لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي: امریکايي پوځي ګامونو د ایران لخوا د بریدونو مخه نیولی


د امریکا د کانګرس غړو ویلی د صدر ټرمپ انتظامیې اعلا چارواکو کانګرس ته ويلي د ټرمپ انتظامیه په ایران حمله کول نه غواړي بلکه د ایران ګواښونو ته ځواب وايي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماېک پمپیو، د دفاع سرپرست وزیرپیټ شنیهن، او د امریکا د ګډو ځواکونو مشرجنرال جوزف ډنفورډکانګرس ته د بندودروازو په شاه د ایران پوځي ګواښونو په اړه معلومات ورکړي.

د امریکايي کانګرس د خارجه چارو د کمیټې مشر اېلیټ اینجل خبریالانو ته د دغې حساسې غونډې په اړه ویلي ٫٫ تمه لرم چې دوي به دغه شخړه راکمه کړي ځکه، دوي هم د دغه تاثر ورکولو کوشش کولو.٬٬

د امریکا د دفاع موقتي وزیر پیټ شینهن په پینټاګان کې خبریالانو ته ویلي په منځني ختیځ کې د امریکايي عسکرو پرځايي کولو سره د ایران لخوا ممکنه حملي مخه نیول شوې.

د نوموړې په وینا داسې نه ده چې د ایران لخوا هغه ګواښونه ختم شوي د کومو ذکر چې به مونږ وړاندې کولو. خو زمونږ د احتیاطي ګامونو سره ایران ته موقع میلاو شوې چې خپل پلان ته بیا کتنه وکړي.

ښاغلي شینهن زیاته کړې څنګه چې مونږ د ګواښونو په اړه خبرداریورکړی وو هم هغه شان حملې شوي دي.

رائټرز خبري اېجنسۍ د یو رپورټ ترمخه د نهې په ورځ د ایران صدر حسن روحاني د امریکا سره د خبرو اترو وړانديز رد کړی. وړاندې د دغې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو که د ایران مشران غواړي نو امریکا ورسره خبرو اترو ته تیاره ده.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا د صدر حسن روحاني د خلې لیکي دا وخت حالات د خبرو اترو لپاره مناسب نه دي. او دوي یواځې په مزاحمت کولو مجبور کړل شوي دي.

د پینټاګان ویاند لیفټنټ کرنل جوبوچینو واېس اف امریکا ته د دغه حملو په اړه ویلي، د امریکا استخباراتي ادارې ایران د هغه بریدونو ذمه وار ګنړي، کوم چې په خلیج فارس کې د تیلو په څلور ټینکرو شوي وو.

د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې سېوا شوی او دا اندېښنې هم رامخې ته شوي، هسې نه خبره جگړې ته ورسیږي.

د ګل په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو، ایران د دوښمنۍ ډک چلند کوي او امریکا مجبوروي چې دغې ته ځواب ورکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG