د یوکرېن او د روس دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ استازي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکا په دې خبر ده یوکرېن د امنیت په اړه ضمانتونو ته ضرورت لري.
جنرل کيت کېلاګ د یوکرېن سر ښار کییف کې خبریالانو ته وویل یوکرېن د یوکرېن د مشرانو تشویش به اوري او بېرته به د صدر ټرمپ سره صلاح مشوره کوي.
کیلاګ وویل امریکا غواړي چې په یوکرېن کې جنګ ختم شي ځکه چې دا به د سیمې او د نړۍ دپاره ښه پرمختګ وي.
کیلاګ په داسې حال کې د یوکرېن دوره وکړه چې هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران په یوکرېن کې د جنګ د خاتمې او د یوکرېن سره د مرستې په اړه د یورپي مشرانو د دویمې غونډې کوربتوب کوي.
کیلاګ هم د دې هفتې په شروع کې د یورپي مشرانو سره خبرې اترې وکړې او د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو په سعودي عرب کې د روسي خارجه وزیر سرګی لاو روف سره ملاقات وکړو.
لاو روف سره د ملاقات وروسته روبیو په یوکرېن کې د شخړې په اړه خبریالانو ته وویل هدف دا دی چې د جنګ منصفانه، دوامداره او داسې حل راوویستل شي چې ټولو ښکېلو فریقېنو ته د قبولولو وړ وي.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمانې ټېمي بروس په یو بیان کې وویل روبیو او لاو روف په دې خبره متفق شول چې دواړه خوا به د اعلا سطحې ډلې وګماري چې په یوکرېن کې جنګ زر تر زره د ختمولو په لړ کې کار شروع کړي.
په سعودي عرب کې د یوکرېن په اړه په خبرو اترو کې یوکرېن او د یورپين یونین مشران موجود نه وو.
د یوکرېن صدر ولادومیر زېلېنسکي په سعودي عرب کې په خبرو اترو تنقید وکړو.
د زېلېنسکي د تنقید په اړه صدر ټرمپ وویل اورېدلي يې دي چې دوی وايي بلنه نه وه ورکړی شوې خو دوی د تېرو دریو کلونو راهسې موجود وو پکار نه ده چې تاسو دا (جنګ) شروع کړی وی.
روس د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په یوکرېن یرغل شروع کړو.
ټرمپ په فلورېډا ریاست کې په خپل کور کې خبریالانو ته وویل فکر یې کولو چې د یوکرېن جنګ د ختمولو موقع په لاس ورغلې ده. خو زېلېنسکي ویلي د جنګ د ختمولو دپاره به د امریکې او د روس حل نه مني.
زېلېنسکي دا هفته سعودي عرب ته تلونکی و خو د امریکې او د روس د خبرو وروسته يې خپله دوره وځنډوله.
روبیو وویل یوکرېن کې جنګ د ختمولو دپاره خبرو اترو کې پکار ده چې یورپي ملکونه شامل کړی شي. هغه وویل که چېرې په یوکرېن کې جنګ ختم شي نو امریکا او روس به په تجارت او په نورو نړیوالو مسلو د همکارۍ غېر معمولي موقع ولري.
د یورپين یونین د خارجه تلاګرې مشرې کایا کالاس وویل د امریکې او د روس د خبرو اترو وروسته هغې او د یورپي ملکونو خارجه وزیرانو روبیو سره خبرې وکړې او یوکرېن په مشرۍ کې يې د شخړې د حل حمایت اظهار وکړو.
کالاس وویول د روس به کوښښ کوي چې مغربي ملکونه تقسیم کړي خو پکار ده چې د روس په دام کې ګېر شي. هغې وویل امریکې سره په همکارۍ او د یوکرېن په شرایطو په یوکرېن کې منصفانه او مستقل امن ترلاسه کېدلی شي.
روس د یوکرېن په پينځو کې یوه برخه علاقه نیولې ده چې په کې د کرایمیا سیمه هم شامله ده.
يه یوکرېن د یرغل شروع کولو په وخت ماسکو فکر کولو چې زر به ټول یوکرېن ونېسي. خو د یوکرېن د سخت مزاحمت په سبب جنګ اوږد شوی او دواړه فريقېن هره ورځ په یو بل حملې کوي.
زېلنسکي وايي په کال ۲۰۱۴ په نړیواله کچه منل شوي د هېواد سرحدونه دې بحال کړی شي خو امریکايي چارواکي دا خبر غېر حقیقت پسندانه بلي. امریکايي چارواکې د مغربي ملکونو په پوځي اتحاد نېټو کې د کییف د خواهش باوجود د یوکرېن د شمولیت حمایت هم نه کوي.
یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum