لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که شام بیا کیمیايي حمله وکړه نو نوي بریدونو ته دې تیاره شي: امریکا


Nikki Haley
Nikki Haley

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي د شام صدر بشارالاسد ته خبردارې ورکړی، که په شام کې يې د کیمیاوي وسلو بل برید ترسره کړو نو امریکا به د صدر اسد حکومت پرضد نور میزایلي بریدونه ترسره کوي.

د اتوار په ورځ میرمن هېلي د امریکا فاکس نیوز ټي وي سره په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا، فرانس او برطانۍ لخوا د خالي په ورځ د شام د کیمیاوي وسلو په مرکزونو د بریدونو وروستو هم که د شام صدر پوهه نه شو نو نوربریدونه به پرې هم کیږي. د امریکا سفیرې زیاته کړې ٫٫ مونږ د کیمیاوي وسلو د استعمال اجازه نه شو ورکولې.٬٬

د امریکا سي بي اېس نومي ټي وي سره یوې بله مرکه کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیرې زیاته کړې د روس پرضد د نوو بندیزونو اعلان به د ګل په ورځ کوي. دا نوي بندیزونو به په هغه کمپنو اثر پرېباسي چې د صدر اسد حکومت ته د کیمیايي وسلو جوړولو لپاره الات او پرزې ورکوي.

د صدر اسد د حکومت کلک ملګري هیواد روس په شام د امریکا میزایلي بریدونو غندلي. د امریکا سفیرې په خپله مرکه کې منلي، د امریکا او روس اړیکې دا مهال په ټیټه کچه دي او تور يې لګولی د واشنګټن او ماسکو اړیکو کې دا تازه تاو تریخوالې د روس لا وجې مخې ته راغلی.

میرمن نیکي هېلي د روس سره د اړیکو ښه کیدو تمه څرګند کړې خو په خپله مرکه کې يې منلي مونږ نه غواړو د دغې لپاره څه بد خويي وکړو.

د برتانيې خارجه وزیر بورس جانسن هم د امریکايي بیانونو په رنګ بیان ورکړی او ویلي دي د شام پرضد د نور هوايي بریدونو اراده نه لري، خو که د شام صدر بشارالاسد بیا د خپل اولس پرضد کیمیاوي وسله وکاروله نو برتانیه او ملګري هیوادونه به د شام پرضد د نورو ګامونو اخستو په لارو فکر کوي.

د روس خبري اېجنسۍ لخوا رپورټ شوي چې صدر ولادي میرپوټن د ایران صدر حسن روحاني سره په ټیلي فون خبرو کې ویلي، که د شام پرضد د غربي هیوادونو لخوا نور بریدونه ترسره شول نو نړیوالې اړیکې به د ګډوډۍ ښکار شي.

د خالي په ورځ د امریکا، برتانیه او فرانس لخوا شوې بریدونو وروسته د امریکې پوځي چارواکو منلي وو، اولنۍ اندازې ښکاره کوي چې هریو میزایل په خپل هدف لګیدلی او عامو خلکو ته د څه نقصان رسولو بغیر يې د کیمیاي وسلو مرکزونه په مکمله توګه وران کړي.

خو د روس یو اعلا پوځي چارواکي د خالي په ورځ ویلي د شام هوايي دفاعي نظام، چې زیاتره د پخواني شوروي اتحاد د وسلو په دفاعې نظام بنیاد لري، د امریکې، برطانیې او فرانس لخوا ګوزار کړی شوو ۱۰۵ میزایلونو کې ۷۱ خپل هدف ته د رسیدو وړاندې په هوا کې تباه کړي.

روس د خالي په ورځ دا هم ویلي په شام باندې د غربې حملې وروستو دوي شام ته د زمکې نه په هوا کې ویشتونکي S-300 میزایل نظام ورکولو باندې غور کوي خو خبري ادارو ویلي د بشرالاسد سره د روسي پارلیماني غړو په ملاقات کې په دغه میزایل نظام باندې خبرې نه دي شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG