د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرورۍ په 10مه په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ او سیمې په هېوادونو کې د اسلامي دولت یا دعش په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې د خطر په اړه خبرې کوي.
امنیت شورا د فرورۍ په اوومه په خپل یو بیان کې ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش دا غونډه د عراق او شام په شاوخوا سیمو او افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د خطرونو په اړه په سټرېټیجیکي کچه پر شپږمیاشتني رپوټ باندې د بحث لپاره رابللې ده.
دې غونډې ته به د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوو او د ترهګرۍ ضد کمېټۍ اجرایوي مشره نتالیا ګرمن هم ویناوې کوي.
په بیان کې ویل شوي دي چې کېدای شي دغه دوه چارواکي د غونډې ګډوالو ته په دې اړه معلومات ورکړي چې په سیمه او نړۍ کې لا هم د داعش ډلې خطر کم شوی نه دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر رپوټ د روان کال د جنورۍ په 31مه د غړو هیوادونو له استازو سره شریک شوی وو، چې پکې ویل شوي وو، غړو هیوادونو د داعش ډلې د مشرتابه او مالي سرچینو په نخښه کولو کې پرمختګ کړی خو وایي بیا هم دې ډلې لچک ښودلی او خپلو چارو ته یې دوام ورکړی دی.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ددې ډلې د پروپیګنډې څانګه په "پراخه توګه پاته شوې" او ددې یادونه شوې چې دا ډله لا هم د "پام وړ نغدو پیسو سرچینو" ته رسایي لري او اټکل کېږي چې یواځې په عراق او شام کې یې د پیسو اندازه شاوخوا 10 میلین ډالرو ته رسیږي.
تمه کیږي چې د شورا غړي به د شام پر حالاتو او د دې امکان په اړه هم بحث وکړي چې داعش به په شام کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته خپل عملیات پراخ کړي.
د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ له شام څخه د امریکایي ځواکونو له ایستلو سره دلچسپي ښکاره کړې ده، امنیت شورا وایي کېدای شي غړي یې د امریکایي صدر له ورکړل شوي بیان سره په ځانګړې توګه دلچسپي ولري او ورباندې خبرې وکړي.
امنیت شورا وایي کېدای شي په غوڼډه کې د داعش د بهرني خطر په اړه په بحث کې د جنورۍ په لومړۍ شپه د امریکې په نیو اورلېنز ښار کې هغه ترهګر موټر برید ته هم اشاره وکړي، چې مشکوک بریدګر یې دعوه کړې وه ل داعش ډلې یې اثر اخیستی دی.
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې- ګل د ورځې په غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نورو سیمو کې هم د داعش د خطر په اړه خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر په خپل رپوټ کې ویلي، د داعش خراسان څانګه نه یواځې په افغانستان، بلکې د عراق او شام په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو ته هم سنګین خطر دی.
رپوټ وایي د داعش خراسان څانګې ملاتړو د فرانس په ګډون په یورپي هیوادونو کې هم بریدونه پلان کړي وو او په فرانس کې چارواکو هغه 18 کلن ځوان نیولی وو چې په دغه هیواد کې یې د 2024م کال په جولای میاشت یو برید پلان کړی وو.
په رپوټ کې ویل شوي کېدای شي په غونډه کې د تېر کال په دسمبر کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو پر وزیر خلیل الرحمان حقاني باندې د هغه ځانمرګي برید ذکر هم وشي چې ذمه واري یې داعش پهر غاړه اخیستې وه. وایي کېدای شي داعش دا برید د طالبانو د هغې دعوې د ردولو لپاره کړی وي چې وايي په افغانستان کې یې امن راوستی.
طالبانو تقریباً درې نیم کاله وړاندې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او دعوه کوي چې په هیواد کې یې د داعش خراسان څانګې په ګډون ټولې وسلوالې ډلې ختمې کړې او بشپړ امن یې ټینګ کړی، خو داعش او د طالبانو د حکومت ځینو نورو مخالفو وسلوالو ډلو د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ښارونو کې د لویو او وړو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.
د جنورۍ په 22مه د افغانستان په تخار ولایت کې یو چینایي وګړی وژل شوی وو، هغه د یو کان د کیندلو په برخه کې کار کاوه او داعش ډلې یې د وژلو ذمه واري پر غاړه اخیستې وه.
داعش په تېرو څه باندې درو کلونو کې پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر هزاره توکمه شیعه مسلمانانو د ګڼ شمېر داسې بریدونو ذمه وارۍ منلې دي چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
Forum