لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلیفورنیا په سکرامنټو کې د ډزو له امله یو ځوان افغان وژل شوی او دوه زخمیان شوي دي


شجاع، هغه افغان ځوان چې په سکرامنټو پېښه کې وژل شوی
شجاع، هغه افغان ځوان چې په سکرامنټو پېښه کې وژل شوی

سکرامنټو، کليفورنيا: د کلیفورنيا په سر ښار سکرامنټو کې يو وسله وال حمله کوونکي، یو افغان وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

ژوبل شوي کسانو کې د يو تن حالت د خطرې ډک او دويم د خطرې بهر بلل کيږې. حمله کوونکي د بريد وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د سکرامنټو شيرف ډيپارټمنټ له خوا جاري شوي يو بيان مطابق دا پيښه د شنبي په ماسپښين نهه منټه لپاسه درې بجي په يو افغان مغازه کې چي د شرق مارکيټ او ريستوران په نوم پيژندلي کيږي، شوې ده.

د دغه بیان مطابق، حمله کوونکی توپانچه په لاس دغه رېسټورانټ کې درې تنه په ډزو وژلي دي.

ټپیان د پیښې نه وروسته مقامي روغتون ته یوړل شول چرته چي يو تن شجاع جمال عمر خيل د سختو زخمونو له امله سا ورکړه.

بل خوا د يو ويشت کلن مبين وضع د خطره ډکه او عصمت د خطر نه بهر بلل شوې ده.

د شيرف ډيپارټمنټ ترجمان زهيم بخش وائي چې د دې ناوړه پيښې تر شا انګيزه تر دې دمه معلومه نه ده. دی زياتوي چې د بريد ګر پیژندنه به د خپلوانو د خبرتیا نه وروسته د سکرامنټو کاونټي کورونر دفتر لخوا اعلان کیږي.

نوموړی وائي چې د موقعې د عيني شاهدانو تر مخه، حمله کوونکی توپانچه په لاس دې افغان مغازې ته ننوتلی او سمدستي ډزې یې کړي دي.

نوید یوسفي، چې یو خپلواکه خبریال دی او د خپل ضرورت سود سودا د شرق مارکېټ نه اخلي، هغه وایي سودا اخیستلو ته راغلی و چې دا پېښه یې د سترګو په وړاندې وشوه.

نوید یوسفي له وي او اې ډېوه سره خبرو کې وویل، "يو پنځو لمحو لپاره راته داسې ولګيدل چي زه لکه په افغانستان کې يم۔ کله چې زه دلته راغلم ما ته هماغه د افغانستان د جنګ د وخت عکسونه د سترګو تير شو۔ دي پيښې راته بيخي زړه مات کړ."

په سکرامنټو کې ميشت افغان مدني فعال فرهاد يوسفزی وائي چي مقتول شجاع جمال عمر خيل د ننګرهار اوسيدونکی وو او دوه کاله وړاندي امريکه ته راغلی وو. د مقتول نه يوه کونډه، یوه څلور کلنه لور او د شپږو مياشتو ماشوم زوی پاتي شوي دي.

ښاغلی يوسفزی زياتوي چي د پيښې په اړه خپاره شویو ويډيوګانو او د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو ترمخه، د بریدګر پېژندنه هم د یو افغان په توګه شوې ده.

فرهاد يوسفزی زیاتوي چې په افغان ټولنه کې زياتره خلکو مطابق، حمله کوونکی یو نفسیاتي مریض و.

نوموړی وائي چي په سيمه کې افغان ټولنه کې د پيښې وروسته هر زړه غمژن دی. فرهاد يوسفزی وائي چې د دې پيښې وروستو ئي د سيمې د ټولنې د غړو په مرستې سره درې کميټې جوړې کړي چي د شجاع جمال کورنۍ امداد وکړي.

یوسفزي وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل، "پس د دې پېښې، زمونږ د ټولنې د غړو یوه غونډه وشوه چې مونږ پکې درې کمیټې جوړې کړلې. یوه کمیټه به د جنازې بندوبست کوي، دویېمه به د غم ځپلي کورنۍ د امداد دپاره فنډ جمع کولو هڅې کوي، او درېیمه کمیټه به په ټولنه کې د امنیت په اړه د سکرامنټو ښار له چارواکو سره تماس نیسي."

په عمومي توګه د دې پېښې په اړه په بېلابېلو رسنیو خپاره شوي اولني رپوټونه ګمراه کوونکي و، ځکه د دې پېښې نه دوه ساعته وړاندې په یوه بله جدا واقعه کې، یوه نهه کلنه ماشومه وژل شوې وه او یوه مېرمن او یو شپږ کلن ماشوم هم په ډزو لګېدلی و.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG