لاس رسیدونکی لینک

 
یوناما په افغانستان کې د انساني حقونو د وضعیت په اړه تازه رپورټ شایع کړی
تازه خبر

یوناما په افغانستان کې د انساني حقونو د وضعیت په اړه تازه رپورټ شایع کړی


 یوناما وویل د ډسمبرپه میاشت کې د نهی عن المنکر چارواکو په کندهار کې د یو رېسټورانټ کارکوونکو ته "لارښونه وکړه چې ښځو ته پرته له محرم څخه رستورانت ته دې د داخلېدو اجازه ورنه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د مختلفو کورنیو ښځو او نارینوو ترمنځ هیڅ ګډيدل رامنځ ته نه شي"
یوناما وویل د ډسمبرپه میاشت کې د نهی عن المنکر چارواکو په کندهار کې د یو رېسټورانټ کارکوونکو ته "لارښونه وکړه چې ښځو ته پرته له محرم څخه رستورانت ته دې د داخلېدو اجازه ورنه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د مختلفو کورنیو ښځو او نارینوو ترمنځ هیڅ ګډيدل رامنځ ته نه شي"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوه پلاوي د طالبانو د واکمنۍ د لاندې په هېواد کې د انساني حقونو صورتحال ته کتنه کړې او د ملک په مختلفو برخو کې په ښځو او د بیان په ازادۍ د قدغنونو، په عامه ځایونو کې ښځو او سړو ته د بدني سزاګانو په شمول يې خپل تازه رپورټ کې د یو شمېر پېښو ذکر کړی دی.

یوناما د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشت نه د ډسمبر د میاشت پورې وخت کې په افغانستان کې د انساني حقونو سره د تړل شویو ګن شمېر واقعاتو حال بیان کړی دی چې په کې د جینکو په تعلیم د پابندیو ترڅنګ په ټولنیز ژوند کې د ښځو په شرکت د قدغنونو مثالونه ذکر شوي دي.

یوناما د طالبانو د حکومت مامورین د "برحاله چارواکو" په نامه یادوي اوپه خپل رپورټ کې يې وویل طالب چارواکي د نهې عن المنکر قوانین په داسې طریقه عملي کوي چې ښځو سره تعصب کوي او د "ښځو بشري حقونه او بنسټيزې ازادۍ يې اغېز منې" کړي دي.

په ټولنیز ژوند کې د ښځو د شرکت په لړ کې یوناما د کندهار د یوې پېښې ذکر وکړو چې د ډسمبرپه میاشت کې د نهی عن المنکر چارواکو د یو رېسټورانټ کتنه وکړه او د رېسټورانټ کارکوونکو ته يې "لارښونه وکړه چې ښځو ته پرته له محرم څخه رستورانت ته دې د داخلېدو اجازه ورنه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د مختلفو کورنیو ښځو او نارینوو ترمنځ هیڅ ګډيدل رامنځ ته نه شي."

یوناما وویل داسې رپورټونه يې ترلاسه کړي دي د امربالمعروف او نهي عن المنکر چارواکو "روغتیايي کلينیکونو، هټیو، مارکیټونو او ریستورانتونو ته لارښوونه کړې چې هغو ښځینو ته له خدماتو وړاندې کوول ډډه وکړي چې محرم ورسره نه وي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي وویل په "ځینو ولایتونو کې برحاله د امر بالمعروف او د نهې عن المنکر ریاستونو پر ښځو باندې اضافي خپل سري محدودیتونه وضع کړي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې شتون نه لري."

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او د افغان دود دستور سره سمون خوري.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د ښځو په کار روزګار او سفر قدغنونه لګولي دي او جینکۍ د شپږم جماعت نه پورته او د یونېورسټۍ تعلیم نه شي ترلاسه کولی.

په افغانستان کې د تېر کال د اخیريو دريو میاشتو په مهال د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل رپورټ کې یوناما د طب په تعلیمي ادارو کې د جینکو په داخلو د بندیز ترڅنګ کار ته د ښځو په لاس رسي د قدغن ذکر هم وکړو او ويې وېل "برحاله چارواکو په ځینو سوداګریزو نندارتونونو کې ښځې له ګډون څخه منع کړې او ښځو د دوکانونو د تړل کېدو امر یې وکړو.

د رای او د مطبوعاتو د ازادۍ په لړ کې یوناما وویل د طالبانو تګلارو د رسنیو ازادي په "خورا توګه کمه" کړې او ښځینه خبریالانې په خصوصي توګه د "ډيرو ننګونو" سره مخ دي.

په دې لړ کې یوناما وویل طالب چارواکي وايي د "هیڅ رسنۍ په وړاندې زور زیاتی نه دی شوی" او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي "هیڅ یو خبریال د یوه خبریال په حیث نه دی زنداني شوی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG