د پاکستان د بلوچستان صوبې د ساحلي سیمې ګوادر پوليس وايي، په يو وسله وال بريد کې اووه خواريکښ وژل شوي، د وژل شوو کسانو تعلق د پنجاب صوبې د خانېوال سيمې سره دی.
د ګوادر پولیس وایي پېښه له ګوادر ښار څخه شاوخوا 14 کلو میټره لرې د سربندر نومي وړوکي بازارګوټي کې شوې ده.
د وژل شوو جسدونه د سرکاري کاروایي لپاره د ګوادر ځایي روغتون ته وړل شوي دي.
د نوم نه ښولو په شرط پولیس چارواکي وي او اې ډيوه ته وویل، نا معلومه وسلوال په یاده سیمه کې د استوګنې یوې خونې ته ننوتلي او هلته په خوب ویدہ مزدوران یې په ډزو وژلي دي.
"وژل شوي ټول د پنجاب صوبې د خانیوال اوسیدونکي دي، دلته د ویښتانو په دوکان/حمام کې یې کار کولو، موږ د پېښې نورې پلټنې کوو".
د چارواکي په وینا،"داسې معلومېږي چې د یادو کسانو شناخت او د استوګنې ځای له اوله معلوم کړل شوی او ورستو وژل شوي".
د پیښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.
د بلوچستان حکومت د مزدورانو وژنه غندلې او د پیښې رپورټ یې طلب کړی دی. وزيراعلا سرفراز بګټي ويلي، دا د ترهګرۍ پېښه ده، د ترهګرو او سهولت کارو پرضد به کارروايي کولی شي، د ترهګرو او سهولت کارو سره به یې هیڅ نرمي نه کيږي".
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ويلي، "د پېښې ځای ته انتظامي چارواکي رسېدلي دي، او په دې اړه نور تفصیل راټولوي، موږله غمجنو کورنیو سه هم په تماس کې یو".
په تېره يوه میاشت کې په بلوچستان کې دا شاوخوا دریمه پېښه ده، د چارواکو په وينا د پنجاب سره تعلق لرونکي کسان له شناخت ورسته وژل کیږي.
د اپریل په 28مه د پنجاب د فیصل اباد سرہ تعلق لرونکي دوه کارګران د تربت په تمپ سیمه کې په ډزو وژل شوي وو.
د اپریل په 12مه د اختر په دریمه ورځ د پنجاب نهه مسافر چې له کوټې څخه ایران ته پر لاره وو له یوه بس څخه کښته کړل شوي او په ډزو وژل شوي وو.
د یادې پېښې پړه د بلوچ لبرېشن آرمی نومي نا قانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه.
تر دې وړاندې هم په ګوادر او د بلوچستان په زیاتره بلوڅ میشتو سیمو کې د غېر ځايي خلکو او له پنجاب سرہ تعلق لرونکی مزدورانو د په نخښه کولو پېښې رپورټ شوې دي.
ناقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي او يا بلوچ لبرېشن فرنټ په بلوچستان پر ژبني یا لساني بنیادونو د غېر ځايي کارمندانو یا مزدورانو د وژنو د زیاترو پېښو زمه وارۍ مني.
Forum