لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎کوز جنوبي وزیرستان کې د حکومت پلوه وسله والو مهم غړی اریانا وزیر وژل شوی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کوز جنوبي وزیرستان کې د حکومت پلوه وسله والو مهم غړی آریانا وزیر د وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

‎پولیس وايي دا پېښه نن (یکشنبه - اتوار) د افغان پولې سره نزدې بیرمل تحصیل اعظم ورسک سیمه کې رامنځته شوې ده.

داعظم ورسک تاڼې چارواکو د وینا له مخې، آریانا وزیرسراغر سیمه کې په ډزو وژل شوی دی او د وژنې په اړه یې پلټنې روانې دي.

‎سرچینې وايي چې آریانا وزیر د حکومت پلوه مولوي نظیر طالبانو، د عین الله ډلې، سره تړاو درلود. په دغه ډله په سیمه کې د سخت دریځي تورونه لګېدلي او ویل کیږي د خلکو نه د قلنګ اخستو ترڅنګ په ځایي کچه یې شخړو کې لاس وهنه کوله.

‎تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې برید پړه منلې او ویلي یې دي چې آریانا وزیر د پوځ سره په ګډه د دوی د ملګرو پر ضد په چاپو او عملیاتو کې برخه اخستې وه، نو ځکه دوی د هغه د وژلو پرېکړه وکړه.

‎د اکتوبر په ۱۹مه هم په اعظم ورسک کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم قومندان نیاز وزیر او د هغه څلور ملګري د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شوي وؤ.

‎د سرکاري سرچینو په وینا، دا وژنه د تحریک طالبان پاکستان د داخلي اختلافاتو نتیجه وه، ځکه چې په سیمه کې د ټي ټي پي د بیلابیلو ډلو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې شخړې روانې دي.او دا کسان د دښمن ډلې لخوا وژل شوي.

تحریک طالبان په دې اړه څه نه وو ویلي .

‎جنوبی وزیرستان نیزدې له دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ او وسلوالو فعالیتونو مرکز پاتې شوی دی. دلته په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر امریکایي ډرون بریدونه هم شوي دي.

‎د ۲۰۰۷ په لومړیو کې د افغان طالبانو تحریک پورې تړلي قومندان ملا نذیر د احمد زې وزیر قبیلې د امن لشکر جوړ کړو، چې د وانا سیمه نه یې ازبک بهرني سخت دریځه وسله وال او د دوی ځایي ملګري له سیمې وویستل.

‎ملا نذیر د حکومت سره یو تړون هم کړی و، چې له مخې به یې په ځایي کچه هیڅ بریدونه نه ترسره کوي او په افغانستان کې به د امریکایي او اتحادي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

‎ملا نذیر په ۲۰۱۳ کال کې د یو امریکایي ډرون برید په نتیجه کې وژل شوی ؤ.

له هغه وړاندې هم د دغه ډلې ګڼ شمېر مشهور قومندانان په ډرون بریدونو کې وژل شوي وؤ.

‎پاکستان تل دا بریدونه د خپلې خودمختارۍ خلاف عمل بللی او د هغې د ودرولو غوښتنه یې کړې وه، خو د امریکې چارواکو ویلي وو چې دا بریدونه د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېر ګټور ثابت شوي.

‎په جون ۲۰۱۸ کال کې په وانا بازار کې د پښتون تحفظ موومنټ (پي ټي ایم) پلویانو د سیمې د ناامنۍ او د عملیاتو پرمهال د عامو خلکو د ځورول کېدو په ضد د احتجاج کولو لپاره د غونډې تابیا کړې وه چې په هغه مهال حکومت پلوه د مولوي نذیر ډلې پورې تړلو وسلوالو د مظاهره کوونکو د مخنیوي د پاره په احتجاج کوونکو ډزې کړې وې.

‎ پي ټي ایم تور لګولی ؤ چې په دې برید کې د مولوي نذیر ډلې قومندان عین الله کسانو لاس درلود، چې په سیمه کې د’ ګډ طالبان‘ په نوم پېژندل کېږي.

‎تر دې پېښې وروسته د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په ټولنیزو رسنیو کې یو ویډیو بیان خپور کړی ؤ چې په کې یې ویلي وؤ، حکومت پلوه وسله والو طالبانو د دوی پر ملګرو ډزې کړې دي.

‎د پوځ هغه وخت ویاند، میجر جنرل آصف غفور، د پي ټي ایم دغه تورونه رد کړي وؤ او ویلي وؤ چې په وانا کې د پي ټي ایم غړو د پوځ ضد شعارونه ورکول، او امن کمیټې دوی منع کړل، چې وروسته دواړو غاړو ډزې وکړې.

‎په دې ډزو کې د پي ټي ایم دوه غړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG