لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې د سختو ګامونو اعلان شوی


کېلې فورنيا په متحده ايالتونو د ټيکساس نه وروسته دويم رياست دي چي د کورونا د ناروغو شمير یې د يو ميلين نه زيات شوی دی
کېلې فورنيا په متحده ايالتونو د ټيکساس نه وروسته دويم رياست دي چي د کورونا د ناروغو شمير یې د يو ميلين نه زيات شوی دی

د کورونا وایرس له امله د ناروغه خلکو په شمېر کي د اضافي په سبب د امريکي د کيلي فورنيا رياست ګورنر یا والي ګيون نيوسم په رياست کي د کورونا وایرس د مخ نيوي لپاره د رياست په ګڼ شمېر سيمو کې د سخت حفاظتي ګامونو اعلان کړی دی۔

د ریاست په مرکزي سېکرامنټو کې د خبري غونډې یا نيوز کانفرنس په موقع ګورنر وویل چي هغه يو ځل بيا "بيړني بريک" راښکته کوي او "د دي اقداماتو سره هغه د خطري زنګ هم وهي چي په کاروبارونو به ناوړه اغیز ولري۔"

ګورنر ګيون نيوسم دا اعلان په داسي وخت کښي کوي چي په راتلونکي اونۍ کې د ګرده امريکا په کچه خلک د شکراني ورځ يا د تهينکس ګيوينګ ډی لمانځلو تياريانی کوي۔ په عمومي توګه خلک د شکراني ادا کولو دا ورځ د خپلو خپلوانو سره په ګډه سره لمانځي۔

والي ګيون نيوسم وويل، "کېلې فورنيا دا مهال د کورونا وبا له امله ناروغه خلکو په شمير کښې د اضافي سره مخ ده او د اضافې دا رفتار داسي دي چي نه مونږ په ابتدا کښې ليدلي وو او نه په دي تيره ګرمي موسم کښې۔ که چيري مونږ په دي اړه اقدامات ونه کړل نو دا وبا به زمونږ د صحت د پاملرني ټول نظام اغيزمند کړې۔"

کېلې فورنيا په متحده ايالتونو د ټيکساس نه وروسته دويم رياست دي چي د کورونا د ناروغو شمير یې د يو ميلين نه زيات شوی دی۔

دا مهال په کېلېفورنیا کې د کورونا له امله د تايد شوي پيښو شمېر د يو ميلين او دوه ديرش زره لپاسه دی او تر دي دمه د ۱۸ زره لپاسه خلک مړه شوي دي۔

ګورنر د کرفيو يا ګرځبنديز لګولو امکاناتو ته هم اشاره وکړۀ۔ هغه د خلکو غوښتنه وکړه چې د غير ضروري غونډو دې ډډه وکړي او ماسکونه واغوندي۔

د کېلېفورنيا رياست د خوندي اقتصاد په لوري بيرته تګ لپاره د څلور رنګه يا فور ټائير کلر کوډډ سسټم لاندي فعاليتونه کول۔ ددي نظام لاندي ارغواني رنګ د کاروبارونو لپاره تر ټولو سخت او سور، نارنجي او زيړ ترتيب وار نرم بنديزونه لرل۔ خو په تيرو لسو ورځو کښې د ناروغو په شمير کښې دوه چنده اضافي له سببه په ۵۸ کښې ۴۱ کاؤنټو کښې يو ځل بيا سخت بنديزونه اعلان شوي۔

په دي موقع د کېلېفورنیا د روغتیا او بشري خدماتو سکتر مارک ګیلي هم موجود وو۔ هغه وويل چې پدې میاشت کې د کورونا د رنځورانو په شمير کښې زیاتوالی د جون په نیمایي کې د تودوخې په پرتله ګړندی شوی. هغه ټینګار وکړ چې د رنځورانو شمیر کښې د نور زياتوالي امکان ډير دي ځکه چي د تودوخې د ټیټیدو سره به ډیر خلک په کورونو کې سره راټولیږي۔

نوموړي زياته کړه چي د رياست له خوا لګولي شوي بنديزونو باندي عمل نه کولو په نتيجه کښې په روغتونونو کښې د ناروغو شمير زياتيدو هم ډير امکان دي۔

مارک ګيلي د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په کور کې پاتې شي او د خلکو سره یوځای کېدلو ډډه وکړي او ماسکونه واغوندي.

هغه زياته کړه چې د غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي او څوک چې سفر کوي بايد د راستنېدو وروسته دي ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شي۔

د نومبرد مياشتي په پيل کښې په ناپا کې د زیږون مراسمو په اړه جوړه شوي يوه غونډه کې د برخه اخیستو له امله ګورنر ګيون نيوسم د نيوکو لاندې راغلی وو۔

ګورنر د کېلېفورنيا د خلکو څخه بخښنه وغوښته۔ "ما یوه ډيره لويه غلطي کړي۔ ما له بايد پکار وه چي پاسيلدلي وي او بیرته کور ته تللي وي"۔

هغه زیاته کړه "زما دغه عمل زما د قول او فعل تضاد ښائي۔ ما له پکار وه چي د کومو خبرو تبليغ کوم پخپله هم پي عمل اوکړم، نه چي یوازې تبلیغ"۔

تيرهونې د کيلي فورنيا، اوریګون او واشنګټن رياستونو واليانو په ګډه سره د سفر په اړه مشورې يا ټريول ايډوايزريز هم خپور کړي چې له خلکو څخه یې غوښتنه کړه چې د سفر وروسته د ۱۴ ورځو لپاره ځان قرنطین کړي۔

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG