لاس رسیدونکی لینک

 
ای پي: د بهرني امداد دپاره د امریکايي ادارې یواېس ای ايي ډي عملې ته وېل شوي چې په واشنګټن کې دفتر ته دې نه ورځي
تازه خبر

ای پي: د بهرني امداد دپاره د امریکايي ادارې یواېس ای ايي ډي عملې ته وېل شوي چې په واشنګټن کې دفتر ته دې نه ورځي


د یواېس ای ایي ډي عملې ویلي د ۶۰۰ نه د زیاتو کارکوونکو کمپیوټرې تېره شپه وتړل شوې او هغه کارمندان چې لا د ادارې کمپیوټرو ته لاس رسی لري ورته د ايمېل دلارې  وېل شوي چې د فېبرورۍ په دریمه نېټه دې په واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي هېډکوارټر یا مرکزي دفتر ته نه ورځي
د یواېس ای ایي ډي عملې ویلي د ۶۰۰ نه د زیاتو کارکوونکو کمپیوټرې تېره شپه وتړل شوې او هغه کارمندان چې لا د ادارې کمپیوټرو ته لاس رسی لري ورته د ايمېل دلارې  وېل شوي چې د فېبرورۍ په دریمه نېټه دې په واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي هېډکوارټر یا مرکزي دفتر ته نه ورځي

د بهرني امداد دپاره د امریکې د حکومت ادارې يواېس اېجنسي فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ، یواېس ای ايي ډي، عملې ته ویل شوي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ دې په واشنګټن کې د ادارې دفتر ته نه ورځي او ایلان مسک اعلان کړی چې صدر ټرمپ ورسره د یواېس ای ايي ډي په بندولو متفق شوی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د یو اېس ايي ډې عملې ته لېږل شوي یوې هدایات نامه کې دفتر ته د نه تلو خبره شوې ده.

د یواېس ای ایي ډي عملې ویلي د ۶۰۰ نه د زیاتو کارکوونکو کمپیوټرې تېره شپه وتړل شوې او هغه کارمندان چې لا د ادارې کمپیوټرو ته لاس رسی لري ورته د ايمېل دلارې وېل شوي چې د فېبرورۍ په دریمه نېټه دې په واشنګټن کې د یواېس ای ايي ډي هېډکوارټر یا مرکزي دفتر ته نه ورځي.

د دې پرمختګ نه مخکې مسک د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ټرمپ سره يې خبرې کړي او هغه یواېس ای ايي ډي د بندولو سره متفق شوی دی.

مسک د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس سپېسز کې په ژوندۍ بڼه یوه مباحثه کې وویل یو اېس ای ايي ډي داسې سېب یا مڼه نه دی چې چېنچی پې اخته شوی دی بلکې دا د چینچو بال دی او پکار ده چې ځان ترې خلاص کړی شي او مرمت یې نه شي کېدلی. "مونږ دا بندوو."

ټرمپ او مسک
ټرمپ او مسک

مسک، ټرمپ او د واکمن ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړو په یواېس ای ايي ډي تنقید زیات کړی او په اداره د ازاد خیالۍ سره تړلې اهدافو ته د ودې ورکولو الزام لګوي.

د تېرې هفتې په اخېره کې د ټرمپ حکومت د یواېس ای ايي ډي د سېکیورټي دوه لوړ رتبه چارواکي په رخصت ولېږل. دغه چارواکو هغه ډلې ته د ادارې د خفیه دستاوېزانو ورکولو نه انکار کړی و چې د حکومت ګمارل شوي مسک معاینه کوونکو غوښتل.

مسک د ډپمارټمنټ اف ګومنټ اېفېشېنسي یا ډوژ مشري کوي چې هدف يې د حکومت کار موثره کول یا ښه کول دي. د یواېس ای ايي ډي نه مخکې ډوژ د خزانې په وزارت کې حساسو دستاوېزاتو ته لاس رسی وکړو او د سوشل سېکیورټي او د مېډېکیر د ادایګۍ نظامونه يې وکتل. واشګټن پوسټ اخبار دا خبر ورکړو چې حساسو معلوماتو ته د مسک د ډلې د لاس رسي په سر د خزانې وزارت د اعلا عهدې یو چارواکي استعفا ورکړه.

په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ غړو په دې اقداماتو احتجاج وکړو او ويې وېل یواېس ای ايي ډي بندولو دپاره ټرمپ اییني اختیار نه لري او اداره د کانګرس د منظورۍ نه بغېر نه شي تړلی. ډېموکرېټېس حساسو معلوماتو ته د مسک د لاس رسي مخالفت هم وکړو.

د خالي، شنبې، په ورځ د یواېس ایی ايي ډي وېب پاڼه بغېر د څه وضاحت نه غېبه شوې وه.

په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت د وفاقي حکومت د مختلفو ادارو او پروګرامونو په ضد ګامونه پورته کي، یواېس ای ايي ډي د ټولو نه زیاته په هدف شوې محکمه ده.

ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د "بنیادپرسته لیونیانو" هغه ډله به وباسي چې یواېس ای ايي ډي چلوي.

ټرمپ او د مسک د یواېس ای ايي ډي په اړه خبرې په داسې حال کې کړې دي چې د امریکې خارجه وزیر مارکوروبیو د مرکزي امریکې په دوره دی. هغه په عامه د یواېس ای ايي ډي د بندولو څه خبره نه ده کړې.

ټرمپ او روبیو د امریکې په بهرني امداد عارضي پابندي لګولې ده چې په نتیجه کې يې په نړیواله کچه د یواېس زیاتره پروګرامونه تړل شوي دي. د دې په نتیجه کې امدادي تنظیمونو په زرګونو کارمندان لرې کړي او په واشنګټن کې د ادارې عمله او مشران هم په رخصت لېږل شوي دي.

یواېس ای ايي ډي د ۱۲۰ زیاتو ملکونو کې د سېکیورټي او ترقیاتي پروګرامونه چلوي.

په افغانستان او پاکستان کې هم چارواکي وايي د یواېس ای ايي ډي د تړل کېدو نه ګڼ شمېر تنظیمونه او منصوبې متاثره شوي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د صوبایي حکومت چارواکې ډاکټر بشری رحیم چې پخپله يې هم د امریکې حکومت په مالی مرسته د پرمختګ په منصوبو کار کړی، وایي که دغه امداد بند شو نو جنګ ځپلی خیبر پښتونخوا کې به ډیر خلک د پرمختګ موقعو نه محرومه شي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو چارواکي وايي چې د امريکا د بهرنيو مرستو د بندېدو راهسي په افغانستان کې قریباً ۳۰ غېردولتي سازمانونو خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي اوای ډیوه خبریالانو سعدیه قاسم شاه او عبدالزراق د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG