لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د پاکستان ټویټ په اړه په ټویټر څه ویل کیږي؟


امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کال ٢٠١٨ م اولنې ټويټ د پاکستان په اړه کړی دې او هم په دغه اړه په سوشل میډیا کې تاوده بحثونه روان دي او په ټويټر یو ټاپ ټرینډ جوړ شوی.

د امریکا رپبلکن ګوند سره تعلق لرونکې سینټر رینډ پال په ټویټر لیکي: زه نور د امداد په حق کې نه یم، ما خو د څو کالو نه کوشش کوو چې د پاکستان امداد ختم کړي شي، او وس په سینټ کې به دغه هلې زلې نورې هم زیاته وم. راځې چې دغه ګام عملي کړو.

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په ټويټر لیکي: انشاالله مونږ به ډیر زر رسمي ځواب وایو. نړۍ ته به ښکاره کوو چې حقیقت او افسانه کې فرق څه دی.

د٢۴ ؤ گنټو نه پس هم د پاکستان رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی خو د صدر ټرمپ په ټویټ د احتجاج دپاره په اسلام آباد کې د امریکې سفیرد پاکستان خارجه دفتر ته بلل شوی و.

د صدر ټرمپ ځوي ټرمپ جونیر په ټویټر لیکلي: ډیر ښکلې شوروعات دي، مونږ هغه خلکو ته په میلنونو ډالرې ولې ورکړو چې زمونږ دشمنانو ته پناه ورکوي.

د امریکا لپار د افغانستان سفیر حمیدالله محب په ټویټر لیکي: په کال دوزره اتلسم کی د صدر ټرمپ اولنې ټویټ کې د افغانانو لپاره یو ښه پیغام دی ، هغه لیکي افغانان په پاکستان کې میشت ترهګرو د لاسه د ډیر وخت نه ځپل کیږي.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د صدر ټرمپ ټویټ ستایلې او په ټویټر لیکي

دصدر ټرمپ ښکاره تګلار به په پاکستان فشار زیات کړي او دې سره به نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمې کې امن راشي.

د امریکا پخوانې سفیر زلمې خلیل زاد په ټویټرلیکي: صدر ټرمپ صحیح کار اوکړو. افغانستان کې د کامیابی او د ترهګرې خلاف جنګ ګټلو لپاره به پاکستان ته خپله تګلار بدلول وي.

هغه لیکي پاکستان خپل ځان د ملګرو په صف کې شماره وي خو کارونه یې د شمنانو دي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان عموما خپل نظر په ټويټر شریک کوي خو تروسه یې د صدر ټرمپ ټویټ ته څه ځواب نه دې ویلی البته میډیا سره خبرو کی هغه وايي: دنورو لپاره جنګ کې د ذلت پرته هیڅ نه ترلاسه کیږي. هغه وایي د اولې ورځې نه ویل چې دا د پاکستان جنګ نه دی خو خلکو ورته "طالبان خان" نوم ورکړو.

د پاکستان پپلزپارټۍ ګوند مشر بلاول بهټو زرداري وايي: مونږ به ترهګر ختم وو ځکه چې دا زمونږ په مفاد کې دي نه چې صدر ټرمپ داسي غواړي. هغه وايي مونږ به امریکا ته اجازت نه ورکوو چې په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان د قربانې ګډورې جوړ شي.

د پاکستان پوځ د ټرمپ ټویټ په اړه غبرګون نه دې ښکاره کړې خو د پوځ ویاند یو ویډیو شریک کړی او لیکي د سیمې د حالاتو جاج اغستلو لپاره د پاکستان اعلي پوځي افسرانو غونډه راجوړه کړی شوي ده.

خبریال عاطف توقیر په ټویټر د پاکستان پوځ ویاند ته مخاطب شوی او لیکي: جنرل اصف غفور صیب ډیر افسوس دی صدر ټرمپ پاکستان ته دروغجن او ټګمار په ویلو ستاسو څه بیان را نغلو، ما خو ویل تاسو به سخت ځواب ورکړې او لیکې به رجیکټډ. هغه لیکي دې خاموشې کې شور نور هم زیاتیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG