لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا وایي په زرګونو نیول شویو غیرقانوني کډوالو کې یې 10 "زیات خطرناک" کسان ګوانتانامو ته لېږلي
تازه خبر

امریکا وایي په زرګونو نیول شویو غیرقانوني کډوالو کې یې 10 "زیات خطرناک" کسان ګوانتانامو ته لېږلي


د امریکې لومړۍ پوځي الوتکه چې نیول شوي کډوال یې د فرورۍ په څلورمه ګوانتانامو بې ته ولیږدول.
د امریکې لومړۍ پوځي الوتکه چې نیول شوي کډوال یې د فرورۍ په څلورمه ګوانتانامو بې ته ولیږدول.

امریکا یو شمېر خطرناک غیرقانوني کډوال د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې د کډوالو لپاره د امریکې ځانګړې بندیخانې ته منتقل کړي او له هغه ځایه به یې خپلو هیوادونو ته لېږي. چارواکو دا کسان په غیرقانوني توګه په امریکا کې د خپلو مجرمانه فعالیتونو له کبله "تر ټولو خطرناک" بللي دي.

پېنټاګان د چارشنبې- شورو په ورځ تایید کړې ده چې د سه شنبې- ګل په ورځ یې 10 تنه "زیات خطرلرونکي غیرقانوني بهرنیان" دې بندیخانې ته رسول شوي دي. وایي دا کسان به د امریکې د کډوالو او ګمرکونو د انتظام د ادارې یا ای سي اي د چارواکو تر څارنې لاندې ساتل کیږي.

وي او اې د سه شنبې- نهې په ورځ تر نورو رسنیو لومړی د امریکې د پوځ په یوه سي-17 کارګو الوتکه کې ګوانتانامو بې ته د ټیکساس ایالت له فورټ بلیس پوځي هوایي اډې څخه د کډوالو د منتقلۍ او هلته د رسېدو خبر خپور کړ.

د پېنټاګان په وینا دا زیات خطر لرونکي کډوال د لنډمهاله اقدام په توګه په ګوانتانامو زندان کې ساتل کیږي.

د دفاع وزارت په خپل یو بیان کې ویلي، "د کډوالو او کسټمز د انتظام اداره دا اقدام په دې ډاډ د دې کسانو د خوندي او پرامنه کولو لپاره کوي چې په دې توګه دوی خپل اصلي هیواد یا نورو مناسبو ځایونو ته وسپارل شي".

د امریکې د هوم لېنډ سیکورټي یا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم د دغو منتقل شویو کډوالو عکسونه پر خپل ایکس خپاره کړي چې په پوځي کارګو الوتکه کې د سپرېدو لپاره روان کړی شوي دي.

په دغو بېلابېلو عکسونو کې د لیدل کېدونکو څلورو کسانو عمرونه له شل کلنۍ تر څلوېښت کلنۍ ښکاري چې لاسونو ته یې زولنې لګېدلې دي. مېرمن کریسټي نوم دغو عکسونو ته لیکلي، "ولسمشر ټرمپ ډېر روښانه ویلي دي: ګوانتانامو بې به تر ټولو خطرناک [کسان] وساتي. دا نن یې پیل دی".

د کورني امنیت ادارې او سپینې ماڼۍ وروسته وویل چې په پوځي الوتکه کې ګوانتانامو زندان ته لېږل شوي ټول 10 تنه کډوال د "ټرین ډی اراګوا" په نوم د یوې ډلې غړي وو، چې وایي‌ د وینزویلا د سټریټ ګېنګ یا په کوڅو کې د جرمونو تر سره کوونکي دي.

خو چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه کسان کله او څنګه لومړی ځل نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې سپينې ماڼۍ د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د "ټرين ډي اراګوا" تنظیم د اعلانولو پلان ترتیب کړی دی.

د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم پر خپل ایکس په یو بل پوسټ کې هم د ځینو نیول شویو کسانو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د صدر ټرمپ په مشرۍ امریکا نور د "متشددو مجرمینو" لپاره خوندي ځای نه دی. مېرمن نووم لیکلي:

"زموږ د ادارې افسرانو په زرګونو خطرناک بهرني مجرمان نیولي دي. یواځې په تیرو څو ورځو کې په نیول شویو کسانو کې په قتل، جنسي تېري، له ماشومانو په ناوړه ګټه اخیستلو او د نشه یي توکو په قاچاق تورن د MS13 ډلې غړي شامل دي".

پېنټاګان تېره میاشت د صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي فرمان له مخې ګوانتانامو ته د غیرقانوني مهاجرینو د ساتلو لپاره د بندیخانو د پراخولو لپاره 300 سمندري پوځیان لېږلي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېرې میاشتې په وروستیو کې یو نوی صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې په بنیاد به یې په ګوانتانامو بې کې له امریکې د شړل شویو کډوالو د اوسېدو لپاره یو لوی کېمپ چمتو کېږي.

د دې حکم په بنیاد د امریکې د دفاع وزارت او د هوم لېنډ یا کورني امنیت وزارت ته لارښوونه شوې ده چې په ګوانتانامو بې کې د 30,000 کډوالو لپاره یو مرکز په بیړني ډول چمتو کړي.

صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 29مه په امریکا کې د مېشتو غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره د "لاکین رایلي قانون" په نوم صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه ناقانونه کډوال بندیان کېږي چې په امریکا کې په جرمونو تورن شوي وي.

دا قانون د 22 کلنې لاکین رایلي په نوم دی چې د امریکې په جورجیا ایالت کې د نرسنګ زده کوونکې وه او د 2024م په فرورۍ کې د وینزویلا شهري جوز انتونیو ابارا و وژله. جوز ایبارا په غیرقانوني توګه په امریکا کې ژوند کاوه.

د یو امریکایي چارواکي په وینا هغه کډوال چې د سه شنبې- نهې په ورځ ګوانتانامو ته رسېدلي د امریکې په بندیخانه کې به وساتل شي. دا بندیخانه په زیات وخت د پوځي بندیانو او مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره پېژندل کیږي، چې پکې د یوولسم ستمبر په بریدونو کې ښکېل کسان او د طالبانو غړي هم شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG