.

د پې ډي ايم اې وياند احسان داوړ ډیوه سره خبرو کې وایي،په دې وخت کې پي ډي اېم اې سره چې څومره رجسټرډ کډوال دي هغه د شمالي وزيرستان دي او هغه د مداخيل او زوئ سېدګي اوسیدونکي دي.

د ویاند په وینا "په شمالي وزيرستان کې د دته خېل کډوال لا پاتې دي او شمېره يې څه ۱۸،۰۰۰ کورنیو پورې ده او دا رجسټرډ کډوال پاتې دي او دې نه علاوه چې څومره خلک بې کوره شوي وو په بېلابېلو وختونو کې د مختلفو سيمو نه نو هغه خپلو سيمو ته بېرته تللي دي"

د خېبرپښتونخوا د خېبر، اورکزئ، کورمې، مومند او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي وايي له تېرو لسو کالو نه زيات وخت راهسې کډوال شوي، کورونه يې ړنګ شوي او د بې وزلۍ ژوند تېروي خو خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان وزیراعظم د عافیه صدیقي راخوشې کولو لپاره د امریکې صدر ته خط لیکلی دی

د کال ۲۰۱۰ په دې تصویر کې د جماعت اسلامي فعالان په اسلام اباد کې په مظاهره کې د عافیه صدیقي د ازادۍ غوښتنه کوي
د کال ۲۰۱۰ په دې تصویر کې د جماعت اسلامي فعالان په اسلام اباد کې په مظاهره کې د عافیه صدیقي د ازادۍ غوښتنه کوي

اسلام اباد هایکورټ ته ویل شوي چې د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د سزا معاف کولو اؤ د هغې د خوشې کولو لپاره د امریکې صدر ته خط یا لیک لیکلی دی.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي د راخلاصولو اؤ وطن ته د راوستلو په اړه د خواست اوریډنه کړې ده اؤ په دغه موقعه سرکاري وکیل (ایډیشنل اټارني جنرل) منور اقبال دوګل عدالت د عافیه صدیقي د راخلاصولو په اړه د حکومت لخوا د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی دی.

سرکاري وکیل عدالت ته ویلي د وزیراعظم شهباز شریف لخوا امریکایي صدر ته په لیکل شوي خط کې خواست شوی دی چې د عافیه صدیقي د رحم اپیل باید منظور کړي اؤ د خوشې کولو امر یې وکړي.

پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال د امریکې د ټیکساس ایالت په یو وفاقي زندان کې خپله د 86 کالو د بند سزا تیروي.

هغې ته په کال2010م کې د نیویارک وفاقي عدالت د امریکایي وګړو د وژنې په شمول په اوو تورونو کې د بند سزا اورولې وه.

د عافیه صدیقي خور ډاکټرې فوریه صدیقي د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو لپاره اسلام اباد هایکورټ ته عریضه کړې ده .

سږکال د جولاي په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.

د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.

عافیه صدیقي چې دناین الیون د پېښو په پلان جوړونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.

په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندیدل.

خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي خو د برطانيي ورځپاڼې انډیپنډنټ خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.

رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوؤ بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

پاکستان د ټسټ کرکټ سیالۍ کې انګلیند ته په 152منډو ماتې ورکړه

د انګلېنډ پېن ډکېټ د دویم تېسټ په دریمه ورځ د ساجد خان د لاسه اوټ شو
د انګلېنډ پېن ډکېټ د دویم تېسټ په دریمه ورځ د ساجد خان د لاسه اوټ شو

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخپل کورني میدان ملتان کې د ټسټ کرکټ په سیالۍ کې انګلینډ ته په 152 منډو ماتې ورکړې اؤ د دریوؤ لوبو لړۍ یې ورسره د یو په مقابله کې په یو برابر کړې ده.

په دې ټیسټ سیالۍ کې پاکستان د انګلینډ لوبډلې ته د 297 منډو هدف ورکړی ؤ خو د انګلینډ لوبډله دغه هدف ته په رسېدو بریالۍ نه شوه اؤ په 144 منډو وسوځېده.

د کال 2021م راپدیخوا پخپل کورني میدان کې دا وړومبی ځل دی چې پاکستان کومه ټسټ سیالي ګټلې ده.

د جمعې په ورځ چې د سیالۍ د څلورمې ورځې لوبه پېل شوه نو انګلینډ د دوؤ لوبغاړو په تاوان له 36ؤ منډو خپله نېمګړې پاڼۍ په وړاندې بوتله، په دغه مهال جو روټ 12 او اولي پاپ 21 منډې جوړې کړې وې اؤ توپ وهنې ته ولاړ وؤ.

دغه دواړه بېټران ډیر زر د پاکستاني اسپنرانو په دام کې ونښتل اؤ د انګلینډ په ټولو منډو کې یواځې د یوې منډې اضافه شوې وه چې اولي پاپ د ساجد خان په بال وسوځېدو.

تر هغې درې اوورونه وروسته روټ هم د نعمان علي په بال وسوځېدو، د روټ د منډو شمېره اتلس وه.

په دې پسې کپتان بین اسټوک اؤ بیري بروک د خپلې لوبډلې منډې 78ؤ ته ورسولې چې بروک د نعمان علي په بال وسوځېدو، هغه دې لوبه کې یوازې 16 منډې جوړې کړی شوې.

د انګلینډ ټولې منډې چې 88 ته ورسېدې نو یو بل لوبغاړی جمي اسمتهـ یې هم وسوځېدو.

ورپسې کپتان بین اسټوک 37 جوړې کړې چې د لوبډلې په 125 مجموعي منډو هغه هم وسوځېدو.

د پاکستان له لوري نعمان علي اته اؤ ساجد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

د ملتان ټسټ کې پاکستان پخپله وړومبۍ پاڼۍ کې 366 اؤ په دویمه پاڼۍ کې221 منډې جوړې کړې ، انګلینډ پخپله وړومبۍ پاڼۍ کې د 291 منډو په جوړولو توانېدلی ؤ.

د پاکستان پنجاب صوبې تعليمي ادارې بندې، 144 ماده لګول شوې

د پاکستان پنجاب صوبه کې نن د جمعې په ورځ د تعليمي ادارو د رخصتۍ او 144 مادې لګولو اعلان په داسې وخت کې شوی چې هم نن پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج او لاهور کې د يو شخصي کالج د زده کوونکې سره د مبيينه جنسي تيري، زياتي د پېښې په سر زده کوونکو هم احتجاج اعلان کړی دی.

د پنجاب حکومت اعلان کړی، نن د جمعې په ورځ 18م اکتوبر به د صوبې ټول سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه بند وي.

نن د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د حکومت لخوا د اييني بدلون ضد احتجاج اعلان کړی دی.

او د لاهور په يو شخصي کالج کې د يوې زده کوونکې سره د جنسي تيري د پېښې تور لګېدو وروسته زده کوونکو هم احتجاج اعلا کړی دی.

پنجاب حکومت ويلي، تعليمي ادارو کې د زده کوونکو ساتنه د حکومت لومړيتوب دی، ځکه 144 ماده لګول شوې او زیاته کړل شوې، هيڅ ډول احتجاج او سرکاري ودانيو ته تاوان اړول به ونه زغمل شي.

درې ورځې وړاندې د پنجاب وزيراعلا مريم نواز په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د لاهور په شخصي کالج کې د يوې جينۍ سره د مبيينه جنسي تيري په اړه تشې کيسې جوړې کړل شوي، او هغې تور لګولی وو، دغه منصوبه د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا د ګډوډي جوړولواو جلسو جلوسونو دپاره جوړه کړل شوې وه.

له دغې څو ورځې وړاندې د لاهور په يو شخصي کالج کې د يوې زده کوونکې سره د مبينه جنسي تيري خبر په ټولنيزو رسنيو خپور شوی چې د کالج ساتونکي ورسره جنسي تېری کړی دی.

د يادې پېښې وروسته زده کوونکو په لاهور او نورو سيمو کې سخت احتجاجونه پيل کړي وو.

خو مريم نواز ويلي وو، د کومې پېښې دعوه چې شوې او کومه جينۍ ياده کړل شوې، دغه د 10م اکتوبر ياده کړل شوې او چې د کومې جينۍ ویل شوي هغه د دويم اکتوبر نه په روغتون کې داخله ده، غورځېدلې او په آی سي يُو کې ده.

هغې ويلي، په دغه پېښه ناوړه سياست کيږي.

د پنجاب صوبې پوليسو ویلي، د زده کوونکو د احتجاج په تړاو یې تراوسه پورې 250 کسان نیولي، چې پکې د زده کوونکو نه علاوه نور کسان هم شامل دي.

ويل شوي دا هغه کسان دي چې د احتجاج په نوم یې ګډوډي جوړه کړې ده.

د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ چيف جسټس عاليه نيلم په تعليمي ادارو کې د ځورونو د پېښو په خواست اورېدنه کې د پنجاب صوبې د پوليسو مشر غوښتی او شخصي کالج د پېښې د رپورټ وړاندې حکم یې ورته کړی دی.

بلوڅ يکجهتي کميټي: کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو بې درکه کولو لړۍ پيل شوې

بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه
بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه

بلوڅ يکجهتي کميټۍ دعوه کړې، په کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو نيولو لړۍ پيل شوې او يواځې د اکتوبر په 16 مه نېټه په کراچۍ کې تر نهو پورې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي بې درکه کړي دي.

په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه کې د بلوڅ يکجهتي کميټي مشرانو وويل، څو ورځې وړاندې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله د شوي بريد وروسته امنيتي ادارو او په خصوصي توګه سي ټي ډي د بلوڅ ځوانانو پورته کول پيل کړي او تر اوسه پورې نزدې 16 کسان چې زيات پکې د پوهنتونو زده کونکي دي نيول شوي دي.

د زده کوونکو او نورو کسانو نيولو په اړه سي ټي ډي يا حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار ويلي، د چينايانو په قافله بريد کونکو ترهګرو ته ډېر نزدې ور رسېدلي او نوموړي د امنيتي ادارو سره د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي هڅو ستاينه کړې ده.

پاکستاني ټي وي چېنل، جيو نیوز سره خبرو کې نوموړي، په دغه اړه نور معلومات حساسه ياد کړي او د شريکولو څخه يې ډډه کړې ده.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په خبره، په نيول شوو کسانو کومه مقدمه نه ده ښکاره کړل شوې او نه عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ مرستيال مشر لالا عبدالوهاب بلوڅ وي او ای ډيوه ته وويل، "چې کوم وسله وال تنظيمونه دي تر هغو د رياست لاس نه رسي، مونږ پرامنه خلک يو او زمونږ مبارزه هم پرامنه ده، مونږ تر ننه پورې داسې کار نه دی کړی چې قانون او امنيت خراب کړو، رياست چې د هغو وسله والو نيولو هڅه وکړي او يې ونيسي، دوی ته اسان کار دغه پرامنه خلک نيول دي چې يې ونيسي او وروسته بيا دغه خلک د ترهګر تنظيمونو غړي ښکاره کړي".

بلوڅ يکجهتي کميټۍ ويلي، د بلوڅانو ماشومان په دغه هيواد کې يو ځای هم خوندي نه دي، دوی هيڅ بشري حقونه نه لري، دوی غوښتنه کړې چې د بې درکه کسانو د پټو ځايونو معلومات دې ورته ورکړل شي او سي ټي ډي لخوا دې واضحه کړل شي چې په کوم جرم کې یې نيولي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ تازه تورونو ته حکومتي چارواکو يا امنيتي ادارو لخوا څه ځواب نه دی ويل شوی، خو د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ بلوڅ يکجهتي کميټي د ترهګرو پراکسي په نوم ياد کړې او ويلي يې وو چې دوی د پاکستان امنيتي ادارو بدنامولو دپاره پروپېګنډه کوي.

د اکتوبر په 6مه د شپې شاوخوا 11 بجې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله بريد شوې وو، زمه واري يې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل اې منلې، او دعوه يې کړې وه چې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ د چينايانو قافله هدف کړې وه.

په پاکستان کې د چين سفارتخانې ويلي وو چې دا په چينايي قافله ترهګر بريد شوی، دوه چینايان پکې وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

چين د پاکستان نه يو وار بيا غوښتنه کړې وه او پاکستان کې د کارکوونکو چينايانو د امنيت دپاره یې د کلکو ګامونو پورته کولو ويلي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، دغه بريد د پاکستان او چین په دوستۍ شوی دی، او د مجيد بریګېډ په ګډون به د دې پېښې زمه وار د قانون منګولو ته راوستل شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانه کې د چين سفير جينګ زيډونګ سره ليدنه کې ډاډ ورکړی وو چې د کراچۍ نړيوال هوايي ميدان نه بهر شوي ترهګریز برید په اړه تحقیقاتو به په شخصي توګه څارنه کوي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG