لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي قانون جوړونکي د صدارتي زغل نه د بايډن د وتلو فیصلې حېران کړي


د امریکې د صدارتي انتخاباتو د زغل څخه بهر کېدو د صدر بايډن فيصلې ته حېرانوونکې ویل شوي، د ډېموکرېټک ګوند قانون سازو یې ستاینه کړې او د ريپبلکن ګوند قانون سازو پرې نيوکې کړي او د هغه نه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د امریکا صدر جوباېډن په ډېموکرېټک ګوند کې دننه د هغه د صدارتي انتخاباتو لپاره د هغه په امیدوارۍ د پرله پسې نیوکو او شکونو وروسته د صدارتي انتخابي زغل نه د وتلو اعلان کړی او په خپل ځاې یې د ډیموکرېټ ګوند لخوا د مرستیالې صدرې کاملا هېرس د راتلونکي ولسمشر د امیدوار په توګه ملاتړ کړی.

په سېنېټ کې د اکثريت مشر چک شومر ويلي، "جوبايډن نه يواځې يو عظيم صدر او قانون ساز مشر، بلکې هغه واقعي يو حېرانوونکی انسان دی، د هغه دغه پرېکړه يقينا چې اسانه نه وه مګر هغه يو ځل بيا خپل هيواد، خپل ګوند، او زمونږ راتلونکي ته لومړيتوب ورکړو". نوموړي بايډن ته په مخاطب کولو سره ویلي، "جو، نن مو ريښتوني وطن پالي ښکاره کړه".

شومر او هغه سره د اېوان پخوانۍ سپيکره نېنسي پېلوسي، ښیې دوی د پردې په شا په دې کار کولو چې بايډن وهڅوي چې امېدوار نه شي، او د پولينګ په شمېرو کې ښودل شي چې بايډن په مهمو رياستونو کې وروسته وو.

په وروستيو کې د اوهايو، موناټانا او ويسټ ورجينيا کې د ډېموکرېټک سېنېټران د سخت انتخابي کمپاين سره مخ شوي، او د صدر نه یې غوښتنه کړې چې هغه دې له د تاوان څخه بچ کېدو له ويرې د ټکټ څخه په شا شي.

پېلوسي ويلي، "صدر جوبايډن د وطن سره مينه لرونکی امریکن او تل یې هيواد ته لومړيتوب ورکړی دی. د هغه ليد، د مشرۍ اقدار هغه د امریکا په تاريخ کې يو ګټور صدر ګرځوي".

د کانګرس د پرمختللو کاکس مشر استازي پراميلا جی پال ويلي، "بايډن په کورنيو او اقتصادي پاليسيانو کې تر ټولو زيات ترقي پسند او موثر صدر وو".

نوموړي د راتلونکو انتخاباتو په اړه ويلي، "په داسې وخت کې چې ډانلډ ټرمپ او ريپبلکنز د ښځو څخه د زېږولو ازادي تروړلې، مونږ به په لومړي ځل د ښځې د صدر په توګه ټاکلو سره دغې ته ځواب اووايو".

ريپبلکن قانون سازو د بايډن په ذهني او جسماني اړخونو نيوکو ته دوام ورکړی او ويلي یې دي د صدر فيصله د ووټرانو خوښه باطلوي.

د اېوان سپيکر مايک جانسن ويلي، "د امریکې د تاريخ په دې بې ساري پړاو کې، مونږ بايد په دې خبر يو چې اوس څه وشو، ډېموکرېټګ ګوند د انتخاباتو نه 100 ورځې وړاندې ډېموکرېټک امېدوار د انتخاباتو څخه په ويستو مجبوره کړو".

هغه زياته کړې، "د 14 ميلينو څخه زياتو ووټرانو چې جوبايډن یې د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدوار نومولی وو د هغو رایې باطلې کړل شوې، خپلسره ريپبلکن ګوند د دې پرضد عمل وکړو، د مرستيالې صدر کاملا هېرس سره د ګوند امکانات ښه نه دي څوک چې د بايډن انتظامیې تباه کوونکو پاليسيانو په ناکامو کې شريکه ده".

اېوان کې د ريپبلکن مشرانو غړې اېليس سټېفېنيک ويلي، "که جوبايډن بيا انتخاباتو کې برخه نه شي اخستی، هغه اهل نه دی چې د صدر په توګه خدمت وکړي. هغه دې فوري استعفا ورکړي. ډېموکرېټک ګوند د دې حقيقت پټولو دپاره چې هغه د فاسدو هڅو لپاره په بشپړ ډول ازاد دی، جوبايډن د دفتر لپاره وړ نه دی".

اېډم ګرين چې د بايډن هېرس کمپاين سره نزدې او د پرمختګ د کماپين شريک مشر دی، د وي او اې جارجيا څانګې ته یې ويلي، دا نه ده معلومه چې د ډېموکرېټک په قومي کمېټۍ کې به د نومول کېدو رسمي پروسه ترسره شي.

هغه ويلي، "دا رسمي پروسه کېدی شي هم، او نه شي کېدی هم، چې نور امېدواران راميدان ته شي، زما وړاندوينه دا ده چې بل به څوک را نه شي، ځکه ډېر خلک اوس يو کېدل غواړي چې د مرستیالې صدرې کاملا هېرس سره ودريږي". ډېرو ډېموکرېټانو د اتوار/ يکشنبې ورځ د بايډن د خدماتو ورځ ياده کړې ده.

بايډن د کال 1973 نه تر کال 2009 پورې سېنېټر او بيا د کال 2009 نه تر کال 2017م پورې د صدر باراک اوباما سره مرستیال صدر پاتې شوی دی.

اوباما په يو بيان کې ويلي، "بايډن هیڅ کله د جګړې څخه نه دی په شا شوی". هغه زياته کړې، "د هغه لپاره چې سياسي منظرې ته یې وکتل شي، پرېکړه وکړي چې هغه مشعل بل نوي نوماند ته وسپاري دا د هغه د ژوند سخت کار دی. خو زه پوهېږم هغه به دا پرېکړه نه وی کړی خو هغه يقين لري چې دا د امریکا دپاره سمه ده".

په سېنېټ کې د استخباراتود کمېټۍ مشر سېنېټر مارک وارنر د بايډن په کمپاين د شک څرګندونه کړې خو د هغه د استعفا ورکولو څخه یې ډډه کړې او ويلي يې دي، "دا قوم د جوبايډن منندوی دی چې په 2020م کې یې د چلولو دپاره هر څه ودرول او په ځانګړي ډول په دې سخت وخت کې یې د صدر په توګه واک ترلاسه کړ، هغه د پخوانۍ انتظامیې لاندې په څلورو کلونو کې زمونږ د قوم دپاره روښانه لاره جوړه کړه".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG