لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سېنټرانو منلي په سکولونو کې د ډزو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي


په امریکا کې د زرګونو په شمیر کې د سکولونو زده کونکو او استاذانو لخوا په تعلیمي ادارو کې د ډزو خونړۍ پیښو او د حکومت لخوا د دغو پېښو مخنیوي کې د ناکامۍ پرضد مظاهرې هم هغه شان دوام لري.

د دې تازه مظاهرو انتظام کونکي وايي مقصد يې په سکولونو کې زیاتیدونکې تشدد پرضد د کانګرس لخوا کوټلي او په تندې کار نه کول دي.

په ګرده امریکا کې دغه مظاهرې د سحر ١٠ بجې شروع کیږي او تر ١٧ منټه پورې دوام لري. د مظاهرو وخت ١٧ منټه یا دقیقې ساتل د فلوریډا ایالت په پارک لینډ ښار په یو سکول کې د یو تن لخوا په ډزو د ١٧ کسان وژل دي.

د امریکا سرښار واشنګټن ډي سي کې د کانګرس ودانۍ (کیپیټل هل) وړاندې هم د سکولونو زده کونکو تر ١٧ منټه پورې مظاهره کړې او په امریکا کې يې د وسلو د کنړول په اړه پالیسیانو جوړولو غوښتنه کړې.

د ماسېچیوسټس ایالت نه د ډیموکریټ ګوند سینټره الزبته وارن د کانګرس بهر د دغه مظاهرچیانو سره د لیدو په مهال په امریکا کې د وسلو ساتلو تنظیم یا نېشنل راېفل اېسوسي اېشن نېوکې کړي.

مېرمن الزبت ویلي ٫٫ نېشنل راېفل اېسوسي اېشن د کلونو راهسې دامریکا کانګرس یرغمل کړی. او تنکي ځوانان غواړي چې اوس مونږ ددغې نه ازاد کړي.٬٬

د امریکايي سېنټ په عدالتي کمیټۍ کې هم په دغې اړه یوه اورونه کې په سکولونو یا مکتوبونو کې د ډزو پېښو مخنیوي کې د چارواکو په ناکامۍ بحث شوی. په دغه اورونه کې د ډیموکریټ ګوند غړو د بحث په وخت ویلي په وسلو د بندیز نیټه پاې ته رسیدو وروستو هم په سکولونو کې د ډزو پیښې سېوا شوي دي.

د کیليفورنیا نه د ډیموکریټ سینټره ډاېن فاینسټی ویلي: ٫٫ په وسلو د بندیز نیټه په کال ٢٠١۴م کې پاې ته رسیدو وروستو حالات نور بدتره شوي. په دغه شان پېښو کې ١٨٣ فیصده زیاتوالی راغلی او پدغو کې د مرګونو شیمره ٢٣٩ فیصده زیاته شوې ده.٬٬

خو د ریپبلکن ګوند غړي بیا دریز لري د ډزو په پېښو کې د زیاتوالي علت د امنیتي عسکرو پوره تیارۍ نه نیول دي. د فلوریډا نه د ګوند غړي مارکو روبیو بیا د ادارو تر مېنځه د رابطو کمی د داسې پېښو ذمه واري ګڼي.

مارکو روبیو وایي: ٫٫ برید کونکي تنان رپوټ کول، د قانون عملي کونکې ادارو، د سکول چارواکو او د ذهني صحت کارکونکو خبرولو لپاره د پروګرامونو ډیر کمی دی.٬٬

د فلوریډا په سکول کې په ډزو کې وژل شوې یوې ماشومې پلار راېن په دغه مهال ویلي: ٫٫چارواکي په فلوریډا کې د برید کونکي تن د ذهني مسلو، او د تشدد ته د هغه پام په اړه خبر وو خو د دغه ځوان پرضد څه قسمه ګامونه اخستو کې ناکامه شوي.٬٬

د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې یا اېف بي ايي یو چارواکي ویلي د دوي کار کونکي (اېجنټان) د یو شمیر نخښو وروستو دا فیصله کوي چې کوم یو کیس ته به ګوري. خو هغه دا منلي په فلوریډا کې برید کونکي نکولس کروز په اړه ترلاسه شوو اشارو وروسته دوي ته ګامونه اخستل پکار وو.

د اېف بي ايي ناېب ډاېریکټر ډیوډ زیاته کړي: ٫٫ ځمونږ کسان ډیره خواري کوي او په قضاوت فیصلې کوي. په دې کیس کې مونږ سل فیصده منو په وخت مو فیصله نه وه کړې.٬٬

په دغه اورونه کې ناستو ځېنو نورو سېنټرانو هم منلي د نېشنل راېفل اېسوسي اېشن پرضد ګامونو اخستو د سیاسي فیصلې کولو کمې دی نو ځکه د وسلو پرضد سخته قانون سازي نه کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG